زه ستړي ستړي راغلم ستا خوشـــــــــــــــــحالۍ لپاره
ډيره د لــــــــري راغلم ستا خوشـــــــــــــــــحالۍ لپاره
د ډيرو ډيرو هيــــــــــــــلو ارمـــــــــــــــــــــانونو سره
په نا ليدلي راغلم ستا خوشــــــــــــــــــــــــــحالۍ لپاره
ما وې چې زما په شان ته هم له ژونده ســـ ـتړۍ نشي
ستاسو تر کلي راغلم ستا خوشــــــــــــــــــــحالۍ لپاره
ما خپل کهول پريښودو خپلوان دوسـتان مې پريـښودل
ټولو شړلي راغلم ستا خوشــــــــــــــــــــــــــحالۍ لپاره
د ليوانيانو په شان د ملنـــــــــــ ــــــــــــــــګانو په شان
هرچا رټلي را غلم ستا خوشـــــــــــــــــــــــــحالۍ لپاره
نو ته هم ښـــــــــــــــــکليه ياره کړه راته اوښکې پاکې
چې ژړيدلي راغـــــــــــــــــــــــــــــلم ستا خوحالۍ لپاره
ما (مــــــــــــــــــــــــــــــــلالۍ) جانانه د محبت په خاطر
هرچا منلي راغلم ستا خوشـــــــــــــــــــــــــــحالۍ لپاره
ډاکتره ملا لۍ (سادات)
خوست
وروستي