دا دى په پاكستان كې د دموكراسۍ د بېرته ټېنګښت او د ټېكاو د راوستو په موخه له ډېرو منډو ترړو نه وروسته، د پاكستان نوى پارلمان په خپله څلورمه غونده كې تېره دوشنبه د خلكو د ګوند له خوا نومول شوي لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني ته د رايې په وركولو سره، د مشرف او دهغه د پوځي جنرالانو د مطلق العناني واك ته ظاهرا د پاى ټكى كېښود، چې له دې سره به په دې هېواد د دموكراسۍ د بيا غوړېدا لپاره، يو څه زمېنې برابرې شي.
نومول شوي لومړي وزير رضا ګيلاني وكولى شو، چې د پاكستان د پارلمان له ټول ۳۳۶ رايو نه په غوڅ اکثريت سره، 264 رايې ترلاسه او په دې توګه د پاكستان د اتلسم ټاكل شوي لومړي وزير په توګه د پاكستان په نوي سياسي چاپيريال كې كارنده ونډه واخلي.
يوسف رضاګيلاني د پنجاب صوبې د ملتان د خلکواستازى دى، ده ته لکه څرنګه چې مخکې اټکل کېده د عوامي نشنل ګوند اود نواز شريف د مسلم ليګ په څنګ کې، متحده مجلس عمل او متحده قومي غورځنګ غړيو، هم رايې ورکړې.
د رضاګيلاني په وړاندې د مسلم ليګ د قايد ډلې له لوري چودري پروېزالهي کانديد وو. چې صرف دوه څلوېښت رايې يې ترلاسه کړې . نوي ټاكل شوي لومړي وزيرد مارچ په پنځه وېشتمه نېټه د ولسمشر پرويز مشرف او د کابينې د غړو او د پاكستان د ځېنو جګپوړو سياسي او پوځي چارواكو په ګډون، د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې د ژمنيتا لوړه وکړه .
كه څه هم له دې سره په پاكستان كې، د نوي ډيموكراتيك بهير د بيا پيلېدو لپاره، ډېرې هيلې شته، خو داسې ښكاري چې د دې هېواد په سياسي چاپېريال كې اوس هم د پوځي واكدارانو راج چلېږي او له دې سره پر واك د پوځيانو د بيا ګوندې كېدو اندېښنې لا په پوره توګه نه دي پاى ته رسيدلې .
د گيلاني په اړه :
يوسف رضا گيلاني د ۱۹۵۳ م كال د جون په مياشت كې د پنجاب ايالت د ملتان ښار په يوې سياسي کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي . په پنځوسمه لسېزه كې يې پلار د پاكستان په پارلمان كې د ملتان د خلكو استازى و، دنوموړي كورنۍ لكه د بوټو د كورنۍ په څېر د پاكستان له لويو پانګوالو څخه نه، بلكې د متوسطو كړيو په ډلو كې شمېرل كېدله. ګيلاني خپلې لومړنې زده كړې په خپل ټاټوبي او لوړه زده كړه يې د خبريالۍ ( ژورنالېزم ) په برخه كې د ملتان په ښار كې سرته ورسولې، ده د اتيايمې لسېزې په دوران كې چې د جنرال ضياالحق پوځي واكدارۍ چليده د سياست ډګر ته ورودانګل. ګيلاني په ۱۹۸۸ كال د مرحوم جنرال ضياالحق له مرګ نه وروسته، د پاكستان د خلګو ګوند غړېتوب ترلاسه، نوموړي د ۱۹۸۸م كال څخه تر ۱۹۹۰ كلونو پورې د مېرمن بوټو په حكومت كې د روغتيا او وروسته د كور جوړولوپه وزارتونوكې دنده ترسره كړې ده .. چې بيا د١٩٩٣ کال څخه تر ١٩٩٧کال پورې د بېنظير بوټو د دويمې دورې د حكومت پر مهال د پاكستان د ملي اسمبلۍ درياست دنده يې پرغاړه درلوده . چې د ٢٠٠١م کال يعنې د مشرف د واكمنۍ په لومړيو كلونو كې له واک څخه د ناوړې گټه اخېستو په تور ونيول شو، چې نژدې شپږ کاله بندي وو. ګيلاني په دې تورن و،چې ګواكي نافذه قوانين يې له پامه غورځولي، اودولتي مسووليتونه او چاري يې۳۵۰ كسانو ته سپارلې او له دولتي وسايلو موټر او تيلفونو څخه د خپلې شخصي ګټو په موخه، ګټه اخلي . نوموړي د خپلې شپږ كلنې بندې خانې پرمهال د خلګوګوند د يو بل نامتو مشر او د ميرمن بوټو مېړه آصف زرداري چې هغه ا مهال له ده سره يو ځاى يې په بند كې شپې او ورځې تېرولې، له نژدې نه پېژندګلوي پيداكړه او د دوى تر منځ پخوانيۍاړيكې لا پسې ټېنګې شوې، ډيرى كارپوهانو په دې انددې،چې له زرداري سره دنوموړي نژدې اړيكې، د خلګو د ګوند له لوري د ده نومول او وروسته په ملي اسمبله كې د لومړي وزېر په توګه داكثريت رايو په ترلاسه كولو كې، بې اغېزه نه وو. ګيلاني د هغې بښنې له مخې له بند نه خوشې شو، چې د تېر كال په وروستيو كې بېنظير بوټو ته اعلان شوه.
