غزنى كلتوري ركود ګالي

  كه څه هم زمونږ اوسمهالى ناروين هېواد شموله و، ټول افغانان يې ورنځول، ټولې سيمې يې اغېزمنې كړې، ټول قومونه يې آواره كړل او تركومه چې افغان وبلل شو، او افغان پاتې شو، وځورول شو او توپيرن ونه ګڼل شو. خو پدې ټولو سربېره هم ځينو ته وراوښتى تاوان د نورو په پرتله زيات و. جغرافيوي موقعيتونو ډېر ځله برخليكونه ټاكل.  
کلتور او ژبه
د جګړه اييزو تګلار چمتو كونكو هم د غوبلونو سيمې د خپلو جنګي ستراتيژيو پراساس ټاكلې او پر چا به چې پچه وخته نو وار له مخه به تاواني و.
د هنرونو او فرهنګونو پخوانۍ ښېرازه غزنى چې وخت پر وخت يې فرهنګي، سياسي او علمي هستۍ پنځولي، پرګنۍ يې علم پالې او هنرپالې دي، ځيرك او ظريف ولس او ښېراز بشري استعدادونه لري له ناورين څخه تر ډېرو نورو زيات اغېزمن شوى دى.
د جګړې پر نورو بې شمېره ناوړو اغېزو سربېره غزنى له فرهنګي پلوه د ځنكدن تربريده كمزورى شوى دى.
د غزني د شوي تاوان تر ټولو بده بڼه د كلتور په اړخ كې ترسترګو كېږي. له كلتوري پلوه غزني ته اوښتى زيان د كچلو او مېچلو ندى او دا ځكه چې غزني ډېر داسې څه هم له لاسه وركړي چې جبيره يې ګرانه څه چې ناشوني ده.
غزنى په كلتوري لحاظ له يوې مخې بدل شوى، كلتوري او تاريخي مېلو او مناسبتونو ځاى جنازو او دعا خوانيو، فاتحو، څلوېښتيو او ډول ډول ويرنو ته پرېښى، هنري سټي نابودي كړاى شوې، هنري ټبرونه اواره شوې او اواره كړاى شوې دي، شاعران او سندرغاړي يا ووژل شوې او يايې پر خولو د سكوت مهرې وهل شوې، درانه دودونه د فتواوو او فرمانونو ښكار شوي، ښوونځي د فساد ځالې ګڼل شوي ، علما او روحانيون د سره انقلاب د توري ارتجاع ضد!!! پاليسيو ستوني ته كړي، بې شمېره ښوونكي او لوستي وګړي د سياسي ملايانو ړندو فتواوو او د قوماندانو فرعوني سياستونو خوړلي او د انساني قصابانو تر چړو تېر شوي او بالآخره په تنظيمي ليكو كې پاتې د سواد او علم وروستيو نښو لكه د ګور د چنجيو يو له بله خوړلي دي.
كله كله قوماندانانو يوازې د دې لپاره چې د خپل وحشت او بربريت په كيسو د خلكو زړونه فتح كړي، د هنر مشاهير وژلي او پېژندل شوي هنري كركټرونه يې تش د دې لپاره تر لاس تېر كړي چې دهغوى له شهرت څخه ګټه پورته كړي او د قاتلوالي او سخت زړيتوب ډنډوره يې تر ډېرو غوږونو ورسېږي.
