سل اغېز لرونکې څېرې؛ ۱۲- ژان ژاک روسو؛ نظريې يې د فرانسې انقلاب سبب شوې

 ژان ژاک روسو ۱۷۱۲ز کال کې د سویزرلینډ یا سویس په جينوا کې زږېدلی وو. دی د فرانسې وو. روسو فیلسوف، لیکوال او سیاسي نظریې ورکونکی وو. روسو د عصري فیلسوفانو ترمنځ تر ټولو لږ اکاډیمیک خو بيا تر ټولو ډیر اغیزناک فیلسوف وو. روسو داسې وخت کې وزږېد او ژوند يې وکړ، چې اروپا کې د د روښانتیا دوره يا Age of Enlightenment  وو. (دغه دورې ته د دلیل عمر هم وايي، چې له ۱۷ تر ۱۸مې پېړۍ يې اروپا او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو کې شتون درلود. دې دوره کې د انسان د خوښ ژوند، پوهې، ازادۍ، زغم، پرمختګ، ورورولۍ، د قانون پر بنسټ حکومت او  له دولت د کليسا د جدايي هڅې کېدلې. د روښانتیا دورې ریښې په اروپا کې د فکري او علمي خوځښت څخه چې د رینسانس هیومینزم په نوم پیژندل کیږي اخېستې وې.)

روسو په سیاسي او اخلاقي فکرونو کې نوي چینلونه رامنځته کړل. نوموړي لومړی په موسیقۍ ډېر تمرکز کولو، بیا يې په نورو هنرونو کې بحثونه پيل او نوښتونه يې په کې راوستل. هغه د خلکو په ژوند ژوره اغیزه درلوده؛ هغه والدينو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو ماشومانو سره نوې علاقه واخلي او دوی ته په بل ډول تعلیم ورکړي. هغه په دوستۍ او مينې کې د نرم تحمل پر ځای د احساساتو اظهار ته وده ورکړه. هغه د هغو خلکو په منځ کې د مذهبي احساساتو کلتور معرفي کړ چې مذهبي عقیده یې رد کړې وه. هغه د طبیعت ښکلا ته د خلکو سترګې پرانېستې، او آزادۍ یې د نړۍ د ټولو هیلو یو څیز وګرځاوه.

روسو د خپل ژوند په اوږدو کې دې فکر ته راستون شو چې خلک د طبیعت له مخې ښه دي مګر د ټولنې او تمدن لخوا فاسد شوي دي. هغه ويل چې ټولنه او تمدن هم په طبیعي توګه بد نه دي، بلکې دا چې دواړه ناسم لوري ته تللي او د لا پیچلي کیدو په صورت کې دي،  ډیر زیانمن شوي او خراب شوي دي او همدا د ټولنې او تمدن بدوالی سبب  شوی دی، چې انسان په کې  بد شي. 

روسو په خپلو فلسفي کارونو کې پيل له نابرابرۍ وکړ. هغې د وخت مهمې پوښتنې "د نارینه وو ترمنځ د نابرابرۍ اصل څه دی او ایا دا د طبیعي قانون له مخې توجیه کیږي؟" ځواب پسې سر شو. د دې سوال په ځواب کې هغه د انسانپوهنې/انتروپولوژي  یوه غوره نمونه تولید کړه. د روسو استدلال دا وو چې  خلک په طبیعي ډول ښه دي او بیا يې پرله پسې مرحلې تعقیب کړې چې له مخې یې انسانان له ابتدايي بې ګناهۍ څخه فاسد تخصص ته راوتلي دي.

روسو خپل بحثونه  د نابرابرۍ د اصل په اړه، د دوه ډوله نابرابرۍ په توپیر سره پیل کوي، طبیعي او مصنوعي، لومړی یې د ځواک، هوښیارتیا او داسې نورو له توپیرونو څخه رامینځته شوې نابرابري، دويم یې هغه نابرابري ده چې ټولنې زږولې ده  او ټولنه کې شته تړونونو او نورو هستيو څخه سرچينه اخلي.  روسو ادعا کوي چې اصلي انسانان، که څه هم یوازیتوب، روغ، خوشحاله، ښه او آزاد وو، خو د انسان بدمرغۍ له هغه وخت راهیسې دي چې ټولنې جوړې شوې دي. روسو په دې توګه طبیعت پاکوي او ټولنه تورنوي. هغه وايي چې هغه جذبې چې بدمرغۍ رامینځته کوي په طبیعت کې يې په سختۍ سره شتون درلود مګر کله چې خلکو ټولنې رامینځته کړې نو وده یې پیل کړه. 

روسو په دوام کې وړاندیز کوي چې ټولنې هغه وخت پیل شوې کله چې خلکو خپلې لومړنۍ کوټې (اطاقونه) جوړ کړل، یو داسې پرمختګ چې د نارینه او ښځینه یوځای کولو اسانتیاوې برابرې کړې؛ چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ په توګه د ژوند کولو او له ګاونډیانو سره د ملګرتیا عادت پیدا کړ. روسو د انساني ژوند دا دوره  په حقیقت کې د بشري تاریخ "طلایی دوره" يادوي. د روسو په اند د مينې له نرمې جذبې سره د حسد تخريبي جذبه هم پيدا شوه. ګاونډیانو د دوی وړتیاوې او لاسته راوړنې د یو بل سره پرتله کول پیل کړل، او دا "د نابرابرۍ او په ورته وخت کې د نابرابرۍ په لور لومړی ګام په نښه کوي." خلکو د پاملرنې او درناوي غوښتنه پیل کړه. د دوی مینه په مجرم غرور بدله شوه، ځکه چې هر یو يې  غوښتل تر بل هرچا ښه وي. د انسان د بدوالي بل لامل د روسو په اند د شخصي ملکيت رامنځته راتګ کوو. دې سره انسان له يو او بل سره په ناسالم رقابت کې شول او د ساتنې لپاره يې قانون او حکومت رامنځته شو. همدا قانون او حکومت بيا نابرابرۍ جوړې کړې؛ امر ورکونکي او امر منونکي پيدا شول. 

نور بيا په دويمه برخه کې ...