افغانستان د نورو بېلابېلو صنعتونو ترڅنګ ډېره تکیه د کرنې په صنعت هم کوي، د کرنیز عملي ډګر پياوړتيا ته پکې خورا د پام وړ کار شوی دی او لا روان دی، خو له علمي پلوه تل افغان ګرونده ګر، بزګران، کرنیز سوداګر، د کرنیزو زده کړو زده کړیالان او د همدې برخې استادان په ډېری مواردو کې تل د علمي توکو کمښت او آن تردې چې نشتون سره مخ دي، هغه هم د کرنیزو علمي توکو او چاپي اثرونو کمښت او يا هم ډېری اړینو کرنیزو علمي برخو کې په ليکلي او چاپي توګه د علمي مالوماتو نشتون دی.
پورته يادو او دې ورته کرنیزو برخو کې د علمي اثرونو د کمښت او يا هم د نشتون له آمله ښاغلی ډاکټر ايمل ارمان او ښاغلی ډاکټر روزي خان صادق اړ شول، چې د کبانو پالنې او ساتنې په موخه ګرانو کرونده ګرو، بزګرانو او کرنیزو متشبثینو لپاره په ليکلي ډول (د کب پالنې عملي لارښوود) لاسي چاپي اثر وړاندې کړي، چې د لومړي چاپ وروسته يې د يو لړ سمونو او زياتونو سره يې ګرانو لوستونکو ته په ښه کېفيت او لوړ تېراژ د دوهم ځل لپاره چاپ او وړاندې کړو.
غواړم د کب پالنې عملي لارښود په اړه ګرانو لوستونکو ته يې د منځپانګې په اړه لنډ ليکلي مالومات وړاندې کړم:
د کب پالنې دا عملي او علمي لارښوود د لوی څښتن تعالی په نوم په روانه او ساده پښتو ژبه پېل او ليکل شوی دی، له لړلیک وروسته د درنو ليکوالانو هر يو ښاغلي ډاکټر ایمل ارمان او ښاغلي ډاکټر روزي خان صادق په پېژندنو لنډ ليکل شوي دي، له پېژندنې وروسته ښاغلي ارمان د کتاب سرليکنه کې د کتاب د منځپانګې، ارزښت، اړتيا او علمي توکو د سرچينو او کارونې په اړه خپل نظرونه درنو لوستونکو ته وړاندې کړې دي، له سرليکنې وروسته کتاب کې علمي او مسلکي مالومات پېل شوي دي، چې رښتيا هم په ډېره خوږه او خوندوره ژبه يې پېل ترسره شوی دی.
د دې لاسي اثر علمي او مسلکي مالومات په پنځو څپرکو کې وېشل شوي دي، لومړی څپرکی کې يې د کبانو بېلابېل ډولونه راپېژندل شوي، د هغې لپاره ځای (ډنډ) جوړونه، ساتنه، خوراک، د هر ډول کب د پالنې لپاره اوبه او اقليم تر څېړنې لاندې نيول شوی دي، سوداګریز فارمونه يې په خورا تشريح او وضاحت سره لوستونکو ته ورپېژندلي، د انسانو په ورځني خوراکي رژيم کې يې ترې ګټه او د ګټې اخېستنې لارې چارې بېلې کړې دي، د کبانو پالنې او ساتنې په اړه يې هر اړخيز مالومات وړاندې کړې دي، د توليد ډولونه يې تشریح کړي او د دې ټولو چارو پر مخ بيولو لپاره يې پرتله ايي مالي شننې هم ترسره کړې دي، چې تاسې به د کتاب د لوستلو په وخت ترې خوند واخلئ.
د کتاب دوهم څپرکي کې د کب پالنې لپاره لومړي تدابیر ښودل شوي او زياته شوې ده چې څنګه، کله او له کومو چارو وروسته کبان ډنډونو کې خوشې شي، دريم څپرکی يې د کبانو د پالنې او ساتنې لارې چارې راښايي او څرګندوي چې څنګه، کله، کوم او څومره خوراک او اړین درمل کبانو ته ورکړل شي، د کتاب څلورم څپرکی د کبانو بېلابېل (روغ او ناروغ) حالتونه راپېژني، لاملونه يې راښايي، روغتيايي حالتونو سره مو بلدوي، د ناروغېو د مخنيوي په اړه مو پوهوي او لارې راښايي چې څنګه يې له ناروغېو مخه ونيسو او د کومې ناروغي پر مهال ورته کوم درمل وکاروو.
د دې کتاب اخري پنځم څپرکی د کبانو توليد د ځای اداره، د مورني نسل ساتنه او د کبانو بچېو د توليد په اړه مالومات په خپله غېږ کې رانغاړي، چې د دې سره سره د نسلي کبانو پېژنده او څارنه يې په خپله منځپانګه کې لري.
درنو لوستونکو!
که دا کتاب په ځېر سره ولولو نو پوه به شو، چې د کبانو ساتنې او پالنې لپاره مالي حساب څنګه وکړو، څنګه او له کومه ځایه د کبانو پالنه او ساتنه پېل کړو، څه ډول کبانو ته ځای وټاکو، څنګه ورته د ساتنې ډنډ جوړ کړو، د ډنډ جوړولو کې کوم معيارونو پام کې ونيسو، کوم خوراک ورکړو، څومره وخت کې يې ورکړو، د روغتيا ساتنې برخه کې يې څه وکړو، کله پوهېږو چې کب د ګټې اخېستنې لپاره چمتو دی؟ نو په همدې موخه چې کبان ګټې اخېستنې لپاره رسېدلي، څنګه ورته سوداګریز بازار پېدا کولی شو، ترڅو خپل ځان، ټولنه او هېواد له همدې لارې په ځان بسیا کړو او له روغتيايي او اقتصادي پلوه مو ځان او هېواد په پښو درولی وي.
د پورته سترو علمي، کرنیزو او اقتصادي چوپړتياوو وړاندې کوونکو ليکوالانو هر يو ښاغلي ډاکټر ایمل ارمان او ښاغلي ډاکټر روزي خان صادق ته د دې علمي اثر د چاپ له امله د زړه له کومې مبارکي وایم، الله ج شانه دې ورته په عمر او قلم کې برکت واچوي، دا ستر علمي خدمت يې په مونږ، تاسې او د کرنيزې برخې په ټولو کارکوونکو لوی پور دی، د دې پور اجر دې الله عظیم الشان ورکړی. د دوی د لابریاوو په هيله.
وروستي