له دې اوږدې او دردوونكې ناخوالې وروسته غزنى غزنى ندى پاتې شوى. هغه غزنى چې نوم يې له سنائي او البيروني غوندي هستيو سره تړلى دى چاته د مخ د ښودلو هم ندى. تېركال د مصر د عربي جمهوريت يوه تن ژبپوه چې د سنائي په شعر يې له فرانسې څخه دكتورا اخیستې وه او د ژوند يوه مهمه هيله يې د سنائي د هېواد زيارت و، له ما څخه غزني ته د سفر د اسانولو غوښتنه وكړه. له امنيتي ستونزو ور اخوا زما تشويش دا و چې ايا غزنى به د دې وړ وي چې داسې یو چا ته یې مخ وښودل شي؟ زما زړه نه غوښتل چې دهغه په ذهن كې شته دغزني هغه ښېرازه او رنګين تصوير دغزني په اوسني ويران او خاورو لړلي منظر بدل كړم. ما وېل پرېږده چې غزنې يې په زړه او ذهن كې هماغسې رنګين او هيبتناك پاتې شي. كنه زما غزني خو ژبه نه درلوده چې ويلې واى :
په پخوانو سترګو مې ګوره اوس مې جامې د ملنګۍ اغوستي دينه
د غزني كليوالي سيمې له بډايه فلكور او شفاهي ادب څخه برخمنې دي، او د كلتوري پراختيا فوق العاده استعداد لري. دغزني د ولسونو ظرافتمندي لهجې ، بډايه ژبه، فطري ځيركتيا او نرمښت لرونكي مزاج د فرهنګي پراختيا خوب رښتياكولاى شي. ډېرى هغه سيمي چې د لويو مدنيتونو ترلمنې لاندې استيدلي له دغو اړخونو بډايه وي، دغزني ولسونه هم د يوه لوى مدنيت ميراثخواره دي، په ځانګړي مدنيت او فكرى مكتب پورې تړليو ارزښتونو ټينګ ګروهمن دي او له دغو ارزښتونو څخه يې كلتوري ذوق خړوبېږي، غوړېږي او هنري غوټۍ سپړي.
له بده مرغه دغزني د ولسونو دغه بالقوه ځواك همداسې بالقوه پاتې كېږي، او د غزني فرهنګي ښېرازه لكه نا رېبلې مرغه لاهم په هوارو او پستو چمنونو نده اوښتې.
فقر او كمزوري اقتصاد د خلكو پام له ټولو هغو مسئلو اړولى چې همدا نن نن يې خېټه نشي ور مړولاى. د غزني د كلتوري پاتېينې يو مهم لامل د ليك او لوست نشتوالى او كمزورتيا هم ده. نوى ځوان نسل يا سكوټ نالوستي او يا هم د ډېرې لږې زده كړې خاوند دي.
له فرهنګي رغاونيزو لوريو سره نه اړيكمنتوب غزنى د كلتوري انزوا په لور كش كړى او كلتوري پراختيا يې ټكنۍ كړې ده. يوه بله خورا مهمه مسئله دا ده چې د كليوالو سيمو خلك هيڅ ډول كلتوري پراختيايي، معلوماتي، ارتباطي او تبليغاتي وسيلو ته لاسرسى نه لري، كم شمېر كلتوري وسائل د لږي وړتيالرونكي يوه ښاري لږكي (اقليت) په ګېره كې پاتې شوي دي، چاپي او څپه ايز نشريات د غزنې دښار د څو كوڅو تر اوسېدونكو رسېږي او په همدوى منحصر دي. د غزني ښار راديو، اخبار، مجله، تلويزون...دا ټول يواځې د يوې وړې ښاري ټولنې په خدمت كې دي او ۸۰% د هغوى په ژبه خپرونې كوي. د ښاري اوسېدونكو د راج او انحصار دغه ستونزه ښايي د غزني ډوله مراكزو لرونكيو ټولو ولايتونو شريكه وي خو غزنى به هرو مرو ددغسې لست په سركې راځي. كه كلتور لږ په پراخه معنى واخلو نو د افغانستان ښاري وګړيو تل هڅه كړې چې د كليو اصيل او رېښه لرونكي كلتور پر خپل مصنوعي او لاس جوړشوى فرهنګ ځايناستى كړي، دكليو د خلكو په لباس او احساس پورې يې ملنډي وهلي او ددغه ډول مسخرو لپاره يې له تحقېراخښلو متلونو، كيسو، اصطلاحاتو او كلماتو جوړه يوه ځانګړې ژبه مينځته راوړې ده. د غول، بيني پچق، كله خام او نورو ناوړه القابو پېرزوينې! يې كړي او كليوال يې د اې ريش! ايې پكول! اې لنګي؟ اې واسكت! په نارو نازولي دي. له خپلو حقونو څخه د كلو د خلكو ناخبرتيا د تيري دغه مټ لا غښتلى كړى او د نورو سپين سترګي او جرات يې څو چنده ګړى دى.
