دميدان وردګو ولايت د تېرې درې کلنې بيارغونې په غېږ کې

په تېرو درې کلونو کې په ميدان وردګو ولايت کې څه کم ٩٢ميليونه ډالره د بيارغونې په بېلابېلو پروژو لګېدلي او ددغه ولايت  بڼه يې د پام وړ ښکلې کړې ده  .

په ميدان وردګو ولايت کې درې کاله مخکې هغه مهال د بيارغونې بهير ساه واخيسته چې ولسمشر کرزي دغه ولايت ته عبدالجبار نعيمي د والي په توګه ولېږه .

هغه مهال نورې ادارې خو پريږده ، چې لا والي دکار خونه ، نه درلوده ، چې ورځنۍ چارې په کې پر مخ بوځي .

دغه والي هڅه وکړه چې په لومړي سرکې دې ولايت ته يو واقعي پرمختيايي پلان جوړ کړي او نړيوال وهڅوي، چې ددې پلان د پلي کولو په برخه کې دغه درانه لګښت ته اوږه ورکړي .

په دې تېرو درې کلونو کې اته ميليونه  نهه ويشت زره دوه سوه اوڅلور نوي  ډالرو په ارزښت دولتي ودانۍ ، پارکونه ، سپورټ کمپلکس او نورې دولتي ودانۍ او د نرخ ،دايميردادو، جغتو،سيداباد او چک ولسواليو ادارې ،کمپلکسونه ،امنيه قوماندانانو او ولسوالانو ته د استوګنې کورنه جوړ شوي دي .

همدارنګه د ملي پيوستون د پروګرام له لارې يو زر او څلويښت شوراګانې جوړې شوي او د شل ميليونه اوه سوه څلويښت زره او اته سوه څورلس ډالرو په لګښت تراوسه ٥٦٠ پروژې بشپړې شوې دي او ٦١٦ پروژې ترکار لاندې دي، چې په دې کې سړکونه ، پلونه ، ويالې ،کاريزونه ، د برېښنا جنراتورونه او د زراعتي وسايلو برابر ول شامل
دي .

درې کاله مخکې په دې ولايت کې ٦٧٤٠ جريبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي و ، چې د سيمې د خلکو په مرسته له منځه يوړل شول او بيايې د کوکنارو د نه کرلو ژمنه وکړه، چې د نه کرلو په بدل کې له دې ولايت سره د پنځه سوه زره ډالرو مرسته  وشوه ، چې د بيارغونې يو شمېر پروژې پرې پيل شوې دي  .

همدارنګه په دې کلونو کې څه باندې ٦٠٠ ميله سپکه او درنه وسله او په سلګونو ټنه مهمات راټول او د ډاياګ پروګرام ته و سپارل شول  .

په ميدان وردګو ولايت کې يو سل او اوه ويشت زره زده کوونکي په دوه سوه او اوه شپيته ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي ، چې  درويشت زره يې نجونې دي او د درې زره درې اتيا ښوونکيو له خوا ورته زده کړه ورکول کيږي .

په دې درې کلونو کې د پوهنې په بېلابېلو برخو کې نهه ميليونه پنځه سوه څلور اتيازره څلور سوه او اوه څلويښت ډالره لګېدلي دي .

په روغتيايي څانګه کې تراوسه پورې په دې ولايت کې څه باندې دوه ميليونه ډالر د رغتونونو او کلينيکونو په جوړولو او تجهيز لګېدلي دي، په دې ولايت کې پنځه روغتونونه ، نهه د سي ايچ سي کلينيکونه  او لس  روغتيايي سب سنټرونه موجود
 دي .

کرنه ، چې ددې ولايت د خلکو د ژوند تر ټولو غوره عايداتي سرچينه ده ، هم يې په دې تېرو درې کلونو کې خورا وده کړې او په دې برخه کې څه کم څلور ميليونه ډالر، چې ډير يې د کرنيزو وسايلو په اخيستلو، اصلاح شويو تخمونو، کمياوي سرې او د سړو خونو په جوړېدو لګېدلي دي ، چې د کرنې په وده کې يې ښکاره بدلون رامنځته کړى او له تېرو کلونو راهيسې کرنيز حاصلات څو برابره زيات شوي دي .

په ميدان وردګو ولايت کې له تېرو درې کلونو راهيسې يوولس فرهنګي ټولنې رامنځته شوي  له دغو ټولنو سره د وسايلو او نورو مواد لازمه مرسته شوې او د ټول پوهاوي په برخه کې خو را اغېزمنې تمامې شوې دي .

ددې ترڅنګ دسړکونو رغولو ته ، چې د سيمې د خلکو لومړۍ غوښتنه او اړتياده ډيره پاملرنه شوې ده  او د څه کم نهه څلويښت ميليونو ډالرو په لګښت ځينې سړکونه په اساسي ډول پاخه شوي او يوشمېر تر کار لاندې دي .

له ميدان ښارڅخه د اونۍ تر کوتله د ٥٤ کيلومتر سړک ، له سيداباد ولسوالۍ څخه د اونخي ترسيمې پورې د ١٩کيلومتره سړک  اود چک ولسوالۍ د ٢٥ کيلومتره سړکونو د پخولو چارې پيل شوې دي.

په تېرو درې کلونو کې ددې ولايت په بېلابېلو برخو کې دغه لاندې پيسې لګېدلې دي  .

په ميدان ښار کې ١٣٠٤٣٧٤١ ډالره ، په سيد اباد ولسوالۍ ١٥١٦٣٩٨٣ډالره، په بهسودو ولسوالۍ کې ١١٨٤٩٥٦١ډالره ، په چک ولسوالۍ  ٧٥٤٠٩٩١ ډالره ، په جلريز ولسوالۍ کې ٣٦١٣٨٢٨٣  ډالره ، په جغتو ولسوالۍ کې ١٧٧٠١٠٨ ډالره، په نرخ ولسوالۍ کې ٤١٥٥٥١٠ ډالره او په دايمير دادو ولسوالۍ ٢٠٨٢٧١٤ډالره لګېدلي دي .

دغه پيسې ديوه جوړ شوي پلان له مخې او دسيمې د اړتياوو په اساس په اړينو برخو کې مصرف شوې دي .

ياد شوي ډالر د دولتي رياستونو،د ملي پيوستون په بېلابېلو پروژو،کرنې ، د ښوونحيو د ودانيو په جوړېدو د روغتيايي کلينيکونو د جوړېدو او بيارغېدو، اوبو لګونې ،سړکونو، مخابراتو، په فرهنګي چارو او دمېوو د ساتنې د سړوخونو په جوړېدو لګېدلي دي .

دا لومړى ځل دي ، چې د ميدان وردګو ولايت له جوړېدو راهيسې په دې ولايت کې يو زړه سواندى والي ( نعيمي) په خورا اخلاص ، صداقت ، ريښتنولۍ او دقت سره په دې کچه پيسې لګوي .

د نعيمي له راتګ څخه مخکې هم په دې ولايت کې څه باندې شلو واليانو په بېلابېلو حکومتونو کې وخت تېر کړى ، خو دغو ټولو څه باندې شلو واليانو د نعيمي په لسمه برخه هم کار نه دى کړى .

په دې ولايت کې داسې واليان تېر شوي ، چې له کډوالو سره مرسته شوې  کمپلې ،  پرځاى ددې چې کډوالو ته يې ورکړي ، په خپل موټر کې يې اچولي او کور ته يې وړې دي .

نعيمي د يوه دقيق پلان له مخې، هوډ کړى چې په راتلونکيو دوو کلونو کې ٨٢ ميليونه ډالره نور ددې ولايت په بېلابېلو ولسواليو او سيموکې ولګوي، چې له دې سره به ددې ولايت د خلکو په ورځنيو ستونزو کې د پام وړ کموالى او دژوند په ښه والي کې به يې ښکاره بدلون راشي  .

همدارنګه دغه نوښتګر والي هڅې کوي ، چې د ترکيې دقيصرې ښارګوټي نقشه ميدان ښار ته راولېږدوي او ميدان ښار د قيصرې د ښار په بڼه په خورا عصري او په ټولو اسانتياوو سمبال  ښار کړي .

قيصره د ترکيې د اوسني ولسمشر عبدالله ګل پلارنى ټاټوبى دى ، چې په ښکلې او پرمختللې بڼه جوړ شوى دى .