په پاکستان کې دپارلماني نظام له ناکامې تجربې څرګندیږي چې په دریمه نړۍ کې ورته تجربې ډیرې اغیزمنې نه دي ، ځکه په نوموړي هیواد کې یو حکومت لا هم نه دی توانیدلی چې خپله ټاکلې پارلماني موده بشپړه کړي . پوځي موسسې دپاکستاني پوځ په بڼه له مودې راهیسې ددغه هیواد چارې دعرفي قوانیونو په پلي کولو سره په مستقیمه اوغیرمستقمه توګه پرمخ بیولي په ځانګړې توګه دتیروشلو کالو په موده کې دپارلمان دوه دورې .
دې ته په پام سره چې دنوموړي هیواد ترکیبي پیچلی سیاست ، بیړني نازکه حالات او دتاریخ په اوږدو کې د( ۱۹۴۸ ز )څخه په سیمه کې دبیلابیلو قوتونو ترمنځ دانډول ساتل ددغه هیواد حالات ورځ په ورځ د پیچلتیا خواته بیایې .
همدارنګه سیاسي فساد ( دچارو اوچارواکو په بیه اخستل ، دسیاسي کړیو ، ملکانو اوګوندونو په کچه دګوندي تمایلاتو شتون اوبیا هر څه دولس او هیواد په ګټه تمامیدل .
پردې سربیره په هیواد کې دمختلفو کلتورنو ، مختلفو ژبوشتون اقتصادي ستونزې ، چې سیاسي استقرار ته درسیدو په مخ کې خنډ واقع کیږي. هم دغه هیواد دیو لړ اندیښنو سره مخ کړی .
دقضایې ارګانونو په وړاندې دځان دسپیناوي په پلمه هیوادته دبینظیر بوټو بیرته ستنیدو سره جوښت داسې انګیرل کیده چې دغه راتګ له امریکا سره دیوه پرتوکول په پایله کې رامنځ ته شوی وه دپرتوکول له مخې مشرف دامریکا دفشار له مخې منلي وه چې دمذهبي ډلو دځپلو لپاره به بوټو سره ګډ حکومت جوړوي چې مشرف یې په یوازې ځان په ځپلو کې پاتې راغلی وه
دبیظیرې له وژنې وروسته په پاکستان کې تاو تریخوالي لاپسې زور واخسته دغه پیښې په داسې حساسوشیبوکې رامنځ ته کیږي ، چې په نوموړي هیواد کې دپارلماني ټولټاکنو نیټه چې دهیواد راتلونکی لومړی وزیر به ټاکي هم تر خپل سیوری لاندې راوسته تردې چې دغه نیټه له ټاکلي وخت نوره هم وروسته شوه دغه پیښي دهیوادپه سیاسي کړیو کې یو لړګوندي خوځښتونه رامنځ ته کړل .
اوس داسې اټکل کیږي چې دبینظیرې له مرګ وروسته به دپاکستانی ټولنې په سیاسي اوګوندي جوړښت کې یو لړ جدي بدلونونه رامنځ ته شي دبوټو ګوند چې دپاکستاني ګوندونو په سرکې ځای لري او دلویدیځ له ملاتړ څخه هم برخمن دې اوس به دیو نوي مشرتابه( ۱۹ کلن بلاول زرداري دبینظیرې زوی ) سره چې دمور په پرتله دسیاست په ډګر کې ډیره کمه تجربه لري دپاکستان په سیاسي تاریخ کې ورګډیږي .
د۲۰۰۲ ز دپارلماني ټولټاکنو ته په کتو سره هڅه کوو په پاکستاني پارلمان کې دنوموړي هیواد دګوندونو برخه اوپه ولس کې محبوبیت معلوم کړو .
د۲۰ /۱۰ /۲۰۰۲ز له ټولټاکنو څرګندیږي چې په دغه ټولټاکنو کې دجنرال مشرف ګوند (مسلم لیګ ق ) ترنورو هغو دمخه وه په ټولټاکنو کې نږدې ۴۱،۸ ٪ په سلو کې ۳۴۲ کاندیدانو ته رایه ورکړل شوی وه دغه ټولټاکنې دهیواد د ګڼو سیمو ، توکمنو ، او مذهبي کړیو په ګډون ترسره شوي نو ځکه خو پاکستانی پارلمان د سیاسي ځواک له پلوه ډیرسره ویشل شوی وه چې داپوزیسیون رول ته یې هم زیان رساوه .
