د مسکو فارمټ غونډې څه پيغام درلود؟!

د ماسکوفارمټ غونډه چې وړمه ورځ د روسیې په کازان ښار کې پای ته ورسېده، دا غونډه ددې غونډو د لړۍ پرلپسې ۵ مه غونډه وه ، لومړی ناسته یې په ۲۰۱۷ کې پيل شوې وه چې ان په هغه وخت کې په افغانستان کې په بشپړ ډول د ااا  د واک ته رسېدلو  چا تصور هم  نشوای کولای، او نه چا دا ګومان کاوه چې دوی به په بشپړ ډول په اوسني شکل ټول واک تر لاسه کوي.

 دا ناسته د جغرافيایي ماهيت له نظره ځکه ډېره مهمه وه چې څلور د هستوي وسلو لرونکو هېوادونو لکه چين، روسيه، پاکستان، او هند استازو پکې شتون درلود او همدارنګه د نفوسو له لحاظه هم يې هغه هېوادونه ګډونوال وو چې د نړۍ يو پر درېیمه برخه نفوس لري. په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قيرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان ځانګړو استازو او په دولتي کچه نمايندګانو ګډون کړی وو ؛ د عربي نړۍ: قطر، سعودي، متحده عربي اماراتو  استازو پکې د ناظرانو  او د افغانستان استازي (د ااا د باندنيو چارو سرپرست وزير او ورسره پلاوي) پکې د مېلمنو په توګه ګډون کړی وو.

په غونډه کې په افغانستان کې د  سرتاسري حکومت په تشکيل، له نشه یی توکو سره په مبارزې  او د  ورانکارو ډلو په ځپلو ټينګار وشو.
 ددې غونډې څخه مطلب دا هم وو چې روسيه نړۍ او په ځانګړي ډول امريکا او غرب ته ښودل چې ګويا زه کولای شم ،سره له دې چې په اوکراين کې مصروف يم د نړۍ او سيمو په چارو کې  هم ځان جوت او مرکزي رول لرونکی وښيم.

دويمه دا چې روسيه د خپلو متحدينو چې د منځنۍ اسيا هېوادونه دي د هغو له جنوبي سرحدونو څخه د دفاع او منځنۍ اسيا د هېوادونو اندېښنو ته په کتلو چې ګويا تروريستی ډلې به د افغانستان لخوا سنبال د منځنۍ اسيا خاورې ته را واوړي اندېښمنه ده او د خپلو متحدينو او ااا تر منځ د اړيکو په جوړولو کې کوشش کوي چې د داسې ورانکارو ډلو مخه ونيسي او په افغانستان کې یې پرمختګ او راټوکېدلو ته د اااو په مرسته ،پرېنږدي.

عربي هېوادونه چې په ناسته کې ناظر هېوادونه وو هم دا اندېښنه لرله چې نشه یی توکي او تروريستي ډلو د بيا فعاله کېدلو مخه دې ونيول شي.
خو د ااا استازي په خپلو خبرو کې له هېوادونو وغوښتل ددې پر ځای چې زموږ په مقابل کې ودرېږئ ،راشئ د چين په شان موږ په رسميت وپېژنئ ، له موږ سره تعامل وکړئ ترڅو د خبرو اترو له لارې مخ ته لاړ شو.

له بل پلوه د نړۍ د هېوادونو لخوا په رسميت پېژندلو کې ااا هم بېړه نه کوي، دوی پوهېږي چې افغانستان اوس د نړۍ د لومړي  پاموړ هېواد په توګه له پامه غورځول شوی دی او نړۍ نه غواړي چې نوره په افغانستان کې راښکېله شي نو دوی فکر کوي چې کرار کرار به دنيا مجبوره شي او موږ به په رسميت وپېژني.

له بل پلوه دوی په خپل هېواد کې هم داسې سخت مخالفه ډله او له هېواده بهر کوم سياسي ګروپ نه لري چې د دوی حاکميت دې د اوسمهال لپاره وننګوي نو دوی له دې بلوه هم کوم خطر نه محسوسوي او ځان امن ګڼي.

په غونډه کې وويل شول چې په افغانستان په کې د یو متوازن، هر اړخیز، ټول شموله، او ځواب ویونکي حکومت د رامنځ ته کولو په موخه د بدیل سیاسي-قومي ډلو له استازو سره عملي او پایله لرونکې خبرې اترې ضروري دي.

همدارنګه په دې غونډه کې د افغان ولس د ژوند د کچې د ښه والي، د لا زیاتو مهاجرتونو د مخنیوي او د کډوالو د راستنېدو په برخه کې په ااا باندې ټينګار وشو چې لازم شرایط دې په دې برخه کې رامنځ ته کړي.

د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د خلکو په اساسي حقونو او ازادیو باندې ټينګار وکړ  او د کار، تعلیم او عدالت په برخه کې د جنسیت، توکم او مذهب په پام کې نیولو پرته د افغانانود حقونو د تامين غوښتنه وشوه.

 همدارنګه له اوسنيو افغان چارواکو څخه وغوښتل شول چې په ښوونځيو کې د نړيوالو معيارونو سره سم عصري زده کړو ته وده ورکړي.

دوی په غونډه کې وويل چې د امريکې په مشرۍ لوېديځ ائتلاف شل کلن فعاليتونه په افغانستان کې د اوسني ناورین لامل شوي دي ،  لوديځ او امريکا دې  له جګړې وروسته د دغه هېواد د بيارغونې مسووليت درک کړي ، ژر تر ژره د د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خلاصې او يو اړخيز بنديزونه دې لرې کړي.

د افغانستان سره دسيمې او ګډونوالو هېوادونو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

ګډونوالو د بشري مرستو د سیاسي کولو له هڅې سره خپل مخالفت وښود او افغانستان ته د بشري مرستو په دوام ټينګار وکړ او دوی وويل چې له افغانانو سره به په فرهنګي، سپورټي او ښوونیزو برخو کې همکاري پراخې کړو.