بورا د نو بهار په نڅا ګډ ډير هو سيږي راغلی پسرلی دی دبڼ ټول ګلان غوړيږي بلبل مې په بوستان کې په چغار ليدلی نن دی ما بيا بيا د سمسور ګل ګلزار ليدلی نن دی ژوندون مو نوی شوی پسرلی راغی ځوانانو دکارو زحمت وخت دی بيړه وکړی افغانانو راپاڅی خويندو وروڼو ما ايثار ليدلی نن دی ما بيا بيا د سمسور ګل ګلزار ليدلی نن دی وګړو ته خِطاب کړی وخت د کار دی چې تير نه شی بزګر .باغوان اواز د ابتکار دی چې هير نه شی کاروان مې په نڅا د کارو بار ليدلی نن دی ما بيا بيا د سمسور ګل ګلزار ليدلی نن دی هيواد مو په تا وياړي ،کړئ زرغونه ورښووګانې چا نه دی زرغون کړی کوي ډيرې ارزوګانې دا وياړ خو له هرې خوا نه رحيمې ليدلی نن دی ما بيا بيا د سمسور ګل ګلزار ليدلی نن دی
وروستي