د۲۰۰۲ز ټولټاکنو پایلې په لاندې جدول کې ښې څرګندیږي .
ګڼه ګوند سلنه څوکۍ
۱ دپاکستان دخلکو ګوند ( پارلماني ) ۲۵.۸ ٪ ۷۱
۲ مسلم لیګ( قاید اعظم ) ۲۵.۷ ٪ ۶۹
۳ متحده مجلس عمل ۱۱.۳ ٪ ۵۳
۴ مسلم لیګ (نواز شریف ) ۹.۴ ٪ ۱۴
۵ ملي متحد (دسند دیموکرات ائتلاف
، دملت ګوند اونور...) ۳.۱ ٪ ۱۲
۶ متحده قومي خوځښت ۳.۱ ٪ ۱۳
۷ مسلم لیګ ( عمل ) ۱.۱ ٪ ۴
۸ ملی عوامی ګوند ۱ ٪ ۰
۹ انصاف ګوند ۰.۸ ٪ ۱
۱۰ مسلم لیګ ( جونیجو ) ۰،۷ ٪ ۲
۱۱ دپاکستان عوامي ګوند ۰.۷ ٪ ۱
۱۲ دپاکستان دخلکو ګوند (شیرپاو) ۰.۳ ٪ ۲
۱۳ ملي جمهوري ګوند ۰.۳ ٪ ۱
۱۴ مسلم لیګ (ضیاء الحق ) ۰.۳ ٪ ۱
۱۵ دپاکستان دیموکرات ګوند ۰.۳ ٪ ۱
۱۶ دبلوچو ملت پال ګوند ۰.۳ ٪ ۱
۱۷ خپلواکه ۱۴.۱ ٪ ۲۱
۱۸ دښځو ونډه ۰ ۶۰
۱۹ غیر مسلم لږه کي ۰ ۱۰
په دغو ټولټاکنو کې ۳۰ کسانو دخپلواکو کاندیدانو په توګه ځانونه کاندید کړي وه خو وروسته ددوی ډیری یې د مرکزي ځواک تر چتر لاندې راغلل یوازې ۳ یې په خپلواکه توګه پاتې شول
په لاندجدول کې دغه بدلونونه واضح شوي دي
ګوند چوکۍ خپلواک ښځينه لږه کی ټول
مسلم لیګ (قاید اعظم ) ۷۸ ۱۳ ۲۲ ۴ ۱۱۷
دخلکوپارلماني ګوند ۶۲ ۱ ۱۵ ۲ ۸۰
متحده مجلس عمل ۴۵ ۱ ۱۵ ۲ ۶۰
مسلم لیګ نواز شریف ۱۵ ۰ ۳ ۱ ۱۹
متحده قومي غورځنګ ۱۳ ۰ ۳ ۱ ۱۷
ملی ایتلاف ۱۳ ۰ ۳ ۰ ۱۵
خپلواک ۳۰ ۰ ۰ ۰ ۱۵
نور ۱۵ ۰ ۲ ۰ ۱۷
ټول ۲۷۱ ۱۵ ۶۰ ۱۰ ۳۴۱
دلته دپاکستان مشهورو سیاسي ګوندونو په عام ولس کې محبوبیت او تاریخي شالید ته یوه ځغلنده کتنه کوو ،.
۱- پارلماني ګوندونه :
۱ ـ دپاکستان دخلکو ګوند ( پارلماني ) دبوټو دکورنۍ ګوند
دپاکستان دخلکو ګوند دبوټو له کورنۍ سره مخامخ اړیکې لري که هغه ذوالفقار علي بوټودګوند موسس اوکه لور یې بینظر بوټو وه سره ددې چې پر بینظیرې یولړ تورونه هم وه چې په سیاسي او اداري فساد کې لاس لري اګر که نوموړې دقانون له ویرې هېواد پریښودو ته اړشوې وه خو بیا هم دګوند غړي دغه کورنۍ ته په درنه سترګه ګوري اوهڅه کوي چې یو ځل بیا یې دواک ترګدۍ ورسوي اوپه تیروتنو یې سترګې پټوي .
