غزل

مړاوې شوي ګلان بېرته په خنداشول ګلبڼ  کې  بلبلان  بيا په  نڅا  شول هره  خوايې  په  سندرو کړو صفت د هر ګل  د يادولو په  ښکلا  شول سوځيدلی ګلبڼ بېرته رازرغون شو پتنګان ټول په مستۍ اوپه ګډاشول په سرورسره يې جوړې  اوازې  کړې اوريدوسره يې زړونه په  غوغا شول هرې خواته دخوښۍ شمعې شوې بلې په لمبوکې يې بوراګان داسې شيداشول څوشېبې دژوندمې داسې شولې تېرې خزان  راغلو دغه  ټول  تاﻻواﻻ  شول غمونه  ډېرخوښۍ کمې  په  دنيا  کې چې ډېرخلک قرباني ستا په رضاشول   جرمني ، 16.03.2008