ولې ډیری مسلمانان بنسټپاله او ترهګر دي؟
دا هغه پوښتنه ده چې په نړیوالو چارو او دیني بحثونو کې په سیده او نا سیده توګه له مسلمانانو څخه کیږي. د اسلام او مسلمانانو په اړه په مطبوعاتو کې نا سم معلومات وړاندې کیږي او ترهګري د مسلمانانو تلپاتې ځانګړنه ګڼل کیږي. په حقیقت کې داسې نا سم معلومات او پروپاګند خپرول ډیر ځله د مسلمانانو په وړاندې توپیري کړنو او تاوتریخوالي ته لار هواروي. د Oklahoma تر بمي چاودنو وروسته امریکایي مطبوعاتو د مسلمانانو پر ضد سخت کمپاین وچلاو او دغه پیښه یې د (منځني ختیځ دسیسه) ونوموله خو وروسته بیا معلومه شوه چې د پیښې تر شا د یوه امریکایي پوځي لاس و.
۱- د نړۍ د بنسټپالو تعریف
یو بنسټپال هغه چا ته ویلای شو چې د یوې ګروهې یا تیورۍ د بنسټونو پیروي کوي او هغه تعقیبوي. که څوک وغواړي چې یو تکړه او ښه ډاکټر شي، باید د طبابت بنسټونه وپیژني، پیروي یې وکړي او هغه وازمایي، په بله وینا هغه باید د طبابت په ډګر کې بنسټپاله وي. که څوک وغواړي چې د ریاضیاتو یو تکړه عالم شي، باید د ریاضیاتو پر بنسټونو ځان پوه کړي، پیروي یې وکړي، هغه تمرین کړي او زیار اوباسي تر څو د ریاضیاتو په ډګر کې بنسټپاله شي. همدا راز که چیرې یو څوک دې ته لیواله وي چې تکړه او ښه ساینسپوه شي، باید د ساینس بنسټونه وپیژني، پیروي یې وکړي، هغه وازمایي او کوښښ وکړي تر څو د ساینس په ډګر کې بنسټپاله شي.
۲- ټول بنسټپالان یو څیر نه دي
هیڅوک نشي کولای چې ټولو بنسټپالو ته په یوه سترګه وګوري او نه د ټولو بنسټپالو داسې صنف بندي کولای شي چې ټول ښه او یا بد وګڼي ځکه چې داسې یوه صنف بندي د بنسټپالو د کار ډګر او کړنو ته د کتو په صورت کې کیدای شي. که له یوې خوا یو بنسټپاله داړه مار او غل ټولنې ته زیان رسوي او همدا لامل کیږي چې وګړي یې نه خوښوي او کرکه ځنې کوي نو له بلې خوا یو بنسټپاله ډاکټر ټولنې ته ګټه رسوي چې همدا دده د درناوۍ او عزت لامل ګرځي.
۳- زه پر دې ویاړم چې یو بنسټپاله مسلمان یم
زه یو بنسټپاله مسلمان یم چې دخدای په فضل د اسلام بنسټونه پیژنم، پیروي یې کوم او په خپل ژوند کې یې د پلي کولو هاند لرم. یو ریښتونی مسلمان له دې څخه ویره او اندیښنه نه لري چې بنسټپاله وګڼل شي. زه په دې ویاړم چې یو بنسټپاله مسلمان یم، ځکه زه په دې پوهیږم چې د اسلام بنسټونه د بشریت او ټولې نړۍ لپاره ګټور دي. په اسلام کې یو بنسټ هم داسې نشته چې هغه وګړو ته د زیان لامل وګرځي او یا هم د بشریت د ګټو پر ضد وي. ډیری وګړي د اسلام په اړه ناسمه انګیرنه کوي او فکر لري چې د اسلام ډیرې لارښوونې ناوړه او نا مناسبه دي، چې دا هر څه د اسلام په اړه د ناکافي او ناسمې پوهې پایله ده. که چیرې څوک د اسلام د لارښوونو په اړه سمه شننه او عادلانه قضاوت وکړي نو دا حقیقت به هرو مرو ومني چې اسلام په بشپړه توګه د فرد او ټولنې لپاره یو بشپړ او ګټور دین دی.