ګوند لیبراله سیکولر اساساتو ته ژمن دی ، په سند ،پنجاب اوپلازمینه اسلام اباد کې دسترو مخالفو ګوندونو څخه دی.
دګوند تاسيس :
ذوالفقار علی بوټو دغه ګوند په ۱۹۶۷ ز کې دایواب خان په وړاندې داحتجاج په توګه جوړ کړ ځکه هغه هند سره په د۱۹۶۷ز په جګړه کې پاتې راغلی وه دغه جګړه دتاشکند په تړون سره پای ته ورسیده خو بوټو له دغه تړون سره هم موافق نه وه .
دګوند تاریخ له پاکستان څخه په ۱۹۷۰زکې دبنګلادیش له جلا کیدو سره هم تړاو لري دغه مهال دپاکستاني ولس رایه دعوامي لیګ ګوند په اړه چې مشري شیخ مجیب الرحمن کوله سره ویشل شوي وه خو بیا هم دغه ګوند(عوامي لیګ ) دخپل واک دشعار لاندې په ختیځ پاکستان کې ډیری رایې واخستلې بل خوا په لویدیځ پاکستان کې دخلکوګوند چې ټولنیزې غوښتنې یې خپل شعار ګرځولی و ترنورو دمخه و .
دغه حالاتو اولاملونو دختیځ پاکستان بنګلادیش جلا کیدو ته لاره هواره کړه چې وروسته ذوالفقار علي بوټو دخلکو دګوند مشر دپاکستان لومړی وزیر شو.
ګوند له هماغه پیله دموسس د مفکورې چې اشتراکیت ته مایله وه ترتاثیر لاندې و بوټو به دچیني اشتراکې مشرانو دلباس تقلید کاوه چې وروسته هم دغه دګوند له اساساتو وګرځیده .
دګوند اساسات ( اسلام دعقیدې په توګه ،دیموکراسي دسیاست په توګه اواشتراکیت داقتصاد په توګه او واک دولس سره ) ددغه ضد ونقیض اصطلاحاتو یو ځای کول ښایې هیڅکله یو ځای نه شي.
بينظير اوګوند :
د۱۹۷۷ز په اوښتون کې دجنرال ضیاء الحق په لاس دذوالفقار علي بوټو له وژنې وروسته دګوند دمشرۍ چارې که څه هم دڅه مودې لپاره په دتعلیق په حالت کې وې خو وروسته دهغه لور بینظر بوټو ته وسپارل شوې .
دګوند دمؤسس له مرګ وروسته که څه هم په ګوند کې ځینې بدلونونه رامنځ ته شول خو بیا هم دچارو واګې دنوموړې په کورنۍ کې پاتې شوی په ۱۹۸۶زکې بینظیر بوټو دګوند مرستیال رئیسه او په ۱۹۹۳ز کې عمومي مشره وټاکل شوه په ۱۹۹۷ز کې دغه مشري دنوموړی دژوند ترپایه وغځول شوه مګر په ۲۰۰۲ز کې دنوموړی دجلا وطنۍ په حالت کې ګوند اړشو چې دټولټاکنو لپاره خپل مشر وروپیژني ځکه مشرف دنویو قوانینو په اساس ګوندونه اړا یستلي و، چې په ټولټاکنو کې له ګډون دمخه باید دګوند دننه ټاکنې ترسره شي .
دذوالفقار علي بوټو په مهال دپاکستان دخلکو ګوند دپاکستاني ولس له غوڅ ملاتړ څخه برخمن و وروسته بینظیر هم په دې وتوانیدله چې په ګوند کې دننه ځینو اختلافاتو سره سره دګوند محبوبیت دخلکو په زړونو کې وساتي ځکه خو نوموړې دوه ځله وتوانیدله چې دخلکو په رایو ددوه دورو په۱۹۸۸ ـ۱۹۹۰ او۱۹۹۳-۱۹۹۶په موده کې دهیواد دلومړي وزیر دنده ترسره کړي مګر په حکومت،ګوند اوکورنۍ یې دفساد اورشوت تورونو نوموړې اړ کړه چې هیواد پریږدي ددې سربیره ځینې سیاسي فشارونو هم دنوموړې جلاوطنۍ سره مرسته وکړه .