دغه ډول انحصار او تسلط يواځې د فرهنګ او فرهنګي وسيلو په كچه نه دى، پدې معنې چې له فرهنګي وسائلو پرته پر اقتصادي، تعليمي، رسنيزو، ارتباطي اوتجارتي وسيلو هم راخپور دى، د بېلګې په توګه: په غزني كې په سلګونه مېشتي پښتنې كورنۍ مجبوري دي چې په بې وسۍ سره خپل ماشومان دري ژبې مكتبونو ته واچوي چې پدغه ډول ښوونځيو كې د ماشومانو كردار او وړتيا سم په نيمه راپرېوځي خو د ټول ښار په يوازې يوه ښوونځي كې هم پښتو نصاب نه پلې كوي. پدې سربېره د ځمكو وېش، د امتيازاتو وېش، د ژوند وسيلو وېش، د اسانتياوو تقسيم، دولتي او مرستندويه خدمات، د مرستو وېش او داسې نورې حلواګانې يوازې د ښارونو په كوڅو كې وېشل كېږي او ډېرې نږدې او لنډې پرتې ولسوالۍ هم د محروميتونو له امله د ډارسيمه توب پلو رواني او په ډول ډول ټولنيزو ناخوالو اخته دي.
فرهنګي چارو ته دچارواكو كمه يا كالعدمه پاملرنه هم د يادونې ده، دغه كمه پاملرنه پر ځينو مهمو مسئلو سيورى اچوي چې لاندې يې لنډيزوو:
1. په دولتي بوديجه كې دفرهنګي كار لپاره مناسبه ځانګړيينه نشته او په كلتوري فعاليتونو مناسبه كچه لګښت نه كېږي.
2. دولت او مسؤولين د استعدادونو او ظرفيتونو لوړاوي او غوړونې ته پام نه كوي.
3. چارواكي په فرهنګي برخه كې د غزني لپاره مرستې نه راجلبوي، پداسې حال كې چې پدې برخه كې د غزني لپاره ښې مرستې ترلاسه كېداى شوې.
4. د چارواكو د كمې پاملرنې تر ټولو بده بڼه داده چې ترلاسه شوي مرستي سم لوري ته ندي سيخي كړاى شوي، بلكې د مغرضو توكمپالو لاسو ته لوېدلي، او پايله دا شوې چې د ”ټولو“حق پر” ځينو “خوړل شوى. ددغه كار جوته بېلګه په غزني كې د آيينې د كلتوري مركز امكانات دي چې په لوى لاس د څو قومي حلقو له پلوه شخصي يا قومي كړاى شوي دي او د غزني د ښار په يوه څنډه كې د يوې ځانګړي توكمپالي کړۍ د مركز په توګه كار ورڅخه اخستل كېږي. پدې سربېره د انترنيوز له پلوه اكمالېدونكي د غزنويانو راديو نه يوازې دا چې د غزني د ولس انعكاس نه كوي بلكې د ايراني او هندي ژبې برخه يې په محلي او ملي اكثريتي ژبه ( پښتو) په وارو زياته ده. دولت د داسې ناوړه استفادو د مخنيوي مسؤوليت لري او پدې خبره بايد په ګډه باور ولرو چې دغه ډول محروميتونو نارضايتيوي مينځته راوړي او نا رضايتويوي د سيمې سوله او امنيت تهديدوي.
يوه بله فرهنګي ستونزه داده چې د غزني فرهنګي شخصيتونه، د چا خبره، لكه د غزني زيارتونه تر خپلو، پردو ته ښه رسېږي. ډېرى دغه شخصيتونه او فرهنګپالان بهر مېشتي دي او خپل كاله ته په مېلمستياوو راځي. ددغو فرهنګپالو د اړيكولو لپاره ځانګړيو هلو ځلو ته اړتيا ده. دغه فرهنګپالان بايد خپل فرهنګ له نږدې و پالي او له نږدې څخه ورته كار وكړي.
د غزني د كلتوري پراختيا د لارې بله مهمه ستونزه د امنيت او سياسي وضعې ده. د طالبانو ددورې اختناق او د اوسنۍ دورې بې امنيتۍ په سيمه كې هرډول اصلاحي خوځښتونه خنډني كړي. دغلته كار كول له دواړو لوريو سره معاملې كولو ته اړتيا پېښوي او دغه كار ښايي ناوړه اخلاقي او سياسي پايلې لري.
د غزني په ولايت كې د هر ډول رغاونيز كلتوري فعاليت تر پيلولو وړاندې د شته ستونزو، ظرفيتونو او ظروفو سنجونه لازمي ده. دا ليكنه پدې اړه لمړى او بسيط ګام و. هيله ده د نظر خاوندان نور رغونكي نظريات وركړي