په تیرو وختونو کې ټولو پیژندل شويو طبیبانو د زیات شمیر ناروغیو لپاره اوږه د درمل په توګه کاروله. اوسني ساینس هم ثابته کړې چې اوږه بې شمیره روغتیايي ګټې لري.
۱- اوومه اوږه د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي؛
۲- په طبیعي ډول باکتریا له منځه وړي؛
۳- په اوږې کې شته روغتیايي مرکبات د زړه د حملې مخه نیسي؛
۴ـ د وینې فشار نورمالوي؛
۵ـ د زړه بېلا بېلو ناروغيو لپاره ګتوره ده او ښې پايلې ورکوي؛
۶ـ د سږو د سرطان مخه نیسي؛
۷- د دماغو د سرطان څخه مخنیوی کوي؛
۸- د پروستات د سرطان مخه نیسي؛
۹- اوږه د الیسین (Allicine) په نوم مواد مواد لري کوم چې پیاوړی روغتیايي خواص لري؛
۱۰- د ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي؛
۱۱- د زکام په وړاندې تر ټولو ستر خنډ جوړوي؛
۱۲- د کولسټرول د زیاتیدو مخه نیسي؛
۱۳- په انسان کې د الزایمر د ناروغۍ میکروبونه وژني؛
۱۴ـ د عقل د زوال څخه مخنیوی کوي؛
۱۵- د انسان روغتیايي ستونزې حلولو سره عمر زیاتوي؛
۱۶- له اوږې څخه جوړ شوي خواړه ورزشي وړتیاوې زیاتوي؛
۱۷- له بدن څخه پیاوړی او غښتلی زهري مواد خارجوي؛
۱۸- هډوکي غښتلی کوي او له ناروغیو څخه يي مخنیوی کوي؛
۱۹ـ د اوسپنې میتابولیزم غښتلی کوي؛
۲۰ ـ د وزن زیاتیدو حجرات کنټرولوي؛
۲۱- د ښایسته او غوره ویښتانو په شنه کیدو کې له اندازې زیاته مرسته کوي؛
۲۲- د ستوني درد لپاره: د اوږې یوه پلۍ دوه ټوټې کړئ او دواړو غومبورو کې يي ځای پر ځای کړئ. د اوږې د میده کولو هڅه وکړئ. په اوږه کې شته مرکبات په ستوني کې شته هغه باکتریاوې چې د ستونې د درد لامل شوی له منځه وړي.؛
۲۳- تازه اوږه خوړل د پوزې په خلاصولو کې ډیره زیاته مرسته کوي؛
۲۴- په اوږه کې شته د سلفر (Sulfur) مرکبات د پړسوب مخه نیسي.
وروستي