دجلا وطنۍ په موده کې دخلکو ګوند اته کاله له مشره پرته تیر کړل تردې چې د۲۰۰۷ز داکتوبر په ۱۸مه دجنرال مشرف سره دخبرو وروسته دځانګړې عفوې په ترڅ کې په ټولټاکنو کې دګډون لپاره راستنه شوه دیادولو وړده چې بوټو مشرف سره دامریکې ترڅارنې لاندې دیو پرتوکول په پایله کې هیواد ته راستنه شوې وه اوپه دې یې سره موافقه کړې وه چې واک به سره ویشي خو تقدیر ورسره یاري ونه وکړه اونوموړي د۲۰۰۷ز دډیسمبر په ۲۷ دټاکنیزو منډوترړ په یو جلسه کې له ګډون وروسته دټولټاکنو دوه اونۍ دمخه په راولپنډۍ کې ترورشوه چې دنوموړې له وژنې وروسته ټولټاکنې هم وځنډیدې دبنیظیرې له مرګ وروسته دګوند مشري دنوموړې ۱۹ کلن زوي بلاول زرداري ته چې داکسفورډ پوهنتون دقانون دڅانګې محصل دی وسپارل شوه خو دګوند دراتلونکي په اړه پوښتنې به راتلونکی ځوابوي .
۲- دپاکستان مسلم ليګ ګوند (نواز شريف )
دغه ګوند دلومړي ځل لپاره په کال ۱۹۰۶ز کې دټول هند لپاره دبنګلادیش په اوسنۍ پلازمینه ډاکا کې تاسیس شو محمد علي جناح هم په ۱۹۱۳ز کې دنوموړي ګوند غړیتوب ترلاسه کړ نوموړی په څلورو لسیزو کې وتوانیدو چې دګوند مشرۍ ته ځان ورسوي اوخپلو غوښتنوته چې دمسلمانانو اوهندوانو جلاوالی وه دعمل جامه وراواغوندي دغه هڅې هندڅخه دپاکستان په جلاوالی سره پای ته ورسیدي ، چې په دې سره ګوند د یو تاریخي پړاو په ترڅ کې پاکستاني مسلمانانو ته ورپاتې شو مګر کله چې جنرال ایوب خان مارشالا اعلان کړه اوواک یې په خپل لاس کې واخیسته سیاسي ګوندونه یې منحل اعلان کړه مسلم لیګ ګوند هم له دغه حالت څخه بچ نه شو ګوند یو څه تیت شو.
خوګوند اوس هم دپاکستاني ولس په زړونو کې ځای لري ډیر سیاسي شخصیتونه اوس هم دغه ګوند ته وفاداره دي نواز شریف اوجنرال پرویز مشرف هم ددغه اشخاصو په لړ کې دي دګوند دنامه لاندې نږدې ۱۱ ګوندونه اوڅانګې کارکوي چې هر یو یې له بل څخه دیوې ځانګړې نښې په درلودلو سره جلا کیږي
دنوازشریف مسلم لیګ ګوند په ۱۹۹۳زکې رامنځ ته شوو اودهمدې نامه لاندې په ۱۹۹۷ز کې نوازشریف دپاکستان دلومړی وزیر ترچوکۍ ورسیده خو هغه دغه موده پوره نشوه کړای مشرف هغه دیوې سپینې کودتا په ترڅ کې له واکه لرې کړ اوحتی هغه یې له هیواد څخه ویستلو ته اړ کړ .
نوازشریف له همغه مودې راهیسې په سعودي عربستان کې دجلاوطنۍ شپې سبا کولې تردې چې دپاکستان سترې محکمې دنوموړي په حق کې پریکړه وکړه له دې وروسته نوازشریف هڅه وکړه چې هیواد ته راستون شي خو پاکستاني چارواکو هغه هیواد ته درسیدو څو ساعته وروسته بیرته سعودي عربستان ته ستون کړ خونوموړی د۲۰۰۷ ز د نومبر په۲۵ یوځل بیا پاکستان ته راغي خو داځل په هیواد کې پاتې شو .
دشریف دجلاوطنۍ په موده کې دپاکستان دروغتیا پخواني وزیر جواد هاشمي ددغه ګوند مشري کوله .
