بایننس د کرپټوکرنسي (ډیجیټل کرنسي) تر ټولو غټه صرافي ده او هره ورځ د ټولي نړۍ څخه په میلیونونو معامله کوونکي په دې پلټفارم کي خرید و فروش کوي یا په اصطلاح «د کرپټوکرنسیانو ټرېډ» کوي.
بایننس د افغان معامله کوونکو ترمنځ هم ډېر محبوبیت لري، د بندېزونو او نورو مشکلاتو سره سره بیا هم په زرهاوو افغان معامله ګران په دې صرافي کي فعالیت کوي.
د بایننس صرافي پېژندګلوي
بایننس (Binance) په ساده ژبه، د ډیجیټل کرنسیو د خرید و فروش یو نړېواله صرافي ده چي د ټولي نړۍ څخه په میلیونونو کاروونکي لري او تر 100 زیاتي کرپټوکرنسۍ پکښي خرید و فروش کېږي. د بایننس په سایټ کي اکاونټ جوړول وړیا او د څو دقیقو کار دئ. دغه صرافي په 2017 کال کي افتتاح سوه؛ مګر ډېر ژر یې رشد وکړ او خپل قوي رقیبان یې شاته کړل. د معاملاتو ورځني حجم (volume) یې په اوسط ډول تر 18 بیلیونه ډالرو رسېږي په دې معنا چي liquidity او د خرڅوونکو او رانیوونکو شمېر یې ډېر زیات دئ. د راپورونو په اساس، د بایننس اصلي دفتر په کیمن ټاپوګان کي دئ؛ مګر د نړۍ په نورو نقاطو کي هم دفترونه لري. د معاملاتو د حجم ډېر زیات لوړوالی، د بدي یا خرابي سابقې نه لرل، په ټولنیزو رسنیو کي یې محبوبیت او د بیمې د صندوق شتون یې د دې لامل سوي چي د دې صرافي امنیت او اعتبار نسبت د کرپټوکرنسي نورو صرافیو ته ډېر زیات سي. د بایننس جوړونکی مدیر د چانګ پنګ ژائو (Changpeng Zhao) په نامه یو چینایي الاصله دئ چي د کرپټوکرنسي په دنیا کي د (CZ) په لقب مشهور دئ.
د بایننس په ویب سایټ کي د معاملاتو د اسانتیا سربېره، دغه صرافي د موبایل او هم د شخصي کمپیوټرونو له پاره مخصوص اپلیکېشن لري چي د کاروونکو له پاره ټرېډ اسانه کوي.
بایننس څنګه کار کوي؟
په ساده ژبه، رانیوونکي او خرڅوونکي په بایننس کي راټولېږي او د خرید یا فروش ارډرونه ثبتوي او دا پلټفارم په ډېري چټکۍ د رانیوونکو او خرڅوونکو ترمنځ معامله اماده کوي او په بدل کي یې یو مقدار کمیشن ترلاسه کوي.
د مثال په ډول، کله چي د خرید ارډر ثبتوئ، د بایننس سیسټم د فروش ارډرونو په منځ کي ستاسي د ارډر مطابق چي نورو ټرېډرانو ثبت کړي وي، پلټنه کوي او ستاسي ارډر تکمیلوي. بناً بایننس خپله بیټکواین یا بله کرپټوکرنسي نه خرڅوي، بلکي د رانیوونکو او خرڅوونکو ترمنځ د خرید و فروش وسیله ده او د هري معاملې یا ټرېډ څخه یو مقدار کمیشن کټ کوي. معمولاً کاروونکي په دې صرافي کي خپل اکاونټ په بیټکواین یا یو بله کرپټوکرنسي چارجوي او وروسته هغه کرپټوکرنسي بلي ته تبدیلوي او ټرېډ کوي. افغان ټرېډران د معاملې ترسره کولو له پاره د محلي صرافیانو څخه بیټکواین یا USDT خریداري کوي، وروسته یې بایننس ته انتقالوي او معامله پرې کوي.
د بندېزونو موضوع او ځینو سیاسي مشکلاتو په کتو، مسلکي معامله کوونکي سپارښتنه کوي چي په بایننس صرافي کي تر نوملیکنې مخکي لاندي ټکو ته پام وکړئ ترڅو ستاسي د اکاونټ بلاک کېدو خطر کم سي:
وروسته تر نوملیکنې د ښه امنیت په خاطر ستاسي څخه غوښتل کېږي چي (Google Authenticator) فعاله او وصل کړئ.
