د اوستا ‌ګاڅونه

ګاڅونه یا ګاتونه چې په اوستا کې ګاڅا، سانسکرېت کې ګاثا، پهلوي کې ګاسان او په اوسنۍ پارسي کې يې معادل ګاهان دی، ۱۷ سرودونه دي چې له لرغونې زمانې د سپینتمان زرتشت له خبرو څخه ګڼل شوي دي.
 
دا برخې په نولسمه میلادي پېړۍ کې د اروپايي اوستاپوهانو د پرله‌پسې څېړنو په مرسته وپېژندل شوې او له اوستا څخه استخراج شوې. د ګاڅونو کلمه په اوستايي متونو کې د زرتشت د پنځو سرودونو د نومولو لپاره کارول شوې ده. ګاڅا مونث نوم دی چې سرود یا سرود ویلو معنا ورکوي او د سانسکرېت په متونو کې هم په همدې معنا استعمال شوې ده. د دې کلمې تلفظ او لیکنه اوس د ګاڅا، ګاتا، ګاثا، ګاثه، ګاهان او کاسان په بڼو هم ده.(۱)
 
اکاډمېسین سلیمان لایق دا ۱۷ سرودونه د (ګاتونه، د زردشت مینویي سرودونه) په نوم په یوه کتاب کې پښتو ته په نظم را ژباړلي دي او دا کتاب د دکتور سلطان محمد خوستي په مالي لګښت په ۱۱۴ مخونو کې په ۱۳۸۸هـ.ش کې په بهیر مطبعه کې چاپ شوی دی. په پیل کې د سلیمان لایق سرخبرې او د (اوستايي ګاتونو په اړه څو سر خلاصوونکې خبرې) تر عنوان لاندې یې د ګاڅونو په اړه ځینې اړین معلومات وړاندې کړي دي. د کتاب په پای کې د ځینو ستونزمنو وییونو او نومونو معناوې راغلي دي.  
 
د یاد کتاب په سرخبرو کې ویل شوي: ((د تاریخ پر غځېدلي واټ، نږدې څلور زره کاله وړاندې د رښتیا او رڼا یو داسې لېوال پلټونکی را څرګند شو... هغه څه چې ده د ځان څېړنې او جهان څېړنې له لارې د ځان پېژندنې او خدای پېژندنې په باره کې موندلي وو، د ځان روزنې او نړۍ پالنې لپاره یې په مینویي سرودونو کې خلکو ته ورسول... ژوند یې د نیکې کړنې، پيغام یې د نېکې وینې او فکر یې د نېکې انګېرنې لارښوونکی شو. هغه په بلخ کې زېږېدلی او د هلمند په غاړو کې یې خپل دین خپور کړی و.)) 
 
په لرغونو اریایي متفکرینو کې زردشت (زرتشت) تر ټولو ستر او پېژندل شوی شخصیت دی. د تاریخ پوهانو د څېړنې له مخې د زردشت زېږېدنه د حضرت مسیح له زېږېدو څخه ۱۵۰۰ نه تر ۳۰۰۰ کلونو د مخه پورې اټکل شوې ده. هغه د بلخ په خاوره کې زېږېدلی او د یو مصلح، فیلسوف او دیني لارښود په ډول را څرګند شوی دی. 
 
د زردشت شخصیت د ده په سندریزو مناجاتو کې چې (ګاڅونه) نومېږي د خدای ستایونکي، د نېکۍ او رښتیا د یوه لېوال لمانځونکي او مبلغ په ډول پېژندل شوی دی. (۲)
په دویم سرود کې وایي:
د نړۍ روح تاسې ته ګیله لري،
زه دې ولې هست کړم؟
زه چا د هستۍ کالبد ته ننه ایستم؟ 
غوسې او زور او لاس اچولو او بې‌رحمۍ او بې‌باکۍ،
زه را چاپېر کړی یم 
ما ته بې له تا ملاتړ او پنا نسته، 
یو نېک ژغورونکی چې ما وژغوري
 
او هغه مهال 
د نړۍ هستوونکي له رښتیا څخه وپوښتل
په نړۍ کې ستا لارښوونکی څوک دی؟
تر څو موږ د هغه ملاتړ شو او 
 هغه ته د نړۍ د آبادولو توان وبخښو
 او غواړې کوم څوک دې د نړۍ سردار وي،
تر څو د دروندانو۱ غوسه او آزار را وغورځوي؟  
 
رښتیا په ځواب کې وویل:
په دوی کې څوک نه پېژنم
چې آزار له نړۍ څخه پورته کړي،
او  د سمو ملا د تبا کوونکو په مقابله کې وتړي
د دغو خلکو په منځ کې
دغه کس باید تر ټولو ځواکمن وي
تر څو یې ملاتړ ته ور ودانګو
مزدا اهورا تر ټولو ښه خبر دی
چې د درواغو (باطلو) خدایانو پیروانو
تېر مهال څه کړي دي
او په راتلونکي کې به څه وکړي
او یواځې اهورا مزدا قاضي دی 
نو هر څه چې دی غواړي هغه به وشي
تر پایه... (۳)
 