نوازشریف دګوند لپاره عامه موخې ټاکلي چې هیواد پالنه ، دقانون واکمني ، دازادۍ ساتنه ،دیموکراسي اوهغه اساساتو ژمن پاتې کیدل چې پاکستان ورباندې ولاړ دی په برکې نیسي ، په حقیقت کې دغه ګوند په ډیره کې دنوازشریف شخصي ګوند ګڼل کیږي نواز شریف سره یې ورور شهباز شریف هم په ګوندي کارونو کې همکاري کوي ، پاکستاني ولس اوسیاسي کړیو له خوا دشریف کورنۍ په فساد تورنول په خپله دمسلم لیګ دګوند تورنول دي .
نواز شریف دواک په مهال په ۱۹۹۰ – ۱۹۹۳ اوهمدارنګه په دویم ځل په ۱۹۹۷- ۱۹۹۹ز د خپلو ځینو سیاسي سیالانو له خوا په فساد اورشوت تورن شوی وه .
دنوازشریف ګوند په ډیره کې دفابریکو خاوندانو اوسوادګرو له خوا حمایه کیږي چې نوازشریف خپله هم یو ستر سرمایه دار دي چې دخپل ستر سیاسي سیال دخلکوګوند (بینظیر بوټو) په پرتله چې اساسي غړي دډیرو ځمکو درلودونکي دي ډیره سرمایه لري .
هیله نه کیږي چې دمسلم لیګ ګوند (نوازشریف) دخپل ځواکمنې ماضي سره سره د۲۰۰۸ز دفبروري په ټاکنو کې بریالیتوب ترلاسه کړي داسې اټکل کیږي چې دفساد اورشوت تورونه به ددوي دبریالیتوب په وړاندې خنډ وي
۳- دپاکستان مسلم ليګ (قايد اعظم ) دمشرف ګوند
په ۲۰۰۱ز کې دپاکستان فوځي مشر جنرال پرویز مشرف دپاکستان مسلم لیګ (قایداعظم) په نوم یو نوی ګوند تاسیس کړ قاید اعظم چې دپاکستان مسلم لیګ ګوند او پاکستان مؤسس دی نومړي هم خپل ګوند همغه ته منسوب کړ . هغه په دې کار سره دپاکستان مسلم لیګ (نوازشریف ) ګوند ته هم صدمه ورسوله اود۲۰۰۲ ز په ټولټاکنوکې دګوند دبریالبتوب په ترڅ کې خپل حکومت ته مشروعیت هم ورکړ. نوموړی ګوند په ملي کچه په مهمو ګوند کې راځي دګوند ترشا دوخت دولسمشر مشرف لاس دی چې دغه ګوند یې له ډیرې ټیټې سطحې په ۲۰۰۲زکې دهیواد درهبري ترکچې ورساوه. په پارلمان کې نوموړی ګوند دټولو ترمخه دی د۲۷۲ چوکیو ۶۹ دنوموړي ګوند په واک کې دي د ټولورایو نسبت یې ۲۵.۷ ٪ ده چې ډیرې یې دپنجاب دخلکو وي وروسته دنورو خپلواکو وکیلانو له یو کیدو سره دنوموړی ګوند چوکۍ ۱۱۶ ته ورسیدي ددغه ګوند مشري پخوانی دکورنیو چارو وزیر چوهدري شجاعت حسین کوي هغه په ۲۰۰۲ ز کې په ګوند کې د پنجاب ایالتي مشر و .
۴- متحده مجلس عمل ( دمذهبي ګوندونو ائتلاف )
نوموړی ائتلاف چې یوسیاسي ،اسلامي ائتلاف دی د نړیوالو ګواښونو دمخنیوي په موخه دشپږو سترو اسلامي ګوندونو څخه جوړ شوې دغه ائتلاف ځینې ګډ مشترکات لري چې دوي سره راغونډ کړي خو بیا هم ددوي ترمنځ ډیر څه شته چې د اندېښنې وړ دي .