گيلاني څو وارې له ملتان څخه د ملي اسمبلۍ غړى ټاکل شوى دى.
نوموړي د فبروري د مياشتې په ټاکنو کې د پاکستان مسلم ليگ (ق) گوند کانديد سکندر بوسن ته ماتې ورکړه.
گيلاني د هيواد د هغو سياسي مشرانو څخه يو دى چې د بند په وخت يې کتاب ليکلى دى.
ګيلاني په پاكستان كې، د ملتان له ښارنه لومړي، او له سراييكي ژبو څخه دويم لومړي وزير دي
د ګيلاني ټاكنه، كورني او نړيوال غبرګونونه:
د پاكستان د لومړي وزير په توګه د ګيلاني ټاكل، هم د پاكستان په داخل او هم بهر كې له بېلا بيلو غبرګونونو سره مل و.
ولسمشر مشرف د دې خبر په اورېدو سره، اعلام وكړ ، چې ، له ګيلاني سره مرستې او همكارۍ ته حاضر دى ، هغه زياته كړه، دى هيله من دى، چې په پاكستان كې د ګيلاني په مشرۍ د نوي دموكراتيك نظام په پيلېدو سره، هېواد د سياسي ټېكاو، اقتصادي پرمختګ او له ترورېزم سره د مبارزې پر لور، ګړندي ګامونه واخلي.
د خلګو د ګوند رييس زرداري چې ګيلاني يې نژدې ملګرى او د ده د هڅو په پايله كې هغه د ګوند د خلكو د څو نوماندانو له منځ نه، پارلمان ته د لومړي وزير په توګه ونومول شو،مشرف د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، څرګنده كړه، چې د ګيلاني له لومړې وزير كېدو نه خوښ او له دې اړخه هېڅ وېره نه لري، ځكه هغه په خپله، خپله لاره پېژني.
په صوبه سرحد کې د پاکستان پيپلز گوند يو مرکزي مشر عبدالکبرخان ، وويل چې د پاكستان د ملي اسمبلي داستازو د يوسف رضا گيلاني په نوم د لومړي وزير لپاره سلا کيدل، په هيواد کې د جمهوري بهير يو ښه پيل دى.
همدا راز په سرحد کې د عوامي نشينل گوند يو مشر افضل خان لالا د يوسف رضاگيلاني د هيواد د لومړي وزير
جوړېدو د پريکړې هرکلى وكړ او دايې د پاكستان د راتلونكي لپاره يو ښه او اغېزمن ګام وباله.
نوموړي وويل يوسف رضا گيلاني يو ښه او پاک سياستوال دى، او هيله مند دى چې نوى لومړى وزير به په ښه ډول دهيواد چارې پر مخ بوځي.
د پاکستان مسلم ليگ گوند د سرحد ايالت صوبايي مشر پير صابر شاه هم د يوسف رضا گيلاني د لومړي وزير په توگه د ټاکلو په پريکړه خوښې څرګنده كړه او وويل: هغه هيله مند دى، چې گيلاني او نور ټول سياسي مشران به په نوي حکومت کې ا نصاف وکړي او په ښه ډول به جمهوري چارې په مخه بوځي.
همدارنګه د پاكستان ځېنو مهمو ورځپاڼو د ګيلاني له لومړي وزير كېدو نه ننګه وكړه، د پاكستان انګليسي ژبې ډان ورځپاڼې، په خپله سرمقاله كې ولېكل ، هيله من يو ، چې دا به د پاكستان لپاره يو پياوړى لومړي وزير وي، تر څو وكولاى شي، هېواد له راروانو تاوتريخوا او او ناامنيو نه وژغوري.