ښاغلی لایق وايي: ((د دې لپاره چې ګاتونه له ورکې او هېرې څخه وژغورل شي په منظوم ډول هستول شوي دي. د څېړونکو او پوهانو د غوڅ اکثریت د رایې په ډاډ ویلی شو چې یاد شوي ګاتونه بې‌ګمانه د بلخي حکیم زردشت خپله هستونه ده او کټ مټ هغه وړ چې ده ویلي دي، موږ ته په تواتر را رسېدلي دي، خو په هغوی کې مطالب او مفهومونه په پرله‌پسې ډول نه دي، یوه واحده معنا او مفهوم رانغاړي، خو دا معنا او مفهوم په ورپسې ګات کې نه تعقیبېږي. ان ځینې وخت هغه معنا او مطلب چې په یوه بند کې بیان شوی په ورپسې بند کې نه دی بشپړ شوی او نیمګړی پاتې شوی دی. دا نیمګړتیا د دې څرګندونکې ده چې د بیان او فکر د توالي له اړخه په دې سرودونو کې یو ډول وړاندې وروسته کېدو او په خپل دننه کې ګډوډۍ لاره پیدا کړې او هماغسې پاتې شوې ده، البته کېدای شي چې په زیار او څېړنه پاشل شوي مفاهیم ډلبندي شي، لېکن هیڅ کله دې ادعا ته ځای نه پیدا کېږي چې دا پېینه او ترتیب هماغسې دی لکه په لومړي سر کې چې و.))(۲) 
 
ښاغلی لایق د خپلې ژباړې په اړه وايي چې دا ژباړل شوی کتابګوټی د زردشتی باورونو او مناسکو د څېړنې دنده په غاړه نه اخلي، بلکې تش د هغې تاریخي ذمه وارۍ کرښه تعقیبوي چې زموږ د خلکو د لرغونو کارنامو او ویاړونو د خوندي کولو له ماموریت څخه را ولاړیږي.  
 
تر دې ځایه مو د ګاڅونو په پښتو منظوم کتاب خبرې وکړې چې ښاغلي لایق ژباړلی دی، اوس به په ټوله کې د څېړونکو له نظره د اوستا د ګاڅونو په اړه مهمې برخې ولولو. 
 
ګاڅونه د اوستا ډېره مهمه برخه ده چې د ((یسنا)) ۱۷ فصلونه، د اوستا لومړۍ برخه جوړوي، کوم ډېر ستر او اساسي توپير چې یې ((ګاڅونه)) د اوستا له نورو برخو سره لري، دا دي چې ((ګاڅونه)) منظوم او نوره ((اوستا)) خپل شعري رنګ له لاسه ورکړی دی او د نثر بڼه یې د ځان لپاره غوره کړې ده. 
 
د اوستا تجزیه د نظم او نثر له مخې ډېر زیات دقت غواړي، ځکه ځینې نظریې شته چې اصلاً لومړنۍ او لرغونې ((اوستا)) لکه ((ویدي سندرې)) ټوله منظومه وه او د سندرو په څېر ویل کېدله. همدغه نظریه تر اوسه هم لږ تر لږه د «اوستا» د یوه کتاب په برخه کې صدق کوي، ځکه سربېره پر ګاڅونو د اوستا څلورم ټوک یعنې (یسنونه) هم په اصل کې منظوم وو، اما شعري ترکیب یې د وروستي تفسیر او تصرفاتو په واسطه چې د اوستا متن ګرځېدلی، له منځه تللی دی، نو له دې کبله یې اوس هم زیاترې جملې د مسرې په بڼه دي او ډېرې یې اته سیلابه او ځینې هم ۱۰ او ۱۲ سیلابه دي. سربېره پر دې یې شاعرانه تخیلات او بدیعي فنون د اصلي شعري پیرایی دلیل دی، په هر حال ګاتونه د اوستا یواځینۍ پوره منظومه برخه ده.
 
د بهار د نظریې له مخې د ګاڅونو لغوي معنا هم سندره ده او د سندرې په صفت شهرت لري او د ځینو پوهانو په اند د ستار هر ضرب ته هم ګات ویل کېږي. د ګاتونو اصلي تلفظ ((ګاڅ)) دی، چې په پهلوي کې ((ګاس)) شوی او په دري ژبه کې ((ګاه)) ګرځېدلی دی، چې هم ظرف زمان او هم ظرف مکان دی او هم د موسیقۍ د اهنګ په معنا راغلی دی، د ټولو مدقیقینو د نظریې سره سم د اوستا له ټولو برخو څخه یوه برخه ده چې قدامت یې ژبه، د کلمو بڼه او د خبرو ترکیب ثابتوي. د ډارمسټټر په عقیده: ((زیاتره وییونه (لغات) یې په عامیانه ژوند کې له منځه تللي دي او یواځې ورته‌والی (شباهت) یې د هند په ډېره لرغونې یعنې (ویدي) ژبه کې پیدا کولای شو)). 
 