نوموړي ګوندونه په لاندې توګه دي
۱- جماعت اسلامي ( دقاضي حسین احمد په مشرۍ )
۲- جمعیه علماء اسلام ( مولوي فضل الرحمن )
۳- جمعیه علما ء اسلام ( مولانا سمیع الحق )
۴- جمعیه علماء پاکستان ( فصیل نوراني )
۵- جمعیه اهل الحدیث ( دساجد میر په مشرۍ )
۶- حرکت اسلامي ( شیعه ډله ده چې دفقه جعفري دپلي کیدو غوښتونکي دي )
دغه ائتلاف هغه مهال رامنځ ته شو کله چې دپاکستان او افغانستان څخ ددفاع په پلمه په ۲۰۰۱ز کې نږدې ۲۶ اسلامِي دیني ګوندونه په دې موخه سره راغونډ شول چې پر افغانستان دامریکې دبرید په اړه دپاکستان دریځ مخالف لوري ته واړوي چې وروسته دولس دنه همکارۍ په صورت کې دغه هڅې ناکامي شولې د۲۰۰۲ ز ټولټاکنو ته نوموړي ګوندونه یو ځل بیا سره راټول شول چې جماعت اسلامي اوجمعيت علما ء اسلام( فضل الرحمن) ګوندونو ونډه پکې دنورو په پرتله ډیره وه ، دپاکستان دسیاسي ځواک په لړ کې متحده مجلس عمل دمسلم لیګ قاید اعظم اودخلکو دګوند وروسته په دریمه کټه ګورۍ کې راځي .
په دغو ټولټاکنو کې نوموړي ائتلاف په لومړي ځل په ګډه ۵۲ چوکې وګټلې چې دټولو رایو ۱۱ ٪ جوړوي داد دنوموړو ګوندونو لپاره په خپل ګوندي تاریخ کې ستر لاسته راوړنه وه ځکه له دې دمخه ددوی رایې له ۶ ٪ پورته نه وې ختلې اوس نوموړی ائتلاف په پارلمان کې ۶۳ چوکۍ لري دیادونې وړده چې له ټولټاکنو وروسته ځیني خپلواک غړي هم دوی سره یو ځای شول .
یو ټکی چې یادونه یې اړینه بریښي هغه ددغه بریالیتوب ترشا ددوی هغه شعارونه و، چې په افغانستان اوپاکستا ن کې دامریکا دنفوذ مخنیوی اود امریکا دبریدونو سره مخالفت وه ځکه د۲۰۰۲ز پارلماني ټاکنې په افغانستان دامریکې برید سره ملې وې ددې ښه ثبوت داهم کیدای شي چې د۱۹۹۷ز په ټولټاکنو کې نوموړو ګوندونو په فیدارلي پارلمان کې یوازې ۴ چوکۍ ګټلې وی
۵- متحده قومي خوځښت :
ددغه ګوند ډیری غړي هغه مهاجر تشکیلوي چې دسند په ایالت کې میشت دي ګوند دمنځنۍ اوغریبې طبقې کسان هم په خپله غیږ کې لري ، خو دګوند مصارف نږدې په ټوله کې دسند میشته مهاجرو سوداګرو او کارګرو لخوا تمویلیږي دغه ګوند دپخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو دهغه کړنو په غبرګون کې رامنځ ته شو، هغه مهال داسې ګمان کیده چې نوموړی په سند کې توکمیزو شخړو ته لمن وهي ، دضیاء الحق په دوره کې دغه ګوند دضیاء الحق لخوا ددې لپاره حمایه کېدلو چې په سند کې دخلکو ګوند نفوذ ته زیان ورسوي .
په تیرو ټولټاکنو کې دغه ګوند په سند کې ښې لاسته راوړنې لرلې چې دخلکو ګوند له ګوند وروسته په دویم نمبر کې راغی خو دهیواد په کچه نوموړی ګوند په نسبې توګه ښه ونه ځلیده دوی دهیواد په پارلمان کې ۱۷ چوکۍ ترلاسه کړې ددوې دغه بریا نږدې دتیرو ټولټاکنو په څیر وه په تیرو ټولټاکنو نوموړي ګوند ۱۲ چوکۍ ګټلې وې هغه مهال اوسني واکمن ګوند مسلم لیګ قاید اعظم سره په ائتلاف کې وه .
