خــوږه ده    ( د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په وياړ )

د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په وياړ:  
  ِ په پردۍ ژبـــه خــــوږه خبر ترخـــه ده
مور خـــوږه ده مــورنۍ ژبـه خــوږه ده
زه د بــــــــــل په ژبـه نــشم غــږیدلی
نه پـــه سر نه یې په بر شـم پــوهـــېدلی
د پردو په ژبه زده کړه پرمــا مــه کـړئ
چې تعلـــیم خو پرې بــیخي نـشم کولی
خپله ژبــه له وریــــــښمو نـه پــسـته ده       
مــور خـــوږه ده مورنۍ ژبـه خــوږه ده
زه پخــپله ژبــه ویـــــــاړمـه پرې پـایم
اتـــــــــــــلان به مې پخــپله ژبه ستایم
د عــــلومو ټــولې زده کړې مې بچو ته
له دې وروسته زه پخــپله ژبـــــــه وایم
په دې هکله د قــــــانون فیــصله ښه ده
مــور خــــوږه ده مــورنۍ ژبه خوږه ده
پرد ۍ ژبــــه پردی دود مې پکار نه دی
د پردو د تــــقلید مــود مې پکار نه دی
چې له ځــــــانه پرې پردی شمه یارانو!
دا دســـتور او دا مـیتود مې پکار نه دی
زمــــــا ژبـــــه وږې نه ده  ښه مړه ده
مور خــــوږه ده مـــورنۍ ژبه خوږه ده
چې یې مــــــــــاته پــرې نـنونـنو ویلي
ماشــــومتوب کې یې بـــچو بـچو ویلي
دې خــوږې ژبې نه سل ځله کربان سم
چې مـــــــــخلص ته یې لـلو لـلو ویلي
لا تر اوسه یې زما غـوږ کې مـــــزه ده
مور خــــوږه ده مــورنۍ ژبه خـوږه ده