د زړونو په پالنګ کې وه پرته مينه خوشحاله خرمه او شادابه ګلاب په احترام شو زيری وکړو بيا په مينې سپرلی راغلو که يې وينې سپرلی راغی حرم نه يې راوړي ارغوان دي غنچې غنچې ګلان دي هر خوا ته د لاله اود نرګس ګلو ميله ده بلبلو پرې مزه ده سپرلي ويلې چې مينې ما سورګل درته راوړی رويبار دې چې و تللی زما د ګلاب پرته نه ستا قدر نه وجود شته نه مينه نه محبوب شته زما د بڼ بادشاه به ستا د مينې رويباري کړي مين ته به زاري کړي چې مينې دا حال واوريد په ډير تاو شوه او توده شوه خوږه شوه بيا ترخه شوه زما په اور چې يو ځلې زړګی ستي په غم شو بيا ژوند ورته ماتم شو شاه هان زما لپاره اچوي کچکول په غاړه ديو نظر لپاره ګلاب ته چې په سرو وينوورکړی دا جمال دی دا زما د مين خيال دی سپرلي ويل راځه چې ستا مين نه تپوس وکړو په حال به ځان ښه پوه کړو مين په زيړه بڼه ،زړه سوری وزر يې مات وو نه يې ګل خوښ نه يې ګلاب وو زما مينه ده سپيڅلې اړ نه لري سورګل ته نه بورا ته نه بلبل ته سپرلی مې دی حق دين، ښايست يې پاک رسول الله دی رضا پرې حق تعالی دی چې مينه مې مذهب شوه نو مې مينه رحماني ده لا جوابه بادشاهي ده زه وايم رحيمه چې زه په خپل جانان قربان يم مين په پاک سبحان يم
وروستي