شمعې زه درځمه په لمبو مې هر کلی کوه هو پښتونولي ده په ليمو مې هر کلی کوه مينه مې د سر او تال راوړي له ازله ده خوردې سريندې يې په نغمو مې هر کلی کوه چا درنه د سرو ګلو ګيډۍ نيکبختې غو ښتې دي راشه مړې راشه په اغزو مې هر کلی کوه پريده ساقي خير که مې شيخان په کاڼووولي تاته چې راځمه نو په پيالو مې هر کلی کوه هار د سپينو ليچو دې زما په غاړه واچوه شرنګ پسې يې مړ يم په بنګړو مې هرکلی کوه زيړه زرغونه مې د زړګي منشور نه تاوه ده دغسې لمر مخې په شغلو مې هر کلی کوه
وروستي