۴- د قاموس له مخې د Fundamentalist مانا
دWebster قاموس له مخې Fundamentalism (بنسټپالنه) په امریکا کې د پروټسټنیزم هغه غورځنګ ته ویل کیدل چې د شلمې پیړۍ په لومړیو کې یې سر را پور ته کړ. دا د عصري کولو د عمل په وړاندې یو عکس العمل و او پر دې یې تاکید کاوه چې انجیل په ګروهي، اخلاقي او تاریخي مطالبو کې هیڅ ډول تیروتنه نه لري او تر اوسه خوندي پاتې شوی دی. سربیره پر دې یې په دې هم تاکید کاوه چې انجیل ټکي په ټکي د خدای کلام دی نو له دې ځایه ویلای شو چې بنسټپالنه داسې یوه کلیمه ده چې د لومړي ځل لپاره د عیسویانو هغې ډلې ته وکارول شوه چې انجیل یې له هر ډول تیروتنې څخه خوندي، دخدای ټکي په ټکي کلام ګاڼه.
د Oxford قاموس له مخې Fundamentalism د هر دین لرغونې بنسټیزې ګروهې ته ژمن پاتې کیدلو ته وایي، په ځانګړې توګه د اسلام.
نن ورځ چې څوک Fundamentalist کلیمه کاروي، فکر کوي چې دا د هغه مسلمان لپاره کارول کیږي چې ترهګر وي.
۵- هر مسلمان باید یو ترهګر وي
هر مسلمان ته پکار دي چې ترهګر وي. ترهګر هغه چا ته ویلای شو چې ډار او بیره خپروي. هر کله چې یو داړه مار او غل پولیس وویني نو ور څخه بیریږي، پایله دا لاس ته راغله چې یو پولیس د داړه مار او غله لپاره ترهګر دی. دې ته ورته باید هر مسلمان د غله، ډاکو او په زوره زنا کار په وړاندې ترهګر وي ځکه چې یاد شوي عناصر د ټولنې د اصولو پر ضد دي او ټولنیز ژوند ته زیان رسوي. هر کله چې ټولنې ته مضر سړی یو مسلمان وګوري باید وبیریږي. دا ریښتیا خبره ده چې د Terrorist کلیمه په ټولیزه توګه د هغه چا لپاره کارول کیږي چې د عامو وګړو په منځ کې د بیرې لامل ګرځي لیکن یو ریښتونی مسلمان باید د هغه چا پر وړاندې ترهګر وي چې د ټولنیزو اصولو پر ضد وي، نه د عامو بې ګناه وګړو پر ضد. په حقیقت کې یو مسلمان باید د بې وزلو او بې ګناه وګړو لپاره د سولې زیری او سرچینه وي.
۶- یو کس ته د یوې کړنې لپاره مختلف لیبلونه، د بیلګې په توګه: ترهګر او هیوادپال
مخکې تر دې چې هندوستان له برتانیې څخه خپلواکي تر لاسه کړي، د برتانیې حکومت هغو ازادي غوښتونکو ته ترهګر ویل چې د هغوی په مبارزه کې تاوتریخوالي هیڅ ځای نه درلود. هندوستانیانو همدغه ازادي غوښتونکي ستایل او هیوادپال یې بلل. په دې توګه په یو ډول وګړو باندې په یوه وخت کې دیوه کار لپاره مختلف لیبلونه لګیدلي دې، یو ورته ترهګر او بل ورته هیوادپال ویل.هغه چا چې دا باور درلود چې برتانیا پر هندوستان د حکومت کولو رښته (حق) لري، دوی یې ترهګر بلل او هغه چا چې پر هندوستان یې د برتانیې د حکومت مخالفت کاوه، دوی یې هیوادپال او ازادي غوښتونکي بلل. مخکې تر دې، چې د چا په اړه پریکړه وشي، دا ډیره اړینه ده چې د هغه خبره سمه واوریدل شي. په داسې حالت کې د دواړو خواوو په استدلالونو او نیتونو ځان پوهول باید له پامه ونه غورځول شي. وروسته تر دې بیا د یو چا په اړه پریکړه په اسانه کیدای شي.
۷- اسلام مانا سوله
اسلام له سلام څخه مشتق دی چې مانا یې سوله ده. اسلام د سولې دین دی او خپلو پیروانو ته د دې لارښوونه کوي چې په ټوله نړۍ کې د سولې لپاره کار وکړي ځکه نو باید هر مسلمان بنسټپاله وي، د بیلګې په توګه هغه باید د سولې د دین یانې د اسلام د بنسټونو پیروي وکړي او یوازې د هغه چا په وړاندې ترهګر وي چې د ټولنې د اصولو مخالفت کوي تر څو په ټولنه کې سوله او عدالت رامنځ ته شي.
