ژباړه : حماد
د اوبو او برېښنا اوسنی وزير او د هرات پخواني والي اسماعيل خان د خپل زوی دمړينې په څلورمه کاليزه کې څرګنده کړه ، چې افغان دولت هڅه کوي مجاهدين له واکه لرې کړي ، د جهادي قومندانانو پر ضد دسيسې جوړيږي او يا د افغان دولت له خوا دترور له پېښو سره مخ کيږي . نوموړي د طالبانو د بيا راڅرګنديدواو ځواکمن کيدولامل په واک کې دمجاهدينو نه شتون وباله . اسماعيل خان وايي : که دمجاهدينو پر ضددغسې يو ګام نه پورته کيده ، طالبانو دا وس نه درلود ، چې دومره پرمختګ وکړي او پر ګواښ واوړي .متحدې جبهې ، چې اسماعيل خان يې هم غړی دی وخت په وخت دغسې بحثونه او ګيلې کړي او دا خبره يې څوځلې تکرار کړې که مجاهدين په واک کې وای امنيتي وضعيت به بل ډول و. اسماعيل خان ، چې د هرات جهادي قومندان و د طالبانو له رامنځ ته کېدو دوه ځلې وړاندې اووروسته ځان ته د امير اسماعيل خان لقب ورکړی و او پر هرات يې حکومت کاوه مخالفينو يې پرې د شينډنډ له لورې بريد وروړ او په يو کمزورې دريځ کې و . اړ شو ، چې هرات پرېږدي او کابل ته راشي او وزير شي . هغه به پر هرات دخپل واک خوبونه هېڅکله له ياده ونه باسي ، کله نا کله هغه ښار ته ورځي او ځينې خبرې کوي .
اسماعيل خان په هرات کې دخپل واک پر مهال د تورغونډۍ ا واسلام کلا له ګمرکونو څخه ډېرې پيسې او شتمني تر لاسه کړه او د هرات په رغونه کې يې يو څه برخه لګولې ، خو زياتره يې د مستقل او جلا هېواد د واکمن په څېر چمونه کول او په دې هڅه کې و ، چې څرنګه فراه ، نيمروز ، غور او بادغيس په خپل قلمرو کې راولي ، خو ددغو ولايتونو د جهادي قومندانانو له جدي مخالفت سره مخ شو .
هغه هرات ته دخپل شخصي ملکيت په سترګه کتل او هېچا ته يې اجازه نه ورکوله ، چې په دغه سيمه کې لاسوهنه وکړي ، په هرات او شينډنډکې يې د امريکايانو د شتون مخه نيوله او دا يې اعلانوله ، چې دغه سيمې ارامه دي او د بيارغونې کارونه روان دي له دې کبله هرات او ولسواليوته يې د امريکايانو د راتګ هيڅ اړتيانه ليدل کيږي .
په شينډنډکې دده د ځواکونو بېساري زيان اوپرله پسې نښتو دې ته اړ ويست ، چې له هراته کابل ته راشي ځکه ، چې د شينډنډ له فتحې وروسته دده مخالف ځواکونه تر ميرداود ورسيدل خو دکرزي او خليلزاد فشار و ، چې دده مخالف ځواکونه يې هرات ښار ته له ننوتو ايسار کړل که نه دا ځل يې هم دتير په څېر د هرات له ښاره په زور ويسته .
دجهادي قومندانانو پر ضد د دسيسې دعوه ، چې اسماعيل خان يې هر وخت په اړه خبرې کوي هېڅوک نه مني ځکه ،چې همدا اوس د هرات والي ، امنيې قومندان ، دولايت مرستيال او د ښاروال سربېره نور مسوولين له مشهورو جهادي قومندانانو څخه دي . په دغه ولايت اونوروهغو کې ، چې جهادي قومندانانو څومره وژنې او نادودې کړې ار لامل يې د دوی خپل پخواني اختلافات او نزاکتونه دي . دولت په دغه برخه کې هېڅ رول نه لري . ځکه چې دغه قومندانان څوکاله دروسانو پر ضد وجنګيدل او وروسته بيا واک ته ورسيدل خپل سيال جهادي قومندانان يې دواک د ترلاسه کولو په موخه راپرځول او وژل ، د اوږدو کلونو په ترڅ کې ونه توانيدل ، چې خپل منځي اختلافات حل کړي او يو د بل پر ضد توره راونه کاږي . دغه دعوه ،چې افغان دولت دغسې دسيسې جوړوي هيچاته دمنلو وړنه ده . ځکه ،چې افغان دولت له پاسه نيولې تر پايه له همدغو رهبرانو او جهادي قومندانانو څخه رغيدلی دی .