۶-د ملي ائتلاف ګوند
دغه ائتلاف چې دسند دیموکرات تړون ، ملت ګوند اونوروړې ډلګۍ په کې راټولې شوي دي رهبري یې امتیاز شیخ کوي په تیرو پارلماني ټولټاکنو کې ۱۲ چوکۍ کټلې وې ۴.۶ ٪ نوموړی ګوند دمسلم لیګ قاید اعظم له ایتلاف کونکو څخه دی اودجنرال پرویز مشرف دحکومت له ملاتړو څخه شمیرل کیږي .
۷- دپاکستان مسلم ليګ ګوند (کار)
دمسلم لیګ ګوند یوه جلا شوې څانګه ده مشر ی پیر پاجارو کوي دغه ګوند هم په پارلمان کې ۵ چوکۍ لري
۸- مسلم لیګ (جونیجو )
دغه ګوند هم دمسلم لیګ یوه جلا شوې څانګه ده چې په اتیایمو لسیزو کې له نوموړي ګوند څخه دمحمد علي خان جونیجو چې دضیاء الحق دواکمنۍ په مهال دپاکستان لومړی وزیر وه په مشرۍ جلا شو اوسنی مشر یې حامد ناصر نوميږي . په پارلمان کې ۳ چوکۍ لري
۹- دپاکستان دخلکو ګوند ( شيرپاو )
دپاکستان دخلکو ګوند (بینطیر بوټو ) څخه دافتاب احمد خان شیرپاو په مشرۍ چې هغه مهال دګوند دشمال لویدیځې سیمې مشر و په ۱۹۹۹ز کې جلا شو اوس په پارلمان کې ۲ چوکۍ لري .
۱۰- حرکت انصاف
دغه ګوند چې یو اصلاحي ګوند ګڼل کیږي مشري یې دکرکټ دلوبې ستوری عمران خان کوي سره ددې چې نوموړي ګوند دولس په ملاتړ وکولای شول په پارلمان کې ۱ چوکۍ وګټي لاتر اوسه نوموړی ګوند په ملي کچه دومره مطرح نه دی پاکستان ته دولسمشر بوش دسفر په مهال عمران خان دامنیتي ځواکونو له خوا په کورکې نظر بند شو ځکه داسې اټکل کیده چې ښایې نوموړی به دبوش په وړاندې دلاریونونو مشري وکړي
۱۱- مسلم ليګ ( ضياء الحق )
دمسلم لیګ یوه جلا شوې څانګه په پارلمان کې ۱ چوکۍ لري
۱۲- عوامی ګوند
ددغه ګوند مشري طاهر القدری کوي په پارلمان ۱ چوکۍ لري
۱۳- جمهوري وطن ګوند
دغه ګوند چې مشري یې نواب اکبرخان بګټي کوله هم په پارلمان کې ۱ چوکۍ لري نوموړی ګوند چې دبلوچو ملتپالو څخه جوړ دی ددولت له مخالفو ګوندو شمیرل کیږي تیر کال دنوموړي ګوند مشر نواب اکبر خان بګټي ددولتي ځواکونو له خوا ووژل شو په تیر پارلمان کې نوموړي ګوند ۲ چوکۍ لرلې .
۱۴- دپاکستان ديموکرات ګوند :
ددغه ګوند مشري محبوبه مفتي سعید کوي دغه ګوند چې یو چپی ګوند دی هم په پارلمان کې ۱ چوکۍ لري .
۱۵- دپاکستان شيعه سياسي ګوند
دغه ګوند هم په پارلمان کې ۱ چوکۍ لري
۱۶ حقیقي متحده قومي موومنټ
ددغه ګوند مشري آفاق احمد کوي نوموړی ګوند هم په پارلمان کې ۱ چوکۍ لري .
۱۷ـ پښتونخوا ملي ګوند
ددغه ګوند مشري محمود خان اڅکزی کوي داهم په پارلمان کې ۱ چوکۍ لري
۱۸- دبلوچو عوامي ګوند
مشري یې مهیم خان بلوچ کوي په تیر پارلمان کې ۳ چوکۍ لرلې په اوسنی پارلمان کې ۱ چوکۍ لري
دپارلمان بهر ګوندونه
۱- ملي عوامي ګوند
ددغه ګوند ولی خان کوي دغه ګوند له فعالیت څخه منع شو چې په ملي کچه د مطرح کیدو امکان یې ډیرشو
۲- دخلکو قومي ګوند :
دغه ګوند چې دخلکو دګوند یوه جلا شوي څانګه ده مشري یې غلام مصطفی جئتوي کوي دوي په تیر پارلمان کې ۱ چوکۍ لرله . دغه ګوند هغه مهال دبوټو دخلکو له ګونده خپله لاره بدله کړه کله دګوند دمشر غلام مصطفی اوبینظیر بوټو ترمنځ یو لړ اختلافات رابرسیره شول دیادونې وړده چې غلام مصطفی هم دسند له ایالت څخه دی .