د پاكستان نيوز ورځپاڼې هم د ګيلاني له لومړې وزير كېدو نه په هركلى سره، وليكل ، د ګيلاني ټاكنه د پاكستان د پارلمان د زيركتيا او سياسي بلوغ نښه ده.
په دې توګه ، د پاكستان زياترو سياسي ګوندونو او ډلو د ګيلاني په لومړي وزير كېدو خوښي وښودله . .
په نړېوال كچه :
د پاكستان د لومړي وزير په توګه د ګيلاني ټاكل، په نړيواله كچه هم له بېلابېلې غبرګونو سره مخ شول، اروپايي ټولنې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د پاكستان د لومړي وزيرپه توګه د ګيلاني ټاكل كيدل ، او د بندي قاضيانو د خوشي كولو په موخه د ده حكم وستايه او دا يې په پاكستان كې د دموكراسۍ ، ټېكاو او امنيت د ټېنګښت په لاره كې يو ستر ګام وباله .
د افغانستان ولسمشر كرزي، هم د يوې بيانېې په خپرولو سره، ګيلاني ته د ده د لومړي وزير په توګه ټاكل،كيدو تبريكې وويله، او هيله يې څرګنده كړه، چې په پاكستان كې به دنوموړي تر مشرۍ لاندې له تروريزم سره جګړه به لانوره هم ګړندۍ شي .
دانا پرنيو د سپېنې ماڼۍ وياندې، خبريالانو ته وويل، چې ولسمشر بوش له ګيلاني سره د يوې ټېلفوني اړيكې په ترڅ كې، ګيلاني د پاكستان دلومړي وزير په توګه د ټاكل كېدو تبريكي وويله، او له ګيلاني سره يې له تروريزم سره د مبارزې پر اهميت او ارزښت هم خبرې وكړي او له نوموړي سره يې د خپلې زياتې مرستې او ملاتړ اعلام وكړ. د پرينو په خبره بوش له ګيلانې په دې تيلفوني خبرو اترو كې، پر دې خبره هم ټېنګار وكړ، چې پاكستان له ترورېزم سره په جګړه كې يو له مهمو هېوادونو او ملګرو څخه دي.
همدار راز د بيلابيلو هېوادونو لكه جرمني، بريټانيا، هند او تركيې مشرانوهم د ټيلفوني له لارې ګيلاني ته تبريكي وويله .
مشرف او ګيلاني سره ښكر په ښكر:
يوسف رضاگيلاني، په داسې وخت کې د هيواد لومړى وزير کيږي، چې هيواد په اصطلاح د ترهګرۍ، د بريښنا له کمښت، او د گرانۍ له ننگونو سره مخامخ دى، خونوٰي حکومت ته بيا تر ټولو ستر چيلنج د قاضيانو بېرته په ځاى کول بلل شوي و، چې ويل كېږي، همدا اوس اوس ده دغه هيله ترسره شوې ده.
د پاکستان نوي لومړي وزير ګيلاني، په خپلې لومړۍ وينا کې وويل، ټول نيول شوي قاضيان دې خوشي شي، ده همداراز حکم وکړ، چې د پيپيلز د ګوند مشرې بې نظيربوټو د وژلو پلټنې او تحقيقات دې، د ملګرو ملتو له لوري ترسره شي.
دا دواړه امره هغه څه دي، چې ولسمشر پرويزمشرف ورسره سلا نه و، قاضيان د ده تر حکم لاندې په اضطراري حکومت کې نيول شوي وو او د تېر كال د مرغومې په شپږمه، چې کله بې نظيربوټو ووژل شوه، ده وويل، چې پاکستاني څارنوالان دا وړتيا لري، چې په خپله د پېښې پلټنه وکړي، بهرنيو ته حاجت نه شته.
سره له دې، چې د نوي لومړي وزير، لومړۍ خبرې د ولسمشر پرويزمشرف له دريځ سره په ټکر کې دي، خو مشرف په څرګند ډول دهغه په وړاندې درېځ نه دى نېولى، آن د ګيلاني تر ټاكل كېدو مخکې، ده ويلي وو، چې دى به له نوي لومړي وزير او د هغه له حکومت سره بشپړه همکاري کوي، د شننوونكو په اند، د ولسمشر مشرف دغه څرګندونې تر ډېره بريده، د زړه له تله او رښتينې نه برېښي، بلكې دا هغه خبرې دي، چې د اوسني لنډ مهالو مجبوريتونو او بېوسيو له كبله، د ده له خولې وزي، لكه څرنګه، چې د پاكستان تير تاريخ ښودلې، په پاكستان كې رښتينى واك، هېڅكله هم د خلكو له خوا ټاكل شويو نظامونو ته، نه دى لېږدول شوى، بلكې تل د جنرالانو په لاسونو كې پاتې شوى او دخلكو له خوا، دټاكل شويو استازو سره حكومت په سمبوليكه بڼه عمل كړى، كله چې پوځيانو له دې نه وېره پيدا كړې، چې واك يې له لاسونو وزي، سملاسي يې كودتاګانې په لاره اچولې او ټول واك يې بېرته په خپله ولكه كې راوستى. پر دې بنسټ ګيلاني او د ده حكومت هم له ورته احتمالي ګواښونو سره مخامخ او برخليك يې د نورو په شان اټكل كېږي.
