ارمان يې ډېر ښه و زما دژوند دوام لپاره
د راتګ زېرى يې اذان و د ماښام لپاره
هغه يو ژوند وروسته راځي ورته لېمو كې زما
ماشومې اوښكې دي ولاړې احترام لپاره
بيا چې ورمخ شومه نوبيا مې سترګې وبرېښـېدې
دا ايېنې نه دي دلمر سلام كلام لپاره
زه به پر ځاى ورته رڼا له هغه مخه راوړم
كه سپوږمۍ ځي چېرته په كومه شپه ارام لپاره
چې نن يې ولې عرضه زياته تقاضا كمه شوه
پخوا خو حسن ښار ته نه واته ليلام لپاره
اوس د هر چا دارمان مړى زما زړه كې ښخ دى
دا هديره ده وقف شوې خاص و عام لپاره
وروستي