دغه ګوند چې سیکولر اساساتو ژمن دی دبیوزلې پر ضد مبارزه او دټولنې څخه دطبقاتي نظام دمنځه وړولو خبرې کوي .
۳- عوامي نشل ګوند :
دغه ګوند په ۱۹۸۶ز کې زامنځ ته شو دغه ګوند په خپله تګلاره دپښتون قوم غوښتنې انځوروي دګوند مشري اوس اسنفدیار ولي خان په غاړه لري دګوند ډیری فعالیتونه په شمال لویديخه سیمه پیښور کې ترسترګو کیږي ګوند دغه سیمې دډیرې سیاسي ، اقتصادي اوټولنیزې خپلواکۍ غوښتونکي دي دصوبه سرحد نوم په پښتونخوا بدلول دګوند له بنسټیزو موخو څخه دې ، همدارنګه ګوند په صوبه سرحد کې دکالاباغ بند دجوړولو سره هم مخالفت لري .
سره ددې چې ګوند د۲۰۰۲ ز په ټولټاکنو کې ۱.۰۴ ٪ رایې ترلاسه کړي خو ونه توانیدل چې په پارلمان کې یوه چوکۍ هم ترلاسه کړي دې ته په پام سره چې نوموړي ګوند په تیرو ټولټاکنو کې دپارلمان ۱۰ چوکۍ خپلې کړې وې
داچې نوموړی ګوند یو ملت پاله ګوند دی نوځکه خو په دغه ټولټاکنو کې دنوموړي ګوند بریالیتوب دافغانستان جګړې سیوري لاندې راغی او ددوي په پرتله دیني ګوندونو ډیر چوکۍ وګټلې .
۴- دپښتون ملي ګوند
افضل خان لالا په مشرۍ
۵- دبلوچو ملي ګوند :
نوموړی ګوند په ۱۹۹۶ز کې دمختلفو بلوچو قومي ډلو څخه جوړ شو دپاکستان ملي ګوند چې غوث بخش بزینجو یې مشری په غاړه لرله اود دسیمه ییز ادارې دپراختیا غوښتونکي هم وه ددغه ګوندونو په سر کې راځي ددغه ګوند غوښتنې دبلوچستان دازادۍ دلښکر برخلاف وې چاچې دستر اولوي بلوچستان درامنځته کولو خبرې کولې اوله همدې لارې یې دوخت دشوروي اتحاد څخه پیسې ترلاسه کولې دغه ګوند ـ دبلوچو ملي ګوند- د۱۹۹۷-۱۹۹۸ ز کالونو ترمنځ دبلوچستان مشري هم کړیده دګوند مشر عطاء الله منګل دی اودغه دبلوچو دستر قبلي منګل نمایندګې هم کوي .
۶- دخلکو ګوند ( شهيد بوټو)
دغه ګوند چې دخلکو ګوند (بینظیر بوټو) څخه یوه جلا شوې څانګه ده مشري غنوه بوټو دمرتضی بوټو دبینظیر بوټو دورور کونډه کوي دغه ګوند هم په تیر پارلمان کې یوه چوکۍ لرله .
پای
دغه پړاو چې همداوس پاکستان ورڅخه تیریدونکی دی دپاکستان په تاریخ کې ترټولو خطري پړاو دی اوراتلونکې درې اویا څلور میاشتې به دا روښانه کړي چې دبینظیر بوټو له وژنې وروسته به د پاکستاني سیاسي ګوندونو په نقشه کې کوم تغیرات رامنځ ته کیږی اودټولټاکنو وروسته -به که داځل بیا وروسته نه شي- دپاکستان په سیاسي ډګر کې کوم بدلونونه راځي اوکه نه ؟ داهغه پوښتنه ده چې ځواب به ېې وخت ته پریږدو.
وروستي