بدبخته كه نيكمرغه كال

اسدافغان

درنو دوستانو پرون نوروز و، د نوى پسرلې رنګينه ورځ،په زياتره سيمو كې ميلې وې، خلكو خوشالې كوله هر چا به ويل كه نن درباندي څه تير شول ټول كال به د همدا حال وي،د افغانستان په يوه لرې پرته سرحدې سيمه كې لمر خپلې زرينې وړانګې يه شنو پټيو،له ګورګورو ډک دنګو غرونو،او له خټو جوړ خړو كورونو وشيندلې، كليوالو خپل سهار په خوشالۍ پيل كړ،چا پټي اوبول ،چاونې كينولې، او ځينې كسان په نوى جوړيدونكې جومات كې په كار لګيا و،
زه نن اوزګار وم له سهاره مي طبيعت ښه نه و، ورځ راباندې نه تیریده،نيمه ورځ راباندي په ډيره سختى تيره شوه،د نورو كالونو برخلاف دا ېيڅووم كال و چې پدې ورځ مې ميله نه وه كړې،ورځ تيريده زه هم اخير د مازديګر درى نيمي بجي د پټيو په طرف روان شوم،لا رسيدلى نه وم چې درز شو،سمدستې مې پروت وکړ او زمونږ له كلي سره نږدي امريكايئ هډي څخه خړي لوخړي پورته شوى،طالبانو له کورونو څخه په پوځې هډه د هاوان مرمۍ وداغله او وتښتیدل،خو له دوی وروسته ناټو او اردو واله سخته جګره پيل کړه،د نارنجك،هاوان ،فيكه،راكټ او ډول ډول ميزايلو بې شماره ګولي ناټو په كلې وراولي،جنګ شيبه په شيبه سختيده او هوايئ قواو هم خپل راكټ ويشتل په پټو او كروندو كي ماشومان ځوانان ښځي او سپين ږيري د مرګ په خوله كي پراته و ،جنګ لا نيم ساعت نه وتلي چې په بېړه مې په موبايل كې جيبې قران كريم خلاص کړ ياسين شريف او نور سورتونه مې لس لسځلي ولوستل او خداى ته مي دعا وکړه چې ياالله ته ټول مسلمنان په خپل امان کې وساته زما خو هيڅ وس نشته.....
د درندو او سپکو وسلو سلګونه او زرګونه ګولې به کلې وریدې،خو اخیر جنګ تر دوه ساعته وروسته غلى شو،زه هم د نورو كسانو سره د نړيدلو كورونو يه طرف په بيړه ورغلم د كلي لوى جومات په څنډو‌بې شماره هاوان لږيدلې و خو جومات خداى پاك ترې ساتلى و ،په داسې حال کې چې جومات ټول له مزدورانو ډک و،خو خدای ټول روغ رمت ساتلې و،له جومات ور اخوا په يو كور وننوتم كور كې د ماشومانو او تور سرو كريغي او وير اخيري حد ته رسيدلى و، د کور برنډه او دوه کوټې ناستې وې او خړې لوخړې ترې ختې كور نيم له منځه تللى و خو ماشومان او ښځي د كوټي په ړنګو كونجونو كې خداى پاك په سره اور كې ساتلي و،ددي څخه وراخوا دوه نور كورونه هم لږيدلي و خو يوازي څو كسان سرسري ټپيان و نوره خداى تري ساتلي و، د کورونو دیوالونه چې ما وکتل نو داسې ځای مې پکې
پیدانکړ چې مرمۍ پرې لږېدلې نه وې
، خدای ج د تولو مسلمانانو ته باقې خیر کړې خو پوښتنه داده چې پداسې حال کې به څنګه خلک د دولت او يا د نورو كسانو ملاتړ وکړې؟؟؟؟