ایا اسلام د تورې په زور خپور شوی؟
پوښتنه: څنګه د تورې په زور خپور شوي اسلام ته د سولې دین ویلای شو؟
ځواب: ځینې غیر مسلم دا تور لګوي چې که چیرې اسلام په زور نه وای خپور شوی نو په نړۍ کې به یې په میلیونونو پیروان نه درلودل. لاندې ټکي به دا څرګنده کړي چې پرته له دې چې د تورې په زور خپور شوی وي په اسلام کې د ریښتینولۍ ذاتي قوت، استدلال او منطق د دې لامل شو چې په نړۍ کې په دومره کچه خپور شي.
۱- اسلام د سولې دین دی
اسلام له سلام څخه اخیستل شوی چې مانا یې سوله ده او بله مانا یې دا ده چې یو کس خپله خوښه د الله د خوښې تابع کړي. ځکه نو اسلام د سولې دین دی او په دې سره لاس ته راوړل کیدای شي چې خپله خوښه د خالق د خوښې تابع وګرځول شي.
۲- کله کله د سولې لپاره له زور څخه هم کار اخیستل پکار وي
په نړۍ کې هر څوک د سولې طرفدار نه دی او ډیر داسې وګړي شته چې د خپلو شخصي ګټو لپاره ګډوډي غواړي ځکه نو زور د سولې په موخه کارول کیدای شي. دا کټ مټ دې ته ورته ده چې موږ پولیس لرو او هغه د مجرمینو او هغه چا پر ضد زور کاروي، چې د ټولنې د اصولو څخه سرغړاوی کوي، تر څو هیواد کې سوله ټینګه کړي. همدا راز اسلام هم خپل پیروان دې ته هڅوي چې د ظلم او تیري په وړاندې وجنګیږي او دې کې هیڅ شک نشته چې د ظلم او تیري په وړاندې جګړه زور ته اړتیا لري. په اسلام کې د سولې او عدالت په پار د زور کارول روا او سم کار دی.
۳- د ( De Lacy O’Leary ) تاریخپوه نظر
د دې نا سمې انګیرنې لپاره، چې اسلام د تورې په زور خپور شوی، ښه ځواب د تاریخپوه ( De Lacy O’Leary ) د کتاب ‘Islam at the cross road’ ( اسلام په څلور لاري کې ) په اتمه پاڼه کې موندلی شو. نوموړی وایي: تاریخ دا خبره په ډاګه کړې چې اسلام د تورې په زور نه دی خپور شوی که څه هم ځینو متعصبو تاریخپوهانو داسې چټي او مبتذل روایتونه رانقل کړي دي چې مسلمانانو په نیول شویو سیمو کې د تورې په زور اسلام خپور کړی.
۴- مسلمانانو په اسپانیا (۸۰۰) کاله حکومت کړی
مسلمانان اته سوه کاله د اسپانیا حکمرانان پاتې شوي دي خو دا هڅه یې هیڅکله نه ده کړې، چې پر وګړو اسلام د تورې په زور ومني او له خپل دین څخه یې منحرف کړي. تر مسلمانانو وروسته اسپانیا ته مسیحي صلیبیان راغلل چې مسلمانان یې له یوې مخې له منځه یوړل او پوپنا یې کړل ان تر دې چې یو داسې مسلمان پاتې نه شو چې په ډاګه اذان وکړي.
۵- ( ۱۴ ) میلونه عربان قبطي مسیحیان دي
مسلمانان ( ۱۴ ) سوه کاله د عربي جزیرې واکداران پاتې شوي دي او د څو کلونو لپاره پرې برتانیې حکومت کړی همدارنګه فرانسې، خو نن ورځ هم هلته ( ۱۴ ) میلیونه عربان قبطي مسیحیان دي. که چیرې مسلمانانو توره او زور کارولی وای نو اوس به یوعرب هم عیسوی نه و پاتې شوی.
۶- په هندوستان کې تر اتیا سلنې زیات غیر مسلم دي
مسلمانانو پر هندوستان تقریبا ( ۱۰۰۰ ) کاله حکومت کړی او له دوی سره د دې توان و چې هر وګړی له خپل دین څخه وګرځوي او مسلمان یې کړي. نن ورځ د هندوستان ( ۸۰٪ ) نفوس مسلمانان نه دي او دغه غیر مسلم وګړي د دې ګواهي ورکوي چې اسلام د تورې په زور نه دی خپور شوی.
