په افغانستان کې ناکامي به ناټو دړې وړې کړې

د امريکا متحده ايالاتو دسنا بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر ، دېموکرات سناتور جوزف بايدن خبرداری ورکړی ، چې په افغانستان او پاکستان کې ناکامي به ناټو له پښو وغورځوي .
بايدن زياته کړې ، چې د ناټو ډېر غړي هېوادونه په دې فکر په افغانستان کې دماموريت په ليکو کې ودرېدل ، چې د سولې په ماموريت کې برخه واخلي نه د وسله والو طالبانو پر ضد جګړه کې .
بايدن وايي ،  اوس د دې وخت رسېدلی چې د ناټو تړون په بشپړه توګه په دې جګړه کې ښکېل شي او که داسې ونه شي نو د ناټو راتلونکي  له خطر سره مخا مخ ده .
د بايدن په عقيده متحده ايالات بايد دسولې ، ثبات او بيا رغاونې په چارو بوخت شي ، ځکه که دا هېواد له ترهګرو سره په مقابله کې ناکام شي ، پاکستان هم ناکام دروبوله .
ده په افغانستان کې د سرتېرو د زياتوالي او بيا رغاونې په چټکو پروژو لکه سړک ، برېښنا او نورو په جوړولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه ، چې متحده ايالات بايد لکه څرنګه يې چې د اروپا د بيا رغاونې لپاره ماسټر پلان جوړ کړی و ، دغه راز پلان په افغانستان کې هم پلی کړي ، د ده په وينا که د امريکا متحده ايالات د بيا رغاونې فعاليتونو ته زور ورکړي ، متحدين به يې په ورته کار لاس پورې کړي .
دغه امريکايي سناتور دا په ډاګه کړې ده ، چې افغانستان اصلاً له امريکايانو څخه هېر شوی او يا نه غواړي چې په دغه هېواد کې سوله او دېموکراسي راشي ، د ده په وينا امريکايانو چې په تېرو شپږو کلو کې په افغانستان کې کوم لګښت کړی دی ، هغه په عراق کې يوازې د شپږو اوونيو له لګښت سره برابر دي .
همدارنګه په تېره اوونۍ کې مو دا هم واورېدل ، چې د امريکا د ملي امنيت د استخباراتو مشر ، رپوټ خپور کړی دی  ،چې ګني د افغانستان ولسمشر يوازې په دېرش فيصده خاوره واک چلوي ، نور شپېته فيصده واک د قومي مشرانو او نفوذ لرونکو کسانو سره دی او طالبان هم په لس فيصده خاوره واکمن دي .
که څه هم چې د امريکا د استخباراتو مشر دا وينا دافغان چارواکو له خوا نا سمه بلل شوې ، خو زموږ په فکر که چېرته دغه رپوټ په واقعيت ولاړ وي نو بيا خو دا زموږ د دولت لپاره د سترې ناکامۍ زېری دی او زموږ په باور کېدای شي همداسې وي .
موږ په تېرو شپږو مياشتو کې د نظام جوړونې او قانون د تنفيذ لپاره د دولت د ناکامۍ شاهد وو ، موږ په  تېرو شپږو کلوکې وليدل چې زموږ په هېواد کې اداري فساد خپل اوج ته ورسېد ، هېڅ کار له بډو او پيسو پرته نه اجرا کيږي ، موږ وليدل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت په تېره څلور کلنه انتخابي دوره کې د کوکنارو کر کېله  او قاچاق له کنټرول څخه ووت او اوس افغانستان د نړۍ په سطحه په سلو کې 92 صادرات لري .
همدارنګه ترهګري ځواکونه زيات شول او طالبان د پولې پورې غاړه د پاکستان په کمپونو کې ښه وروزل شول او په تېرکال کې يې زموږ د هېواد څه  د پاسه شپږ زره کسان په ځانمرګو بريدونو کې له منځه يوړل . همدارنګه موږ وليدل ، چې کار اصلاً د کار اهل ته ونه سپارل شو ، زياتره دولتي لوړ رتبه څوکۍ د وړسالارۍ له مخې نه ، بلکې د ګوندونو د ونډې او مصلحتونو له مخې اشغال شول او همدغو کسانو اداري فساد او د دولت پر ضد سبوتاژ ته دوام ورکړ .
موږ د افغانستان د دولت ناکامي يوازې د ولسمشر او د هغه د ټيم ناکامي نه ، بلکې دا په خپله د امريکا د متحده ايالاتو او د ترهګري په وړاندې د نړيوال اېتلاف ناکامي بولو ، چې مشري يې د ناټو پوځي تړون پر غاړه ده . هيله من يوو د تېرو شپږو کلو په بهير کې د دولت لاسته راوړنې وارزول شي او هيله من يوو چې په ناکاميو باندې د برياليتوبونو د پاره نوی فکر وشي ، پلان جوړ شي او د دغسې يو پلان په تطبيق کې زموږ نړيوال دوستان په تېره بيا د امريکا متحده ايالات او د ناټو ځواکونه په خپلو ټولو نيمګړتياوو غور وکړي او د کاميابۍ لاره پيدا کړي .