دا ، چې طالبان بيا وتوانيدل ، چې راڅرګند او ځواکمن شي دا هم د واک پر سر د همدغو جهادي قومندانانو دبې کفايتۍ او نا اهلۍ له کبله دي ځکه دوی له غلا ، درغلۍ او په اداره کې له فساد پرته بل څه تر سره نه کړل . دا اوس ، چې ټول چيغې وهي ، چې د افغانستان اداره له فساده نور تر مورګو رسيدلې ، ايا همدغه قومندانان ، چې دوالي وزير او وکيل په توګه کار کوي په دغه فساد او درغلۍ کې لاس نه لري ؟؟ درې ميليونه اوه سوه زره جريبه ځمکه چا غصب کړې ده ؟ ولې دهرات پر ښاروال د درې ميليونو افغانيود غلا تور پورې کيږي ، چې د هوټل ابادونې ته ځانګړې شوې وې ؟؟ د دولت دغه چلند ددې لامل شو ، چې دولس په منځ کې نارضايتي راڅرګنده شي او له حکومته فاصله ونيسي . که له ټولو جهادي رهبرانو او قومندانانو او خپله د اسماعيل خان په ګډون له ده څخه وپوښتل شي ، چې چېرته تشريف لري ، دوی به څه ځواب ورکړي ؟ ايا د اوبو او بريښنا وزرات د افغان دولت يوه برخه نه ده ؟ که چېرې دوی دومره مېړني وي او پر افغان دولت نيوکه کوي او تور پرې لګوي ، چې له دوی سره مخالفت کوي . نوولې له مېړانی کار نه اخلي او له دغسې يو دولت څخه ولې استعفا نه کوي ،چې خپله لار ورڅخه جلا کړي ؟؟ ددولت له ډوډۍ ، پېسو ګټه اخلي د کابينې په غونډو کې دکرزي پر وړاندې ښکته پورته کيږي خو تل يې خپل ځانونه د دولت دمخالفينو په توګه ښودلي او په بهر کې د هغه پر ضد ودريږي اوخپل ځان داسې څرګندوي ، چې بويه له دې دولت سره نه دي او ددولت په هر ارګان کې د شرم احساس کوي ! حال دا، چې خبره سر چپه ده . هم ددولت ډوډۍ خوري هم يې په کاسه کې لاړې توکوي .
دا ، چې د اسماعيل خان په ګډون داښاغلي تل لافې کوي که چېرې دوی وای له طالبانو سره به يې دا او هاغه کړي وای ؛ دا ددې مانا ورکوي ، چې دوی له طالبانو سره دجنګ وختونه له ياده ويستلي دي او خپله امير اسماعيل خان هېر کړي ، چې څرنګه له ګرشکه د ايران تر پولې په يوه شپه کې ورسيده ، په هيڅ ځای کې يې دمه ونه کړه او هرات يې په يوه شپه کې طالبانو ته وسپاره . که دسپټمبر له يولسمې سره امريکايي ځواکونه مرستې ته نه وای رسېدلي معلومه نه ده ، چې طالبانو به دوه مياشتې نور په افغانستان کې کوم وضعيت رامنځ ته کاوه ، اوس هم هماغه طالبان دي بدل شوي خونه دي ؛ ټول پردې پوهيږو ، چې ناټو ، سوله ساتي ځواکونه ، د افغانستان ملي اردو او پوليس يې ټول پر وړاندې ولاړ دي بياهم ٪۳۰ ځمکه د دولت په لاس کې ده ، که په افغانستان کې بهرني ځواکونه نه وای ټول پوهېږو، چې د يوې اونۍ په ترڅ کې به دوی چېرته ورسيږي ؟ وړياخبرې اسانه وي ، خو بياهم ښې دي ؛ دوی ،چې د دولت ټول امتيازات او واک په خپل لاس کې لري او ځان ته دولت نه وايي دوی دې يوځل بيا له طالبانو سره د جګړې تير يادونه راتازه کړي . له طالبانو سره پاکستان ،سعودي عربستان او متحده عربي امارات هر ډول مادي او مانيزې مرستې کوي او ايران ، هند ، روسيه ، تاجکستان ، ازبکستان اوترکيه په بل اړخ کې ولاړ دي ، دوی ته پيسې او وسلې ور کوي .دوی دې وګوري ، چې دهېواد وضعيت به چېرته ورسيږي ؟ که د ملانسيم اخندزاده دورور ملاغفار اخندزاده ځواکونه پوره يوکال په شينډنډ کې نه وای ځای پر ځای شوي او د طالبانو بريدونو ته يې ځواب نه وايه ، هرات په يوه اونۍ کې سقوط کاوه . دهرات ، فراه ، نيمروز ، غور ، بادغيس ځواکونو له خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره دهلمند له سقوط وروسته په دلارام کې يوه شپه مقاومت هم ونه کړ ان تردې ، چې ضابط جليل له خپلو يو شمير ملګرو سره د طالبانو په بند کې کيوت وروسته بيا په فراه کې د طالبانو له زندانه په تېښته بريالی شو .
اوس په هېواد کې اداري فساد ، مخدره مواد ،دجنګسالارانو چور ، په بيارغونه کې نااهلي ،دافغان وژنه ، تښتول ، داړې اچول ، يرغمل نيول خپل اوج ته رسيدلي ، دولتي او دبهرنيوموسسو مامورين دکابل – هرات په زر کيلومتره سړک کې دتګ راتګ وس نه لري .
بې شميره ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي دا ټولې نا اهلۍ د لنډمهاله ادارو پر مهال رامنځ ته شوي او بهرنيانو له دغې پروسې ملاتړ کړی . جهادي قومندانان او رهبران ، چې پرون په واک کې وو اوس يې چيغې هيڅ ګټه نه لري . خلکو په تيرو ديرشو کلو کې ټول سياسي حرکتونه تللي دي ، پر دغو نيوکو هيڅ باور نه کوي . هغه مهال به ملت د دوی پرخبرو باور وکړي ، چې دواک او امتياز غوښتنې له ليکې لېري اوخپلې ټولې ماڼۍ ويجاړې او خپلې شتمنۍ له بانکونو راوباسي او بيت المال ته يې وسپاري .
وروستي