نوی کال راغی نوي نوي ارمانونه دي
وطن مو اباد کړې ربه دا مو سوالونه دي
د ګريوان تڼۍ مې پری کړی بیا منکر ولی شی
زه خو یی وینم ګرانه دغه ستا لاسونه دي
په سرو لمبو کې سوځم د ځان په ویر اخته یم
دا دې یاري شوه دغه ټول د ستا نازونه دي
زما په سمسور باغ د بې وخته تالان راوست
بیا د راوړي راته څله سره ګلونه دي
هغه چې ژړیږی په غبرګو لاسو مخ وهي
چا یلی ورته د ځانمرګی ورور حالونه دی
د ناسور زړګی می کومه برخه درښکاره کړم
چې له خولې وینی غورځوم دا دې غمونه دي
وصال رانه منکر خوبونو کی هم نه راځي
پردیسه اوس راته راپاتې صرف د ستا یادونه دي
اوکراین ادیسه ښار
وروستي