محترمو وروڼو: !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
هر کله هم چې په لویديځ یا اسلامي نړۍ کې کوم سړې یا ښځه راپاڅیدلې او داسلام سپکاوۍ يي شروع کړې، دمقدساتو توهین يي کړې، خداي جل جلاله او دخداي پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل کړي، نو فورا ټولې نړیوالې لویديځي مؤسسې، لویدیځ دولتونه، او داعلام ټول وسائل دهغه انسان دمشهور کیدو لپاره لیڅې راونغاړلې، په ټلويژنونو، اخبارونو، راډیو ګانو او وغیره نورو اعلامي وسائلو کې په هغه بحثونه شروع شې، چې ګوره څومره جرأتمند سړې یا تکړه ښځه ده، چې دخپل ثقافت او عنعناتو دماتولو مقابل کې يي ډیر په جرأت او شجاعت ګامونه پورته کړل.
ژر ژر دولتونه دهغه دحمایت لپاره یو له بل سره رقابت شروع کړي، دلویدیځ پوهنتونونه او مؤسسې ورته سوالونه او زارۍ شروع کړي چې لږ وخت راکړۍ، ځمونږ په پوهنتون یا مؤسسه کې یو لیکچر ورکړۍ، اخبارونه، میډیاګانې، او تلویژنونه هم ډیر په زارۍ څخه ترې غواړې چې دهغوي په ځینو اسلام ضد پروګرامونو او ګردي میزونو کې وڼده واخلي.
دغه انسان چې تر دغې ورځې پورې به يي نه شهرت درلود، له خپلې کورنۍ پرته به بل چا پیژانده هم نه ، خو په یوه ورځ او شپه کې ترې یو لوي قهرمان جوړ شي، ژر ژر ورته ځیني نړیوالې مؤسسې تقدیري جائزي او مډالونه ورکړي ، او ځیني وزیران یا پاچاهان ورته امتیازي القاب ورکړي.ځیني ورځپاڼې يي ددنیا دډیرو مهمو او مؤثرو شخصیتونو په لست کې راولي.
امریکايي مشهورې ورځپاڼې یو وخت ددنیا دمهمو او مؤثرو شخصیتونو په لست کې یوه عربه ښځه هم راوستې وه، او سبب يي دا ښودلې وو چې دغه ښځه ډیره زړوره او جرأتمنده ده، دخپلې ټولنې دتقلیدونو او عنعناتو دماتولو لپاره يي ډیر زړورتوب او جرأت کړې دی، څه زړورتوب يي کړۍ؟؟؟ دا چې یو څو ورځې مخکې هغه دیوه امریکايي ټلویژن په پرده راښکاره شوې وه، او داسلام او اسلامي مقدساتو سپکاوۍ يي کړې وو.
داسې ښکاري چې لویدیځ ټولو اسلامي لیکوالانو او روشنفکرانو ته وايي: (که چېرې تاسو نړیوال امتیازي القاب غواړۍ، عالمي شهرت غواړۍ، ځمونږ په غیږ کې ښه ژوند او ښه اهتمام غواړۍ، نو آسانه لار داده چې اسلام پریږدۍ، او ددې سره سره داسلام او اسلامي مقدساتو سپکاوۍ په پراخه پیمانه شروع کړۍ، خپل ملت او خپل وطن سره خیانت وکړۍ، نور پاتې کار مو په مونږ دې، څنګه ژوند ، څنګه خوندونه ، او څنګه شهرت چې غواړۍ هغه به مونږ در پوره کړو.)
اوسمهال په افغانستان کې نوې بیلګې يي یو مرتد عبد الرحمن دې چې ځان يي دمسیحیت په پلمه ایټالیا ته ورساوه ، او بله بیلګه يي پرویز کامبخش دې چې دا به هم ځان دلویدیځ تکریم او اعزاز ته ورسوي، او سلسله واره ډرامه به همداسې روانه وي، که چیرې دافغانستان دولت په رښتیا هم یو دولت واي ، نو څنګه به ایټالوي فوځیان په دې توانیدلي واي چې دبندیخاني دروازي ماتي کړي ، او بندي ترې راوباسي ، او مستقیما يي دروما پاپ ته ورسوي.