د پاكستان د سياسي چارو ډيرى شنونكي په دې مساله د نظر اتفاق لري، چې د نوموړي هېواد د اجراييې قوې په سربه، د ګيلاني راتګ، په دې هېواد كې له څو اړخېزو نورو ستونزو سره مخامخ وي، چې كېداى شي دغه ستونزې په قطعي ډول د پاكستان سياسي، امنيتي او اقتصادي ټېكاو تر خپلې اغېزې لاندې راولي .
له مشرف سره د پاكستان د ملي اسمبلې او د ګيلاني دولت د اړيكو څرنګوالى، له دولت او ملي اسمبلې په وړاندې د مشرف واكونه، په ملي اسمبله كې له شته ايتلافي ګوندونو سره د دولت تعامل، د دولتي څوكيو وېش، د مسلم ليګ ګوند د نواز څانګې غوښتنې، د ګوښه شويو قاضيانو مساله، د هېواد د بهرني سياست څرنګوالى په ځانګړې توګه له تروريزم سره په جګړه كې د پاكستان د ګډون او نه ګډون خبره، همدارنګه د پاكستان اوسني سياسي، امنيتي او اقتصادي ترينګلى حالت، ټول هغه څه دي، چې په بالقوه توګه د پاكستان د نوي دولت لپاره د راتلوونكو جدي ستونزو او ګواښونو په توګه ګڼل كېږي.
په ټولېز ډول د ګيلاني دولت له دريو اساسي موضوعاتو سره به مخامخ وي، چې هر يوه يې كېداى شي د پاكستان لپاره د يوې جدي ستونزې په توګه رادبره شي.
الف - د سترې محكمې د ګوښه شويو قاضيانو مساله:
داسې ښكاري، چې له دندو ګوښه شويو قاضيانو د خلاصون او بېرته راوستو په اړه، د پاكستان د نوي دولت درېځ نه بدلېدونكى او تر ټولو څرګند دى، د نيول شويو قاضيانو د بېرته خوشي كېدو په هكله، د ملي اسمبلې په څلورمه غونډه كې د ګيلاني زغرد حكم، دا وښودله، چې دى په خپله كړې پرېكړه كې جدي دى او هوډ يې كړى، چې دغه موضوع به تر پايه پورې څېړي او په هېڅ صورت دې ته حاضر نه دى، چې ترې په شا شي.
كه څه هم دغه موضوع د پاكستان په ټاكنو كې دوو برياليو ګوندونو ( خلك او مسلم ليګ نواز ) ته، تر ستراتيژيك هدف، ډېر تكتيكي اړخ لري، يانې د د غو دوو ګوندونو په وسيله د سترې محكمې د ګوښه شوي مشر، چوهدري افتخار محمد او نورو قاضيانو د بېرته راوستو پر مساله ټېنګار، ډېر پر مشرف د فشار په توګه كار اخېستل كېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې مشرف تر اوسه پورې، په دې اړه كوم غبرګون او يا ټېنګاو نه دى ښودلى او تل يې دا څرګنده كړې ده، چې له نوي دولت سره به همكاري او مرسته كوي. په ټوليزه توګه، ويلاى شو، چې د قاضيانو په هكله، د نوي دولت تكتيكي هدف، استراتېژيكه بڼه نه لري، بلكې تر ډېره برېده د مشرف د كمزوري كولو په موخه ترسره كېږي.
ب - د قدت توازن:
بله موضوع ، چې ګيلاني به ورسره مخامخ وي، د پاكستان د قدرت په جوړښت كې د توازن د رامنځ ته كولو خبره ده.
پرويز مشرف له ۱۹۹۹كال نه وروسته كله، چې واك ته ورسېد، د پاكستان د ۱۹۷۳ كال په اساسي قانون كې يو لړ بدلونونه رامنځ كړل، چې له مخې يې د ولسمشر په واكونو او صلاحيتونو كې د پام وړ زياتوالى راغى.
