حُــســــن

دځـــوانۍ غــ‏وټۍ یـې ګل ده یار شینــدي څپـې د حُــسن     
 د ټټر پاولو کې زیر او بـــم غــږۍ نـغـمې د حُــــــــــسن  انــــــنـګي یې شرموي رنګ د مــڼــې باغ د پغـــمـان کې
 له حـیا چـې یې راؤ اوري پر مــــــخ ډ یـــوې د حُــــســن  خط پر مخ یې په سرو شونډو د ښکـلا وو اتل سپور دی
 چې راشندي د ځوانۍ رنــګین کمـــان شغــلې د حُـــسـن  څـــــوکیدار یې د حرم دی تـــــور زنــــځیر د ښامارانو
 بــېګانه ته! دغــه زلفـــې یـــې په مخ خــورې د حُــــسن  نرګسي خـنداچـې سترګـوکـې انــځــور کــــړي کله- کله
 کـړي ستونــه ډ ک له میو وهي کړنګ پیالــې د حُـــسـن  د ځـــــوانـۍ سپرلی په ټولو ګــلو ګــډ او رنــګـینـۍ دي
 پـه کـــې بریښي د افغان د مغز او مټ اسرې د حُــســن  افــغــان هــر خوا د اغــیار د غــیږ خندا سیمې ښکلا ده
 ربـــه ! بېرته مو نصیب کړې په هیواد مزې د حُــــسـن  د غـــــزل پـه ژبــه وګــوره تـــروې او خــــوږې دواړه
 « اهــتـمـام » خورا په کـار دی چې څکې مېوې د حُسن                           د پنجاب ګجرات د ؛ ۱۳۷۷ هـ ش کال وری