دولسي جرگې د ديني او فرهنگي كميسيون مشر محمد محقق پرون د عبدالعلي مزارى جوړ شوى بت څخه پرده پورته كړه .
بت پالنه په اسلامي شريعت كې يو مشركانه او غير اسلامي كړنه ده ، که څه هم زه ملا نه يم خو په دې پوهيږم چې دا كار د اسلام د ستر دين سره په ټكر كې دی .
دا چې د پارلمان ديني كميسيون مشر په دې پوهيږى چې بت پالنه او بت پرستي د اسلام د دين خلاف عمل دى ، نو ولې بيا پرون د عبدالعلى مزاري د بت د جوړيدو په غونډه كې پرانستونکي وينا وكړه او دا كار يې وستايه ؟
په داسې حال كې چې دغه كړنه يو غير اسلامى غير شريعي او غير انسانى عمل دى او محقق په ښكاره د اسلام ستر دين اساساتو ته سپكاوى وكړ او بايد چې زمونږ د هېواد مجاهد او مومن خلك په دې پوه شي .
خو محقق ته خپل بت پرستى او بت پالنه دومره غټه خبره نده ، هغه ته غټه خبره داده چې دده په كميسيون كې څوك د پښتو او پښتنو نوم وانخلى .
تاسې وګورئ چې څو اونۍ وړاندې يواځې د يوې پښتو لوحې پرسر محقق څومره خپل د تعصب جذبې پورته كړې او څومره يې دغه خبره غټه كړه اوس تاسې وګورئ محقق د اسلام اساسات تر پښو لاندې كړل او په هېواد كې يې د بت پالنې بنسټ كيښود .
دا چې يو افغان مسلمان سلطان محمود غزنوي د اسلام د ستر دين لپاره د بت شكن وياړ ترلاسه كوي ، خو مقابل كې د ديني چارو كميسيون مشر متعصب محقق په هېواد كې د بت پالنې بنسټ ږدي او دا كار ستايي . د محقق داكړنه د هغه د اسلاميت په اړه زمونږ په زړه كې يوه پوښتنه پيدا كوي چې محقق ولې له پښتو او پښتنوسره دومره د تعصب نه كار اخلي چې پښتو دهغه په وړاندې كفر دى ، ولې محقق يو داسې كړنه ترسره كوي چې په ښكاره د اسلامي شريعت پرضد په ټكر كې واقع كيږى ، زه وايم د افغانستان په تاريخ كې ښايې د محقق نوم په همدې شرميدلي كار سره د تل لپاره پاتى شي ، زه وايم محقق بايد له دې وروسته د ولسي جرگې د ديني او فرهنگي كميسيون له مشرتوبه څخه لرې شي ځكه دا كار د اسلام د دين په وړاندې يوه دسيسه ده او دغه كړنه د ډنماركي اوسيدونكى د اسلام ضد كړنې سره ورته والى لرى .
زه وايم كه چيرى افغان دولت ددې كار په وړاندې همداسې چپه خوله پاتى شي دا به د اسلام د مبارك دين د له منځه وړلو لپاره د استمعارچيانو دسيسې وى .
وروستي