دملت دښمن ته پيغام

زمادزړه پدې ناسورو زخمو
بس دى مالګينې مالګې مه دوړوه
لكه دوږي ليوه زماپرسينه
نوردبېلتون نوكارې مكرښوه
پرون دزماوينه هډونه پلورل
نن مې پوستكى رانه مه اړوه
ماپه ټټركې دخداى نوم ساتلى
ورته خيرن لاسونه مه اوږدوه
زمادكاله دكشمالوپرپاڼو
نوردااغزن لاسونه مه تېروه
پښتانې څانګې بغاوت ونكړي
نورترې تنكي ګلونه مه رژوه
بس كړه دوخت داشنايانواشنا
ماپه دوه مخي څېره مه غولوه
په ازادژوندكې هېڅ خطرنلرم
په نااشنانامه مې مه وېروه
تازماورور په دښمنۍ واړوه
زوى دخپل پلار له لارې مه بېلوه
بس کړه دشنوسترګوخاونده بس كړه
زمادزړه رازونه مه راسپړه
ستړي دُعامې تراسمانه لاړې
زماپه انګړكې غوغامه جوړوه
مالاپخوادپلارپه ځواني ژړلي
بيامې دورورپه ځوانۍ مه ژړوه
لكه فرعون دنصيب اسپه دې
درودِنيل په مينځ كې مه غرقوه
پرېږده چې په خپله غريبي وژاړم
زماپركوربڅري مه وروه
خداى ته اميدلرم چې تېربه شمه
دلوړولوړوګړنګونوپه سر
خوته به خپله پكې وغورځېږې
دكبر،جبر،دظلمونوپرسر
بيابه اسمان هم ستاپه ننګه نه وي
بيابه ته ويركړې دويرونوپرسر
بيابه دنياستانندارې ته راځي
ته به وې پروت دډيرانونوپرسر


اوكراين ادېسه
دچنارترسيورې لاندې ادبي ټولنه