ګاڅونه د افغانستان د ادبیاتو په لرغوني تاریخ کې د ژبې، کلمو او بیان له مخې ډېر زیات اهمیت لري او یوه حلقه یې ده چې ویدي ژبه او ادب یې د عمومي اوستایي ژبې او ادب سره نښلوي او ښیي چې د ((وید)) ریښې او د ګاتونو ویونکي په یوه ټاکلې ځمکې کې چې د هندوکش د شمال او جنوب شاوخوا ځمکو کې یو ځای اوسېدل او د زمانې په تېرېدو او د وخت غوښتنو د دوی په ژبه کې تحول راووست، د وید او اوستا د نومونه توپیر هم لرېوالی نه سره لري او په لږ صرفي او نحوي اصولو مراعاتو او تلفظ سره کولای شو چې د یوې منظومې پارچې د بلې په څېر کړو.(۴)
 
ګاڅونه پنځه منظومې دي، هره منظومه یې ځانله فصلونه لري، چې هغوی ته (ها) وایي، هره (ها) په قطعو او مسرو وېشل شوې ده چې لومړی ته یې (وجس تشتي) یعنې د شعر ټوټه، پاړکی (قطعه) او دویم ته یې (افسمن) وایي، د دې کلمې معنا مقیاس دی او ادبي مفهوم یې څو کلمې دي چې له هغو څخه یوه مسره جوړېږي، د ګاڅونو پنځه‌ګونې منظومې په لاندې ډول دي:
۱- آهون ویتي: یا د مولا سندره، چې مرکبه ده له اوو (ها) څخه او هره (ها) د عدد له مخې مخلتف پاړکي لري او هره مسره یې ۱۶ څپې لري. 
۲- اشتا ویتي: یا د سلامتۍ سندره چې څلور (ها) دي او د هرې (ها) مختلف پاړکي پنځه مسرې او هره مسره پنځه څپې لري. 
۳- سپنتا مینو: یا د سپینې پوهې سندرې، دا ګاڅونه څلور (ها) لري او هره مسره یې ۱۱ څپې ده. 
۴- وهو خشتریا: یا د ښکلې مینې او قدرت سندرې چې یوه (ها) لري او مسره یې ۱۴ څپې ده. 
۵- وهیشتوات: یا د غوښتنې او شتر سندرې چې ۹ پاړکي دي او هره پاړکی دوه مسرې لري، دا مسرې لنډې او اوږدې دي، لومړی یې ۱۲ او دویمه یې ۱۳ څپې لري، همدا ډول ګاڅونه ۲۲۸ پاړکي او ۸۹۶ مسرې لري سربېره پر دې ۴۰ پاړکي یا ۱۲۰ مسرې نورې هم په اوستا کې شته چې واړه یې اوستایي منظوم ادب جوړوي. د ګاڅونو د سندرو موضوع مذهبي لارښوونې دي، چې فهم یې د اوستا تر نورو برخو ګران دی، ډېر وییونه یې د لرغوني کتاب په پاتې برخو کې نه لیدل کېږي او شاعرانه تخیلات یې جړ او مرموز کړي دي.(۵)  
 
د ګاڅونو په اړه خورا نور معلومات هم شته چې تر موږ نه دي را رسېدلي؛ هیله ده په دې لرغوني تاریخي او ادبي برخې باندې څېړونکي پوره څېړنه وکړي او خپل لرغوني ویاړونه را ژوندي کړي.
ــــــــــــــــــــــــ
۱: دروندان معنا د درواغو لاروی
اخځلیکونه 
۱- آریانا دایرة المعارف، ۱۳۹۶هـ.ش کال، شپږم ټوک، د افغانستان د علومو اکاډمي د دایرة المعارف ریاست، احمد مطبعه- کابل، ۲مخ. 
۲- ګاتونه (د زردشت مینویي سرودونه) په پښتو کې ژباړونکی او وړاندې کوونکی: سلیمان لایق، سریزه،۱۳۸۸هـ.کال، بهیر مطبعه. 
۳- پورتنی اثر، ۶مخ.
۴- څاپی، مبارز، عدم تشدد د انسانیت په لمنه کې، ۱۳۹۱ لـ.کال، ۹۵-۸۶مخونه. 
۵- پورتنی اثر، ۸۷مخ.