زموږ ځوانان لوستي او نه لوستي نن ورځ پدې پوه شول چې ګران وطن کې راغلي بربادي ،دبې اتفاقي اوځان ته قدرت اخيستلو په خاطر راغله ، پدې ښه پوه شول چې ګران وطن افغانستان څنګه د سرو وينو او د تودوجګړو کور شو٠
پدې جګړه کې بل شوي اور بڅرکي اوس هم بليږي ، که دا حال مو وي دا د جګړو بڅرکي به تل بل وي ٠
له دې به تير شم چې افغانستان کښې اور چا بل کړه اوربلوونکی د چا په لاس کې وه او اور چا ورواچوه ، ځکه نن ورځ موږ ځوانانو د جنګ او جګړې کرکه راغلې ، دا جګړه چې د بې اتفاقي او ځان ته دقدرت راوړلو له لاسه راغلې وه ، موږ پکې ډير زيانونه وليدل ٠
په دې انساني اور تورو لوګوکښې مو سپين زړونه تور شول ٠
داچې اوس ځوانان او ډير روڼ انده خلک پدې وپوهيدل ،چې هغه جګړه د بې اتفاقي او خپل ورور په يو او بل نوم بللو څخه رامنځ ته شوې وه نو اوس ځوانان او روڼ انده پدې هلو ځلو کښې دي چې د بې اتفاقۍ اور مړ کړي ، او پر خپلو وروڼو د پرديوله خوا ايښودل شوي نومونه لرې کړي ، دوی پدې هڅو کې دي چې ګران وطن پر يووالي او د افغانانو په نوم جوړ ،او بل شوي اورونه مړه کړي ٠
خو د بدمرغه ځينې خلک اوس هم شته ، چې د قدرت په نېشه کې ډوب دي ، پر افغانانو يې سوله ،او يووالی نه لوريږي٠چې ښه مثال يي داوکراين په اديسه ښار کې د افغانانو رياست ته د رييس په ټاکلو کې ليدل کيږي
خودافسوس ،او ارمان خبره دلته ده چې مسافر ځوانان يي ويني ،چې دافغانانو د يوموټي کولو په ميدان کې ځينې لوستي خلک لاسوهنه کوي٠
دلته دګتو په شمير څو کسان ځان ته د قدرت اخيستلو په خاطر غواړي د پښتانو جرګو خبرې ماتې کړې ، دپښتانو هغه جرګو ته په ټيټ نظر ګوري ،کومو جرګو چې په خپلو فيصلو يي د ابدالي په شان مشران د افغانستان ټولواک کړی ٠هغه ټولواک چې افغانستان يي جوړکړی٠
اوس په اديسه کې ځينې خلک غواړي چې دهغو جرګو خبرې ماتې کړي کومې جرګې چې د پښتانو دستار جوړې شوي ٠
د اوکراين جمهوريت اديسې ښار کې ميشتو افغانانو څخه د ادېسې ښارمسافر ځوانان هيله کوي ! چې له بې اتفاقي لاس واخلي د پښتانو مشرانو جرګوته په درنده سترګه وګوري !! ځان ته له قدرت اخيستلو تيرشي ، هغه څوګ دځان مشر وګڼي کوم چې ډير خلک يي د ځان مشر ګڼي ٠
خداي د وکړي چې افغانان د نړۍ په هر ګوټ کې په يووالي او اتحادکې ژوندوکړي څوګ چې د قدرت لاسته راوړلو په خاطر بې اتفاقي رامنځ ته کوي دوی ته د خدای د نيکۍ هدايت وکړي ٠
ومن الله توفيق
وروستي