غزل

زړګيه  اوښکه  د  ليمو شوې دادې څه  وکول تير  د  قاتلو په  کوڅو شوې  دادې  څه  وکول   دلته د ښکلومينه سرغواړي د  عشق په  بدل راغلې مين په داسې غلوشوې دادې څه وکول   دلته  خو  ﻻرې  د جنون  وې  د هوس خو نه وې تاو  د جنون په  زنځيرو شوې دادې څه وکول   قدم  چې  خوشې  دلته  اخلې  په  اغزيو  لګي ته يې په خيال د پسرلو شوې دادې څه وکول   ته خو پښتون وې سر ټيټی دې چا ته هم نه وه زده بې شرمه دلته په سجدو شوې دادې څه وکول