د دغو واكونو له جملې څخه يو هم د ملي شورا د انحلالو او د لومړي وزير د ګوښه كولو صلاحيت دى، چې په نوموړي اساسي قانون كې ولسمشر ته وركړل شوى، د پاكستان په اساسي قانون كې د دغو بدلونونو له مخې، د ګيلاني قدرت همدا اوس له ګواښونو سره مخامخ دى، چې د ده پروړاندې، ولسمشر د قدرت د پلي كولو په موخه، د ډېرو واكونو درلودونكى دى.
پر دې اساس، ګيلاني اړ دى، چې په اساسي قانون كې يو شمېر اصلاحات راولي، چې د هغه له مخې وكولاى شي، خپل واك يو څه پياوړى كړي.
نو له دې كبله، د اساسي قانون د اته پنځوسمې مادې په دويم جزكې د سمونونو رامنځ كول، چې ولسمشر ته د پارلمان د انحلالولو صلاحيت وركوي، د پاكستان د ملي اسمبلې او ګيلاني له لومړېتوبونو څخه ګڼل كېږي.
په دې توګه، په اساسي قانون كې د دغو اصلاحاتو په راوستو سره، به د مشرف واك سخت ګوذار وخوري او كم به شي، چې د شننوونكو په باور، د بندي شويو قاضيانو له خوشي كيدو نه وروسته به ، دا د مشرف لپاره دوهم تر ټولو كاري ضربه وي، چې د نوي دولت له خوا ورباندې واردېږي، چې كېداى شي كه پوځ د مشرف تر شا و نه درېږي، د هغه د استعفا لامل هم وګرځي، خو د مشرف پوځي واك اوباور د اوس لپاره د دې شونتياوو مخه ډب كړې.
ج - د تروريزم پر ضد جګړه :
د پاكستان ايتلافي دولت دې ته لېواله ده، چې له ترورېزم سره په جګړه كې، د پاكستان په تېرو سياستونو كې له سره كتنه او په دې برخه كې يو لړ بدلونونه رامنځ كړي. له مخالفو جنګياليو څخه د ګيلاني بلنه او له هغوى سره د خبرو اترو مسله هغه څه دي، چې په دې اړه د پاكستان د نوي حكومت سياستونه په ښه توګه پكې انځورېزي. له دې نه اخوا، نوازشريف هم چې په نوي حكومت مهمه ټلواله بلل كېږي، تېره سه شنبې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال وزير باوچر سره د كتنې پر مهال څرګنده كړه، چې پاكستان به د تروريزم په وړاندې جګړه كې كوټلي ګامونه واخلي، خو په دې جګړه كې به له دې وروسته د خپلو ګټو او پېژندنو له مخې ورګډېږي.
هغه زياته كړه، موږ غواړو د نړۍ په هر ګوټ بيا په ځانګړې توګه په پاكستان كې د سولې او امن شاهدان اووسو، خو موږ دا هم نه غواړو، چې د نورو د سولې لپاره، پاكستان د مرګ او وژنې په كنده بدلې كړو. شريف له ترورېزم سره په جګړه كې د پاكستان تيرې تګلارې د پاكستان درېځ نه ، بلكې يوازې د مشرف پاليسي وبلله.
دا هغه خبرې دي، چې د پاكستان ټول سياسي ګوندونه تري پلوي كوي او په دې اړه هېڅ د نظر اختلاف نشته.
له دې نه اخوا، د خلګو او مسلم ګوندونو لا له پخوا، په څرګند ډول په قبايلي سيمو كې له محلي طالبانو سره د خبرو اترو له بهير نه خپل ملاتړ اعلان كړى او په دې اړه يې، په غير مستقيم ډول د ولسمشر مشرف پوځي سياست غندلى .
د - اقتصادي ستونزې
د پاكستان مخ پر زياتېدونكى اقتصادي بحران، هغه څه دي، چې كېداى شي په نېمه لاره كې د نوي لومړي او د هغه د دولت لپاره د آزار لامل وګرځي، او هغه له جدي ستونزو او مشكلاتو سره مخامخ كړي.
اوسمهال پاكستان له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دى، چې له دې ټولو نه خلاصون، كولاى شي د پاكستان د ايتلافي دولت د پام وړ موخې او موضوعات تر خپلې اغېزې لاندې راولي.
پر دې بنست، دغه موضوع هم كېداى شي، په راتلونكې كې د پاكستان د نوي دولت لپاره د يو جدي ګواښ په توګه مطرح وي.
په پاى كې بايد ووايو، چې د پخوا په پرتله پاكستان اوس د واك په لوړو پوړيو كې له زياتو ناهمغږيو سره مخامخ دى او په عملي توګه، په دوو موافقو او مخالفو قطبي جوړښتونو باندې بدل شوى دى.
