دپوهاند عبدالشكور رشاد طنزونه( ۳ )

پوهنمل محمود نظري 
رشاد صاحب نه لکه  ځینې لیکوالان چې  د غنمو د یو  وږی په ساتنه یې ځان بوخت کړی دی ځان نه شرموي هغه له اوره  د ټول درمن ساتنه  غواړي  هغه د چا نه ډاریږی دهغه پوهی هغه ته دا جرت ورکړی،  هغه د ولس په سر  دچا سره معامله نه کوي  او قلم نه پلوري هغه دقلم په څوکه د غدارانو  کړه رسوا کوي.
 رشاد بابا د لویدیځوالو د شومو موخې په هکله وايي:
 
په لويديځ او امريکا کي چي مسلم دي
د يهود او نصارى په خيال مجـــــــــــــــــــــــــــــــــرم دي
په نظر د شک او کرکي ورته ګوري
د خطــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر بيره يي سته، دده له لوري
دا اثر د صليبي جنګ د اعلان دي
صليـــــــــــبي جنګ د جـــارج بوش  د خولي بيان  دي
ايوبي صلاح الدين به خداى پيدا کړي
چي لښکر د مســــــــــــــلم کشــــــــــــــو ژر تر شا کړي
هغه خپل دا  دردمن او له  احساسه ډک شعر داسې ختموی:
چې جورج بوش د اتيلا پرپله روان شو
 د تودو وينو حــــــــمام افغانســـتان شو
رشاد بابا خطاب ولس ته وايي : په  ډبرینو سینو  کښې زړه  سوی نسته پکښې له هغو څخه  زړه سوی مه غواړه .
اشي سینې دی پکښي زړګی نسته
که وایو سته بیا مړه دی ژوندی نسته
څه رحم غواړئ، دلته بېوزلو
د کاڼو زړونه دي، پکښي  زړسوی نسته
رشاد بابا  د افغانانو د نفاق په هکله په طنز سره وايي :
لاس مو ماتیږی، خوله مو خندا کوي
زړه له ښادۍ چیوي، لېمه ژړا کوي
اعصاب موپرې سول، احساس مونسته
یو ساندي وايي، بل مو نڅاه کوی
 ټول افغانان  د ملګرو ملیتو  ته سترګي په لار دی چې هغو به یو څه وکړی
رشاد صیب د ولس غوږونه  ورخلاصوی او د ملګرو ملتونو د راز پرده پورته کوي او په طنز وايي :
د ملګرو ملتو له ظلمه دایم
دققنس په ځېر اور اچوم کالو ته
د بشر د حق دعوې دي خوشی پوچي
شعبدې دي .و دسپېدلو تېرایستلو ته
او  بیاد بشری حقوقو په هکله وايي:
                                            مدعي د انسانانو د حـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــقونو
                               ريښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي کاږي د بشر د ژوند ونونو
                                              دا عجــــــــــــــــــــيبه د بشر،بشر دوستي ده
                            دا دوستي د بشر نه ده شر دوســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتي ده
رشاد بابا  دا ټوله ناخوالې د ولس د غریبی او بی وزلی او نفاق   اغیزه  ګڼې  او وایي :
هلته منګوړان، ورږي و رازې دی او شپږی دی
 ټولو ددې ژوو د بدن د وینو ته تږي دي
هلته خزندې پرې ما سلان د حاکمانو سی
ټنډي یې په وینو لکه ځېټي د قاضیانو سی
 
نوربیا