۷- اندونیزیا او مالیزیا
اندونیزیا په اسلامي هیوادنو کې هغه هیواد دی چې تر ټولو زیات مسلمانان په کې اوسیږي. د مالیزیا ډیری وګړي مسلمانان دي. اوس کیدای شي څوک پوښتنه وکړي چې کوم مسلمان پوځ اندونیزیا او مالیزیا ته تللی و؟
۸- د افریقا ختیځ ساحل
همدا راز اسلام د افریقا په ختیځ ساحل کې په ډیرې چټکتیا سره خپور شو. کیدای شي څوک بیا پوښتنه وکړي، چې که چیرې اسلام د تورې په زور خپور شوی وای، نو کوم مسلمان پوځ د افریقا ختیځ ساحل ته تللی و.
۹- نوموتی تاریخپوه Thomas Carlyle
Thomas Carlyle په خپل کتاب‘Heroes and Hero worship’ (اتلان او د اتل لمانځنه) کې د اسلام د خپریدا په اړه دې ناسمې انګیرنې ته اشاره کوي او وایي چې هو دتورې په زور خو تا ته په کوم وخت کې پکار دي چې تورې ته لاس کړې؟ هره نوې نظریه په پیل کې کټ مټ د یو سړي نظر وي او یوازې د همده په سر کې ځای لري. دا داسې نظریه وي چې له ټولې نړۍ څخه یوازې یو سړی پرې باور لري او د ټولې نړۍ د نظریو په وړاندې ولاړ وي. اوس که یو سړی په یوازې سر توره را واخلي او د یو څه د خپریدا هڅه وکړي نو داسې فکر نه کیږي چې دا به ده ته ډیر ګټور ثابت شي. ته باید خپله توره په ټولو را واخلې! یو شی په خپله، لکه څنګه چې کولای شي، ځان خپروي.
۱۰- په دین کې اړایستنه (اکراه) نشته
اسلام، د کومې تورې په مټ خپور شوی؟ که څه هم مسلمانانو توره لرله خو دا هڅه یې هیڅکله نه ده کړې چې د تورې په مټ اسلام خپور کړي ځکه چې قرآن کریم ورته په لاندې آیت کې داسې لارښوونه کوي: (لا اکراه فی الدین قد تبین الرشد من الغی)، ژباړه: په دین کې اړ ایستنه او اکراه نشته بې شکه جلا شوی دی هدایت له ګمراهۍ څخه.
[القرآن:۲۵۶،۲]
۱۱- د پوهې توره
دا د پوهې توره وه، دا هغه توره وه، چې د وګړو زړونه او فکرونه یې فتح کول. څښتن تعالی په قرآن کریم کې داسې فرمایي: (ادع الی سبیل ربک بالحکمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتی هی أحسن)، ژباړه: بلل کوه د خپل رب لارې ته په حکمت او نصیحت غوره سره او بحث ورسره کوه په هغه طریقه چې غوره وي.
[القرآن: ۱۲۵،۱۶]
۱۲- له ۱۹۳۴ز څخه تر ۱۹۸۴ز پورې دنړۍ د دینونو د پیروانو په شمیر کې ډیروالی
په Reader’s Digest ‘Almanac' کې یو مضمون په ۱۹۸۶ز کال کې خپور شو، چې د نړۍ د سترو دینونو د پیروانو په سلنه کې یې له ۱۹۳۴ز کال څخه تر ۱۹۸۴ز کال پورې د پام وړ ډیروالی ښودلی و. نوموړی مضمون په‘The Plain Truth’ مجله کې هم خپور شو، چې په سر کې اسلام و او ډیروالی یې (۲۳۵٪) ښودلی و او د عیسویت هغه یې (۴۷٪) ښودلی و. اوس کیدای شي څوک بیا پوښتنه وکړي، چې په دغه پیړۍ کې کومې جګړې په میلیونونو وګړي د اسلام په منلو اړ ایستل؟
۱۳- په اروپا او امریکا کې تر ټولو چټک خپریدونکی دین اسلام دی
په امریکا کې تر ټولو چټک خپریدونکی دین اسلام دی او په اروپا کې هم تر ټولو چټک خپریدونکی دین اسلام دی. په لویدیځ کې کومه توره وګړي دې ته اړ باسي چې په دومره لوی شمیر اسلام ته ننوځي؟
۱۴- Dr. Joseph Adam Pearson.
Dr. Joseph Adam Pearson ریښتیا وایي: هغه وګړي، چې اندیښنه لري، چې یوه ورځ به هستوي وسله د عربانو لاس ته ورشي، په دې نه دي پوه شوي، چې اسلامي بم له ډیر وړاندې څخه د دوی لاسو کې پریوتی، دا د دوی لاسو کې هغه ورځ پریوتی و کله چې محمد صلی الله علیه وسلم دونیا ته تشریف راوړی و.
وروستي