د ګيلاني او مشرف مخامخېدل، د دوو بېلابېلو فكرونو ښكر په ښكر كېدل دي، چې د يو ځاى كېدو په صورت كې به، د پاكستان سياسي فضا نوره هم راډيكاله كړي.
په هر حال، كه د پاكستان تېر تاريخ ته وګورو، د دې هېواد هېڅ منتخب لومړي وزير، خپله دوره تر پايه نه ده رسولې، بلكې د خپلې دورې په نيمايي كې د پوځي جنرالانو له خوا، له دندې ګوښه شوي او يا هم د اى. اس، آى د استخباراتي شبكو د د سيسو او توطيو ښكار شوي، زياتره كارپوهان، د ګيلاني برخليك، پخوانيو منتخبو لومړيو وزيرانو ته ورته بولي، ځكه په پاكستان كې رښتېنى واك تل د پوځي جنرالانو او د اى. اس. آى. په لاس پاتې شوى، او اوس هم د دوى په ګروت كې دى، نو له دې امله د دې وېره شته، چې ښاغلى ګيلاني به د لارې په نيمايي كې، د جنرالانو له كودتا سره مخامخ او واك په زور ترې واخيستل شي.
د پاكستان د تېرو لومړيو وزيرانو لنډ فهرست:
د پاكستان د لومړي وزير په توګه د سيديوسف ګيلاني په ټاكل كېدو سره د دې هېواد له اساسي قانون سره سم، نوموړي له ټاكل كېدو يو ورځ وروسته وړمه ورځ ( سه شنبې په ورځ ) د ايوان صدر په ماڼۍ كې د پاكستان د ولسمشر او د دغه هېواد د ځېنو نورو لوړو پوړو سياسي او پوځي چارواكو په وړاندې د ژمنتيا لوړه وكړه.
د پاكستان د رامنځ كېدو له لومړيو كلونو ( ۱۹۴۷) نه را په دې خوا بيا تر اوسه پورې، په دغه مقام كې، پنځه تنه پوځي جنرالان د اجراييې قوې د مشر په توګه، شپږ غير پوځي كسان د انتصابي لومړي وزير ( موقت) په بڼه، همدا راز ۱۷ نورو كسانو د انتخابي لومړي وزيرانو په توګه، دنده ترسره كړې، چې ګيلاني به په ټولېز ډول د پاكستان د ۲۸ او په انتخابي توګه د اتلسم لومړي وزير په توګه، دغه دنده پر مخ بوځي.
له ۱۹۴۷ كال نه را په دې خوا د پاكستان د لومړي وزيرانو د نومونو لست په لاندې ډول دي:
.۱لياقت علي خان: خان چې د پاكستان د لومړي انتخابي، لومړي وزير په توګه د ۱۹۴۷ كال د جولاى له ۱۹ مې نېټې نه د ۱۹۵۱ كال د اكتوبر تر ۱۶ مې پورې، دغه دنده پر مخ بېوله ، د پاكستان د مسلم ليګ د ګوند يو نامتو څېره او غړى و.
.۲خواجه ناظمالدين: دغه سړى هم انتخابي لومړي وزير او د پاكستان د مسلم ليګ ګوند غړى و، چې۱۹۵۱ كال د اكتوبر له ۱۷مې د ۱۹۵۳ كال د اپريل تر ۱۷مې نېټې پورې په دغه مقام كې پاتې شو.
۳محمد علي بوگرا: بوګرا د پاكستان د درېيم انتخابي لومړي وزير په توګه، د ۱۹۵۳ كال د اپريل له ۱۷ مې نېټې نه د ۱۹۵۵ كال د اګست تر ۱۱ مه پورې په دغه څوكۍ كې پاتې شو، نوموړى هم د مسلم ليګ د ګوند غړى و.
.۴چوهدري محمد علي : چوهدري هم د مسلم ليګ د ګوند غړى او د پاكستان د يو انتخابي لومړي وزير په توګه د ۱۹۵۵ كال د اګست له ۱۱ مې نه د ۱۹۵۶ كال د سپتمر تر ۱۲ مې پورې دغه دنده يې پر مخ بېوله.
.۵حسين شهيد سهروردي: سهروري د عوامي ليګ د ګوند غړى او په انتخابي ډول د ۱۹۵۶ كال د سپتمر له ۱۲ مې نه د ۱۹۵۷ كال د اكتوبر تر ۱۷ مې نېټې پورې، د پاكستان د لومړي وزير په توګه پاتې شوى.
