اميل

دپکتيا د غرونو تر تاثر ﻻندې ليکل شوی   هلته ځوانۍ ته رسيدلی جلال بس دفطرت د ليونتوب سيمه ده په اډي  ډکې  وې دغره  لمنې څه دوږمو دپيغلتوب سيمه وه   د غره  له  سره   چې ما لاندې کتل يو شين  پټی  و  هلته  کوږ  پروت  و لکه چې ته يخنۍ کی خوب وړې يې په شنه  جوړه کې داسې خوږ پروت و   چې مې نِظر شو ورته وږی شاهين پرې دکوترو داسې خيل خپور شو منظم   لړ د  مرغلرو   غوندې ستا په سينه باندې اميل خپور شو   درقابت لمبې ستي کړ اسمان ددنګو غرونو  په سر وريزې راغلې لکه  نايڼې  دې  سينګار  لپاره په  منډه، منډه ګوهر ريزې راغلې   همه تن سترګه د بادام غوندې شوم واوره   ګلونه   نرګسي   وريدل چې په نازک بدن دې بوج رانه شي لکه  وريښم  په  تا  غمي  وريدل   لمنځې په غرونو ګډيدلې درته راتلې له غيبو د ستار    سندرې فطرت شهباز د هوا ونيو په ﻻس خورې ورې شوې دابشار سندرې   د تورو  لړو  شپې  چې  کډه   وکړه د هسک په باغ کې شين بهار ښکاره شو خورې ورې راغلې زرينې مرغۍ يو نوراني د نور چنار ښکاره شو   هغه رڼې هغه وړانګينې مرغۍ د  ځنګلونو په شين   غر پريوتې چيرته  يې  ځاله  د  څيړۍ پاڼه وه چيرته په څانګو د نښتر پريوتې   د  بوډۍ  ټال  د  غرونو     جينکو په ګﻻلي ښکلي ګودر زنګيده ته   وې  زما  د تخيل  غيږه     کې په وړانګين مزي مازيګر زنګيده   لمر په دې فکر کې له غره پريوته درنو تيارو د بوډۍ ټال وشکاوه روڼ  تصوير  دې غيږ  کې  ونيولم شپې تسلسل زما دخيال وشکاوه