د ګوګل اتینټیکټر په فعالولو سره، اکاونټ ته د داخلېدلو له پاره پاسورډ او سربېره پر دې باید خپل هویت هم تائید کړئ.
پورته ټول موارد د اکاونټ بلاک کېدو خطر کموي؛ مګر ریسک صفر ته نه رسوي او ستاسي د اکاونټ د نه بلاک کېدو ضمانت نه کوي.
که په بایننس کي ستاسي اکاونټ بلاک سو، د بایننس د خدماتو څانګي (انلاین چټ) ته په انګلیسي ژبه یو پیغام پرېږدئ او د پیسو ایستلو غوښتنه وکړئ. تر اوسه په لسهاوو کاروونکو خبر ورکړی چی د اکاونټ بلاک کېدو وروسته یې د خدماتو څانګي ته پیغام استولی او توانېدلي دي چي خپل دارایي له بایننس څخه و باسي.
د بایننس اکاونټ چارجول
په بایننس کي د ټرېډ له پاره، باید خپل اکاونټ په یو کرپټوکرنسي لکه بیټکواین یا USDT باندي چارج کړئ. په ډالر او یورو هم اکاونټ چارج کېدلای سي؛ مګر معتبر بانکي اکاونټ او اعتباري کارټونو ته لکه ماسټرکارډ... اړتیا لري چي د افغانستان د کاروونکو له پاره لږ سخته ده. په بایننس کي د خپل اکاونټ چارجولو له پاره د یو محلي صرافۍ څخه په ملي کرنسۍ افغانیو باندي بیټکواین، ایتیریم یا USDT رانیسئ او بایننس ته یې انتقال کړئ.
د بایننس اکاونټ چارجولو له پاره لاندي مراحل طی کړئ:
1. د (Deposit) برخي ته ولاړ سئ.
خپل بایننس اکاونټ ته داخل سئ او د «Wallet» له بخش څخه پر «Fiat and Spot» کلیک او وروسته پر «Deposit» باندي کلیک وکړئ.
2. خپل مددنظر کرپټوکرنسي انتخاب کړئ.
د Deposit په برخه کي خپل مدنظر کرپټوکرنسي انتخاب او د والیټ ادرس چی بایننس یې تاسي ته درکوي، کاپي کړئ. او وروسته خپل مدنظر کرپټوکرنسي هغه ادرس ته واستوئ.
په بایننس صرافي کي د «Deposit» برخه
بایننس ته د کرپټوکرنسي تر انتقال وروسته، باید یو څو دقیقې صبر وکړئ تر څو په شبکه یا نيټورک کي ستاسي ټرانزیکشن تائید سي. وروسته پیسې ستاسي اکاونټ ته اضافه کېږي او کولای سئ ټرېډ شروع کړئ.
په بایننس صرافي کي ټرېډ
د اکاونټ جوړولو، د ګوګل اتینټیکټر فعالولو او اکاونټ چارجولو وروسته بله مرحله د ټرېډ یا معاملې ده.
خلاصه او سپارښتنه
د بایننس استعمال شاید په لومړیو کي لږ سخت وي مګر تر کار کولو وروسته ورباندي برلاسي کېږئ. کوښښ وکړئ چي په لومړیو معاملو کي کمي پیسې صرافي ته داخل کړئ ترڅو مو تاوانونه کم وي ځکه تاسي نوي یاست. که په هر دلیل تاوان کوئ نو باید تاوان مو ډېر نه وي. که فقط غواړئ چي اوږدمهاله سرمایه ګذاري وکړئ، نو ښه خبره دا ده خپل دارایي په صرافیانو کی و نه ساتئ او یو امنیتي والیټ ته یې انتقال کړئ.
نوټ: یوه خبره په ذهن کي ولرئ د کرپټوکرنسیانو د معاملې چي څومره ګټه ډېره ده هغومره یې تاوان هم ډېر دئ. نو ځکه په خپلو معاملاتو کي حتمن سم سهي ریسرچ، تحلیل او منطق څخه استفاده وکړئ او له احساساتو څخه ډډه وکړئ.
وروستي