.۶اسماعيل ابراهيم چاندريگار: دغه سړى د مسلم ليګ ګوند غړي او د ۱۹۵۷ كال د اكتوبر له ۱۷ مې نه د ۱۹۵۷ كال د دسمبر تر ۱۶ مې نېټې پورې د پاكستان د انتخابي لومړي وزير په توګه پاتې شوى.
. ۷ملك فيروز خان نون: نون د جمهوري غوښتونكو ګوند يوازينۍ غړى دى، چې د پاكستان د انتخابي لومړي وزير په توګه دنده ترسره كړى، نوموړى د ۱۹۵۷ كال د د سمبر له ۱۶ مې نه د ۱۹۵۸ كال د اكتوبر تر ۷ مې نېټې پورې، په دغه مقام كې پاتې شوى.
.۸محمد ايوب خان: جنرال ايوب چې يو غير انتخابي او پوځي سړى و، په دغه څوكۍ كې د ۱۹۵۸ كال د اكتوبر له ۱۷ مې نه د ۱۹۶۹ كال د مارچ تر ۲۷ مې نېټې پورې د اجراييې قوې د مشر په توګه دنده ترسره كړى.
.۹آقا محمد يحيي خان: يحيي خان هم يو غير انتخابي او پوځي سړى و، چې په دغه مقام كې د ۱۹۶۹ كال د مارچ له ۲۷ مې د ۱۹۷۱ كال د دسمبر تر ۷ مې نېټې پورې د اجراييې قوې د مشر په توګه پاتى شوى.
.۱نور الامين: د ۱۹۷۱ كال د دسمبر له ۷ مې نه د همدې كال د دسمبر تر ۲۰ مې نېټې، د لنډ وخت لپاره په همدې مقام كې كار كړى، نوموړى يو انتصابي لومړى وزير و او د هېڅ ګوند پورې يې اړه نه لاره.
.۱۱ذوالفقار علي بوتو: ذوالفقار بوتو چې د مېرمن بوټو پلار و، د ۱۹۷۱ كال د دسمبر له ۲۴ مې نه د ۱۹۷۷ كال د جولاى تر ۵ مې نېټې پورې، د پاكستان د خلګو د ګوند د لومړي منتخب، لومړي وزير په توګه دنده ترسره كاوه.
.۱۲محمد ضياءالحق: مرحوم ضياالحق هم د جنرال ايوب په څېر د كودتا په وسيله دغه دنده ته ورسېدله او د ۱۹۷۷ د جولاى له ۵ مې نه د ۱۹۸۵ كال تر مارچ مياشتې پورې يې، په غير انتخابي ډول د پاكستان د ولسمشر په مقام د اجراييې قوې مشرۍ يې هم كاوه.
.۱۳محمد خان جونجو : جونجو چې د پاكستان د مسلم ليګ ګوند غړى و د ۱۹۸۵ د مارچ له ۲۴مې نه د ۱۹۸۸ كال د مى تر ۲۹مې نېټې پورې، په انتخابي ډول د پاكستان د لومړي وزير په مقام كي پاتې شوى.
.۱۴محمد ضياءالحق : محمد ضياالحق چې د پاكستان پوځي ولسمشر و د ۱۹۸۸ كال د جون په ۹ مه نېټه د دويم وار لپاره په پوځي كودتا لاس پورې او دا ځلې جونجو يې چې منتخب لومړي وزير و، له دندې ګوښه او ده په خپله د ۱۹۸۸د اګست تر ۱۸ مې نېټې پورې د پوځي ولسمشر په توګه، د اجراييې قوې چاري هم پرمخ بېوله.
.۱۵بينظيربوتو: ميرمن بوټو د ذوالفقار علي بوټو لور و د جنرال ضياالحق له مرګ نه وروسته، د ۱۹۸۸ كال د دسمبر په دويمه نېټه د آزادو انتخاباتو له لارې د پاكستان د لومړې ښځېنه لومړې وزېره په توګه لوړه وكړه او د ۱۹۹۰ كال د اګست تر ۶ا مې نېټې پورې، په دغه مقام كې پاتې شوه. نوموړې د خلګو د ګوند غړى او مشره وه.
.۱۶غلام مصطفي جاتوي: د ميرمن بوټو له ګوښه كېدو نه وروسته په انتصابي توګه د ۱۹۹۰ كال د اګست له ۶ مې نه د ۱۹۹۰ د دسمبر تر ۶ مې پورې دغه دنده يې ترسره كاوه، نوموړى د خلګو دملي ګوند پورې اړه لاره.