په لویديځ کې داسلامي نړۍ څخه ددغو تورو راغلو څیرو پوره پوره درناوۍ کیږي، دبنګلادیش تسلیمه نسرین چې هیچا نه پیژندله او نه يي کوم شهرت درلود ، ناڅاپه دلویديځ داعلام وسائلو شروع وکړه چې تسلیمه نسرین د وژلو له ویرې له امله دخپل وطن څخه راتښتیدلې، او ټولې غربي میډیاګانو دا خبر په خوله کې واخیسته ، او نغاره ډنګول يي پرې شروع کړل، په ډیر لږ وخت کې دلودیځوالو ورځنۍ بحث وګرځيد، او مختلف لودیدیځ دولتونو هغې ته دسیاسي پناه په ورکولو کې یو له بل سره تنافس شروع کړ.
په دې وروستیو کې دشیطاني آیتونو لیکونکې سلمان رشدي چې تر هغه په سوونو نور لیکوالان په ادب او لیکوالۍ کې تکړه دي، دانګلستانې ملکې له خوا هغه ته د (سر ، sir) لقب ورکړل شو، خاص ددې په خاطر چې هغه داسلامي مقدساتو سپکاوۍ کړې، او افضل البشر محمد صلی الله علیه وسلم شخص ته يي توهین کړې.
ځمونږ په ایمان کمزورې ډیر افغانان وروڼه چې ځيني غربي سفارتونو ته دویزې یا دسیاسي پناه اخیستلو لپاره ورځي، نو له ځانه څخه سور کافر ، یا بله بلا جوړه کړې، او هغوي ته دا ښکاره کوي چې ځما ژوند په خطر کې دی، ځکه چې ما دخپلې ټولنې دعنعناتو مقابل کې آواز پورته کړۍ، اوس مې هغوي ژوندۍ نه پریږدې.
کاش چې په لویدیځ کې ځمونږ دپوه ، وطنپرسته خلکو هم احترام کیدلې ، ځمونږ وطن کې ډیر پوه، تکړه، او په هر معیار رسیدلې شخصیتونه موجود دي، خو آيا لویدیځ هغوي ته دمخکی کیدو زمینه برابروي، نه هیڅکله نه، بلکه که چیرې دغه رنګ پوهو او وطنپرستو خلکو ته دخدمت زمینه برابریږي، نو ټولې لارې پرې بندوي، ځکه خو ځمونږ دوطن پوه، معتدلین ، وطن پرست او مینه روي خلک ټول در په در او خاوري په سر دي، نه د وطن په داخل کې ورته څوک اهمیت ورکوي ، او نه دوطن څخه بهر ورته څوک خپل لازم امتیازات ورکوي ، او دچوکیو لپاره همیشه یا افراطي کیڼ اړخي مخکی کيږي، او یا افراطي ښې اړخې مخکی کيږي، چې دا دواړه ډلې دبهرنیانو په ګټه، او دوطن او ولس په تاوان تمامیږي.
په لویدیځ کې که داسلامي نړۍ دکومو پوهو خلکو درناوۍ او عزت کیږي، سبب يي دغه پوهه او علم نه وي، څومره يي چې سبب دهغوي له خوا اسلام او اسلامي مقدساتو ته سپکاوۍ او ښکنځلي وي.
داسمه ده چې دخپلې ټولنې دترقۍ اوپرمختګ لپاره مونږ دلویدیځ ټولنې څخه ډیرو څیزونو ته ضرورت لرو، لیکن هغه څیزونه چې زمونږ دټولنې سره په ټکراو کې دي ، او دترقۍ په ځاي ځمونږ دټولنې دتباهۍ سبب ګرځي، او لویدیځ يي دخپلو شخصي منافعو لپاره په مونږ په زور مني ، او دهغې لپاره په پراخه پیمانه تبلیغات کوي، نو مونږ بیا دداسې ثقافت منلو ته هیڅکله تیار نه یو ، چې لویدیځ يي دخپلو سیاسي، او اقتصادي مصالحو لپاره پر مونږ په زور مني.
هو: مونږ غواړو چې ټولنه مو له جهالت څخه راووځي، په ټولنه کې ناپوهي ختمه شي، دانسان دانسانیت په خاطر عدل او انصاف منځ ته راشي، خو دا نه منو چې دحقوق الانسان په نوم مو لویدیځ ښکیلاګ کړي، ددهشت ګردۍ او تروریستۍ په نوم مو دوطن ټولې ځمکنۍ خزانې لوټ شي، او له وطن څخه مو دنړیوالې جګړې ډګر جوړ شي، دبیان آزادۍ په نوم ځمونږ دمقدساتو سپکاوۍ وشۍ، دا نشو زغملاې چې ځمونږ ټولنې ته څوک په سپکه وګوري.
