سپرلیه تا ته مو وې هیلې
دې ښکلاوو ، رنګینیو او خوښیو هیلې
مینه کې نغښتې دې امنیت
او پرېمانیو هیلې
څنګه سپرلی ئې ته !سسس؟
چې توپانونه ، سېلابونه او ستم لوروې
د سېمرغ ځالې او بچیو باندې بم لوروې
دې ملالۍ زیارت ړنګ شوی ، دې ایوب بچیو!
دې خوشحال خان او دې رحمان بابا عـزت وساتئ
چا مو عزت ، چا مو تاریخ ولې هستۍ واخېستې
دې بل په لمسه ئې زموږ د خـولې مړۍ واخیستې
تا ته دې هیلو او دعاوو لپې پورته نیسو
په مونږه مه پلوره دوینو سېلاب
په ډالري لوړ قېمت !؟
د « ۱۳۸۴ ل - ل » کال د غبرګولي میاشت .
درحمان بابا په مشاعره کې ویل شوی او ټلویزیونونو خپور کړی دی.
وروستي