. ۱۷محمد نواز شريف : شريف چې د مسلم ليګ د ګوند مشر دى، په انتخابي ډول د ۱۹۹۰ د نومبر له ۶ د ۱۹۹۳ كال د اپريل تر ۱۸ پورې د پاكستان د لومړي وزير په توګه دنده ترسره كړى.
.۱۸بلخ شيرمزاري: د نوازشريف له ګوښه كېدو نه وروسته شيرمزاري د ۱۹۹۳ كال د اپريل له ۱۸ مه دهمدې كال د مى مياشتې تر ۲۶مه دغه چارى په غاړه وه، نوموړى په انتصابي ډول ټاكل شوى و او په هېڅ سياسي ګوند پورې اړه نه لاره.
(.۱۹نواز شريف: شريف د دويم ځلې لپاره په انتخابي ډول د ۱۹۹۳كال د مى له ۲۶مه د ۱۹۹۳د جولاى تر ۱۶ مې د پاكستان د لومړي وزير په توګه پاتې شوى.
.۲۰معين قريشي : چې د ۱۹۹۳ كال د جولاى له ۱۸مه د ۱۹۹۳د اكتوبر تر ۱۹ په انتصابي ډول ګومارل شوي و ، نوموړى په هېڅ سياسي ګوند پورې اړه نه لاره .
.۲۱بينظيربوتو : ميرمن بوټو د دويم ځلي لپاره په انتخابي ډول د ۱۹۹۳ كال د اكتوبر له ۱۸ مې نه د ۱۹۹۶ كال د نومبر تر۵ نېټې پورې په دغه مقام كې كار وكړ.
.۲۲ملك معراج خالد: خالد چې په انتصابي ډول لومړي وزير و، د كوم سياسي ګوند پورې يې اړه نه لاره او ۱۹۹۶ كال د نومبر له ۵ مې ، د ۱۹۹۷ كال د فبروري تر ۱۷ په دغه مقام كې پاتې شو.
.۲۳محمد نواز شريف: نوازشريف د ۱۹۹۷ كال د فبروري په ۱۷ نېټه د ازادو انتخاباتو له لارې د درېيم ځل لپاره د پاكستان د لومړي وزير په توګه وټاكل شو ، چې د ۱۹۹۹ كال د اكتوبر تر ۱۲ مې نېټې پر همدغې مقام پاتې شو.
.۲۴پرويز مشرف: د پاكستان اوسني ولسمشر د ۱۹۹۹ كال د د اكتوبر په ۱۲ نېټه د يوې كودتا له لارې شريف له دندې ګوښه او د پوځي جنرال په توګه د دولت ټولې چارې په خپل واك واخېست، او د ۲۰۰۲ كال د نومبر تر ۲۳ مه نېټه پورې د اجراييې قوې مشرۍ يې هم كاوه.
.۲۵مير ظفرالله خان جمالي: جمالي چې د قايد اعظم د مسلم ليګ ګوند غړى و، د ۲۰۰۲ كال د نومبر په ۲۳ مه نېټه د مشرف له خوا د پاكستان د لومړي وزير په توګه منصوب او د ۲۰۰۴ كال د جون مياشتې تر ۲۶ نېټه پورې د لومړي وزير په توګه پاتې شو.
.۲۶چوهدري شجاعت حسين : دا سړي هم د مسلم ليګ د قايد اعظم د ګوند غړى و او د ۲۰۰۴ كال د جون د ۳۰ مه نېټه د مشرف له خوا پر دې دندې وګومارل شو، چې د همدې كال د اګست تر ۲۷ مه نېټې پورې پر همدغه مقام پاتې شو.
.۲۷شوكت عزيز: عزيز هم د مشرف د خپل ګوند ( مسلم ليګ قايد اعظم ) كس و ، چې د ۲۰۰۴ كال د اګست په ۲۸ مه نېټه په انتخابي ډول د پارلمان له خوا د لومړي په توګه غوره د ۲۰۰۷ كال د نومبر تر ۱۵ پر همدغه پاتې شو.
.۲۸محمد ميان سومرو : سومرو چې په كوم سياسي ګوند پورې يې اړه نه لاره د ۲۰۰۷ كال د نومبر په ۱۶ په انتصابي ډول پر دغه دنده وګومارل شو او د ۲۰۰۸ كال د مارچ تر ۲۴ نېټې پورې وپايد .
۲۹ . او دادى سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان د وروستي انتخابي لومړي وزير په توګه وړمه ورځ د مارچ په ۲۴ نېټه د پاكستان د ملي اسمبلي په اكثريتو رايو سره وټاكل شو.
پاي
وروستي