څنګه کولائ شو؛ چې يوه مقاله وليکو؟ 

پېژندنه: مقاله پۀ لغوي لحاظ وينا/ خبره ده او پۀ اصطلاح کې، پر يوه موضوع منځني يا داسې بحث او تحليل کولو ته مقاله وايي؛ چې د اړوند اصولو تر چوکاټ لاندې وي او نه ډېر لنډ وي او نه هم اوږد.

د مقالې اعلی فزیکي نصاب/ حد ندی مالوم ولې، ټيټ حد ېې لږ تر لږه (25) صفحې ټاکل شوی دی او ځينې مقالې تر دې هم کوچنی وي، بايد ووايو؛ چې مقالې د هېواد، سيمې او نړۍ پۀ کچ ليکل کېږي او تاسو، چې هرې مخبره مرجع ته مقاله ليکئ، هغه مرجع تاسو ته خپل اصول وړاندې کوي چې؛ بايد د هغو اصولو تر سيوري لاندې خپله مقاله وړاندې بوځئ.

د مقالې_ جوړښت: عمومأ د يوې مقالې پۀ جوړښت کې، څلور عناصر شامل دي، ولې هغه مقالې؛ چې څېړنيزې/ تحقيقي وي دوه نور عناصر هم پکې اضافه کېږي؛ چې هغه لنډيز او مآخذونه/منابع دي؛ چې ټول ټال شپږ عناصر ځنې جوړېږي؛ چې عبارت دي له: سرليک/موضوع، لنډيز، سريزه، متن، پايله او مآخذونه/منابع.

سرليک/موضوع: (عنوان) د مقالې لومړۍ برخه ده او دلته تاسو مقالې ته هغه موضوع ټاکئ؛ چې غواړئ بحث پرې وکړئ؛ خو له ياده مه باسئ؛ چې د مقالې موضوع مو، بايد هنري او د کلماتو د هيجا له پلوه لنډه وي؛ ځکه سرليک/موضوع سلګونه کسان لولي او د مقالې متن لسګونه، نو موضوع ته داسې لنډ او جذاب نوم او عنوان ورکړئ؛ چې لوستونکي، مو له ځانه سره ولرئ او خپله مقاله پۀ  څو ګونو کسانو ولولئ.

2 لنډيز: د مقالې پدې برخه کې، ليکوال د ټاکلې موضوع د ټاکلو پۀ فلسفه او اړتيا باندې لنډه ليکنه کوي، همدا شان دلته ليکوال دا هم ليکي؛ چې د دې موضوع پۀ تحليل کې، ېې د څېړنې له کوم څېړنيز روش څخه کار اخيستی، کتابتوني، میداني او... د شاملو عنوانونو تفصيلي ترتيب هم ليکي؛ لکه: لومړی دا عنوان دی، بيا دويمه برخه کې، دا عنوان ورپسې بل عنوان همداسې تر وروستيو پورې.
 
3 سريزه: د مقالې د جوړښت دريم عنصر دی؛ چې پکې د ټاکلې موضوع پۀ اهميت څو جملې ليکل کېږي او ليکوال پۀ خپل هنري او تخيلي ځواک سره د سريزې متن داسې ليکي؛ چې لوستونکي د متن لوستلو ته جذب کړي هغوي پۀ تلوسه ايز حالت کې، پرېږدي، څو د ټاکلې موضوع هدف د سريزې پۀ متن کې، پيدا نکړي او د هدف موندلو لپاره د مقالې اصل متن ته ولاړ شي.

4 متن/#منځپانګه: د مقالې څلورمه برخه ده، چې د ټاکلې موضوع اړوند ټول اصلي او فرعي عنوانونه؛ چې د موضوع تحليل ورپسې تړاو ولري ليکل کېږي، يعنې دلته د  ټاکلې موضوع پۀ تړاو تفصيلي بحث ترسره کېږي او پايله اخيستل کېږي.

5پايله: د مقالې د پايلې پۀ برخه کې، د ټاکلې موضوع اړوند د تر سره شوې مطالعې پۀ درشل کې، د مقالې ليکوال خپل اخيستل شوی برداشت/ برداشتونه ليکي.

6مآخذونه/#منابع: د مقالوي جوړښت وروستی متشکل عنصر دی او دلته د هغو باوري منابعو يادونه کېږي؛ چې د مقالې اړوند مالوماتو پۀ اخيستلو کې، ترې استفاده شوې وي.

د منابعو مروجه ليکنه داسې ده (د ليکوال تخلص، نوم، د هغه کتاب/ مقالې د خپرېدا کال، چې پۀ مقاله ليکنه کې، ترې استفاده شوې ده، د استفاده شوي کتاب/ مقالې نوم، خپرونکي نوم او د خپرېدو ځای)

ياداښت: پۀ يوه مقاله کې، لنډیز او منابع هغه وخت ليکل کېږي؛ چې د مقالې پۀ ټاکلې موضوع باندې يو تحقيق/ څېړنه ترسره شوې وي، يعنې کله چې يوه مقاله تحقيقي/ څېړنيزه وي، نو لنډيز پکې له سريزې وړاندې او منابع ېې هم پۀ پای کې، ليکل کېږي. که نه پۀ نورو مقالو کې؛ چې له منابعو پکې استفاده نه وي شوي او تحليل پۀ نظري او فلسفي ډول ترسره شوی وي، له سره لنډيز او منابعو ته اړتيا نلري.