هو مونږ یو صالح حاکمیت ته اړتیا لرو، عادل نظام ته حاجت لرو، د اسلام په چوکاټ کې آزادۍ ته اړتیا لرو ، دهر رنګ دیکتاتورۍ څخه دخلاصیدو اړتیا لرو، لیکن داسې دیموکراسي نه چې ځمونږ دمقدساتو، او کلتور سپکاوۍ وکړي، ځمونږ دعقیدي توهین وکړي.
څنګه مونږ دلویدیځ له اړخه دښځې دآزادۍ پلان شوې پروګرام ومنو، څنګه آزادي؟؟ داسې آزادي چې له ښځې څخه خپلې حیاناکې جامې وباسي، بربنډه يي کړې، دفسق او فجور په بازار کي يي عفت ډیر په آرزانه خرڅ کړي، او دخپل شومو موخو لپاره يي استعمال کړي.
څنګه مونږ دلویدیځوالو له اړخه داقلیتونو دحمایت دعوی رښتیا وبولو، داسې حال کې چې لویدیځ ځمونږ په وطن کې او په نوره اسلامې نړۍ دغه اقلیتونه دکمپیوټر دتجسسي فایلونو په څیر استعمالوي، تر څو خپلې ګټې خوندي کړي.
دلویديځ له اړخه دبیان کومه آزادۍ مونږه ومنو چې ځمونږ ددین او کلتور سوچه توهین وي، ځمونږ دحضارت، عنعناتو او تقالیدو سپکاوۍ کوي، او په واسطه يي ځمونږ کلتور تر یرغل ، ښکیلاګ ، او متبوعیت لاندی راولي.
خو له دې سره سره بیا لویديځ خپله داسې ثوابت لري چې هیچا ته حق نه ورکوي چې هغې باره کې کومه ښکته پورته کلمه استعمال کړي، او که نه نو ځاي به يي محاکمه او زندان وي،
یو له دغو ثوابتو څخه دهالوکاسټ قضیه ده، چې تر اوسه یو غربي لیکوال هم په دې نه توانیږي، چې دالمانیانو دنازي دولت په لاس دوژل شوو یهودو دشمیر په هکله څه نظر څرګند کړي، او ووايي : چې نه، یهود په دومره عدد نه دي مړه شوي، له دي کم دي، او هر هغه چا چې دا جرأت کړې دی، نو ځاي يي زندان او محاکمه کیدل دي.
د لویدیځ دغه ماله څټو ته چې کله بیا داسلامي نړۍ او ځمونږ دوطن په اړه دلویدیځوالو ګنده چهره څرګنده کړل شي، او هغه مردار پلانونه چې هغوي يي ځمونږ دوطن داشغالولو لپاره لري واضحه شي، نو په ځاي ددی چې جرأت وکړي، او د هغو ناوړو کارونو څخه پرده پورته کړي، منافقت کوي، او په هغو کارونو پردې اچوي،او ځینې خو ترې بیا دفاع کوي، او که نه نو هغه ناکوبۍ چې امریکایانو په بګرام ، ګوانتنامو کې په افغاني بندیانو، او په ابو غریب کې په عراقي بندیانو وکړې، له هیچا پټ نه دې، خو څوک دې چې جرأت وکړي، او په هر حالت کې په حق ویلو خوله خلاصه کړي؟؟؟
نو ټولو هغه افغاني مثقفو او روشنفکرو څخه هیله کوم ، که چیرې هغوي دخپل وطن دځینو غیر عالانه تقالیدو او عنعناتو سره مخالفت کوي ، یا دځینو طبقو دظلم او جبر څخه سر ټکوي ، نو ښه په نره دې خلکو ته بیان کړي ، دافغاني ورورولۍ په فضا کې دی له خپلو وروڼو سره داخلې شخړې هوارې کړي، خو دماده پرستۍ او ددنیا دمحبت لپاره دې دا بې غیرتې نه کوي چې ځان دلویدیځوالو یا نورو غیږي ته ورغورځوي، تر دې کار نوره لویه بې غیرتې ، بې وجداني، او له وطن او ولس سره بل لوي خیانت نشته.
په افغانۍ مینې.
وروستي