خوبه ته په ما يوه شيبه اختر کړې يو ځل جګه مې خيالونو په وزر کړې چې مې روح دخوشالۍ احساس پيداکړي په ډېرخوندمې دوطن په لورسفرکړې چې شم ډوبه دخوندونوپه درياب کې دخوږ زړۀ نه مې دردونه رابهر کړې هغه وخت به زمازړۀ په حال خبرشې که يو ځل مې پرهرونو ته نظر کړې لکه ګرد يم په پردي وطن پريوتي کله خوب به مې په خپل خواږه بسترکړې څنګه زه به مرور زړګئ پخلا کړم څومره ډوب دی په ګيلوکې که باورکړې څومره ډېردي په دنياکې چې پرديس دي ته خوشاله هغه زړونه مرور کړې 14.02.2008 ويانا، اتريش
وروستي