كرزيه ته مسؤل يې!؟

                       ســـــــــــــــــــــــنډاخوبيا پړى شكولى***چوپانه ساته چې دې سورى نه كړي ډارنه ۰۳ـ۰۲ـ۲۰۰۸غېســـــــــــــــى گرانوهېوادوالو او نړېوالو! په مسؤليت سره ليكم چې دبن كنفـــــرانس يواړخيزې پرېكړې وكړې،داځكه چې دسيتميانوپه استازيتوب سرتمبه يونس ((غيرقانوني))،ستارسېرت اونورويې په يوه موزه دوه پښې منډلې وې او دمسكو په لارښوونه په مخ تلل،دالمان دولت ډېرخوشبين ؤ چې گوندې هرڅه به سم اودبن دكنفرانس پرېكړې به عملي شي خوداسې ونه شول له دې سره سره چې هرڅه دشمالي ټلوالې په گټه فيصله شول،كرزى صرف دسيمبول په ډول په چوكۍ سپورشواوپښتانه دطالبانو په تور له پامه وغورځېدل،هيڅ دولتي واك ورنه كړشوهسې څو تش په نامه پښتانه يې ورسره سنجاق كړل البتـه داپه داسې حال كې چې دهيوادډېرى هم پښتانه جوړوي،په هرصورت په هغوپرېكړو به موسرنه درخوږوم خوبياهم په داشپږوكلونوكې هيڅ ډول پرمختگ ونه شو او مخ په ښكته روان دي داځكه چې شمالې ټلواله دتل په شان له مســكو سره سريښ ده او په سيمه كې دتهران اواسلام ابادپه مشورووضع كړكېچنوي ترڅودنړېوالې ټولنې ټولې هڅې ناكامې اومسكوبياپه سيمه حاكم كړي،دطالب په نوم څولېونيان اى .ايس.اى روزلي چې په پښتون مېشتوسېمو كې ستونځې جاري ساتي،كه چېرې واقعاٌ طالبان په خپل واك اورښتني پښتانه واى نواول غچ به يې له شمالي ټلوالې اخيستى ؤ،څومره طالبان يې په مزار كې ورته ايره كړل څومره يې په دشت ليلي كې ترخاورولاندې كړل خوتراوسه پورې په اصطلاح طالبانودشمالې ټلوالې يو عادي غړي ته هم زيان نه دى رسولاى،بس بمونه له ځانه څخه تاواو دبې وزله پښــتون په كور ورغورځار شي نو په دې دليل موږ وېلاى شو چې دپښتنو نمايندگي طالبان نه شي كولاى دا هرڅه كرزي ته مالوم دى خو گــونگ پاته دى يوه سترگه مشرف ته وهي بله بوش ته په بغلان كې دكاظمي اوورسره ملگرواوبې گناهو زده كوونــكوپه بمي الوزونه كرزى ښه خبر دى،په دوبۍ كې دضيا مسعود او قانوني په غلا كرزى نه تنهــا چې خبر دى حتى په جرم كې يې ځان ور سره شريك كړافغان نوميالى تاريخ به هيڅكله كرزى ونه بښي دا داړه مار اوغله يو په بل پرده سره اچوي ،زمونږ ملي شتمني لوټوي ،زموږ گران او سرلوړى هيواد شرموي او زموږ بې وزله ولس په خاص ډول بېنوا پښـــتون قام دتباهي گړنگ ته ورغورځوي. قدرمنو لوستونكو! تاسې باوروكړئ كه دقانوني اوضيا مسعودمســــله دروغ واى نو قانوني به داسې رسوائې په ټوله نړۍ كې پورته كړې وه چې تاسو به په خپله ورته حيران واست،نه مويادېږې چې كله چې دولسمشري ټاكنــــې وې او قانونونې په رسوائي شروع وكړه چې دادگوتو رنگ جعلي دى كرزي چل جوړ كړى او داسې نور بيا كله چې كرزي ورته قران په ژبه وڅاټه چې لا لا ته اوستا ډلگۍ چې هر څه غواړئ كولاى شئ خو اوس ما پرېږدى چې په پښتون ولس نورهم لمبې بلې وساتم همداسې وشول قانوني ورباندې دجنگي جنايتكارودمعافيت سنديادگيدړې قباله امَضا كړه فهيم اونورغله يې په انتصابي ډول مقنينه قواوته داخل كړل داماناچې پېشوگان يې په غوښه پهره داران كړل،په تحصلي بورسونو كې يې دپښتنوزامن له برخې بې برخې كړل په خپل ډك دستارخوان يې نهار كېنول په هديرو او ودونو يې بمونه واورېدل، نړيوالو قواوو ته به ستميانوغلت كردنات وركول  ځكه خو اوس عام ولس خوابدى اوناهيلى دى داخولا هاخواپرېږده چې اوس بيا دا غله غواړې چې بياپه مړوسترگوپه ولس ځانونه وتپې اولكه داورنغري دولس غاړې ته ورولوېږي،سنډادوستم اوسنډا فهيم خو تاسو ته ښه معلــوم دي چې څه لوبې يې وكړې او همدا بيگا شرابي دوستم له نورو نااهله شرابيانو،لنډه غرو، لكه لطيف فدرام اونوروخپلوداړه مارانوسره يوځاى داكبرباى په كوردكابل په زړه شېرپوركې دنړېوالــــــې ټولنې دنظامـــي حضوردموجوديت په صورت كې وروختل اكبرباى يې له خپل كورڅخه وتښتاوه ويې واهه بياپوليسوترخپله وسه يو څه وكړل راخلاص يې كړاوس په روغتون كې په بدحالت كې قـرارلري،سپين سترگى دوستم لا وائې چې دادسيسه دكورنيو چارو وزير راته جوړه كړې ياخوهغه بايد له دندې څخه لرې شي اوياخوبايدله ما جناب كله كدو څخه عفوه وغواړي وا وا كرزيه اوس يې ننداره وكړه چې هم ولس درڅخه ولاړ اوهم ستاپه چوپانه كې ساتلي شرمشانولكۍ په سر واړولې ته همداسې ښه يې ټول ته گرم يې دا شپږ كله درسره كباب شولو ته كباب شې،تا خواوس خبره صرف ځارنــوالي ته راجع كړله هو! كومې څارنوالي ته ؟ زه فكركوم چې دثابت بېچاره ورمېږ دا ځل په گلمجمانوماتوي هغه بل ځل خو دين محمد جرت وربانـدې ورمېږكوږ كړى ؤ، هغه دې دين محمد دوسيه مو څنگه كړله؟هغه دترانسپورټ اودفوايد عامې دوزيرانو قاتلين مو څنگه كړل؟ ترڅو به ته دالوبې كوې خپل ځان ته دې پخپله ماران وروزل!؟ داخو ټوكې نه دي قربان دا داړه ماران به زموږ گران هيواد دخپل هوس او نااهلــي له وجې ټوټه ټوټه كړي دادى نن په شبرغان كې هم دغلوملاتړ له خپل جنايتكارڅخه دمظاهرو په ترڅ كې وشو نو ته به بيا نن كومه سترگه وهې اشـنا!؟ ځكه زه ټولو هيوادوالو او نړېوالوته غږكوم چې په بېړه يو نړېوال كنفرانس جوړپه افغانستان كې فوراٌاضطراري حالت اعلان ،په ډېرشدت سره وسلوالې ډلى بې وسلي اويوه نوې اوسپېڅلې اداره رامينځ ته كړي ترڅوهم نړېوالـې ټولنې ته يوه دې خټې پزه جوړه شي اوهم زموږ برمته ولس دغلو او لوټمارانو له اسارت څخه وژغورل شي .په هېوادنۍ مينــه