هوږه څه ګټې لري؟

په دې وروستيو كې په ډېرو هېوادو كې د كيمياوي دارو درملو پر ځاى طبيعي داروګان ډېر كارول كيږي.  پوهان وايي چې اوسنى انسان د لرغوني انسان په پرتله د بدن پاكولو ته ډېره اړتيا لري؛ ځكه خو بايد دده په خواړو كې سابه،   تركاري،   په تېره بيا هوږه،   چې په خپلې ميكروبي او باكتريايي ضد ځانګړنې سره مشهوره ده،   شتوالى ولري. 

 هوږه د پيازو له نسله  (Allium)  ګڼل كيږي.  هغه په خپل تركيب كې د شتو موادو لكه البومينو،   قندو،   عضوي تېزابو،   منرالي مالګو  ( په ټوليزه توګه د كاليوم پوتاشيم او مګنيزم)،   د B او C ګروپونو ويټامينونو،   يد  (يود) ،   سلولوز،   د اثيرو  ( ايترو)  غوړو په لرلو سره سارى نه لري.  له هوږې نه د والګي،   د ګېډي ساري ناروغۍ،   د نو لرونكو ټپونو او دانو،   په بدن كې د ويټامينونو د كموالي د وقايې او درملنې لپاره كار اخيستل كيږي ؛ همدا راز د غاښو د ناروغۍ اسقربوط (څينګه)  مخنيوى كوي او د بدن دفاعي سيستم (ايمونيتېت) پياوړى كوي. 

 هوږه د وبا  (كولرا) ،  (سالمونېلېزا) او لويې تبې (محرقې)  په درملنه كې اغېزمنه ده.  د سابو او تركاريو روغتيايي ځانګړنې انسانانو ته له پخوا نه جوتې وې.  هغوى د كاربن هايدريتونو،   ويټامينونو او منرالي موادو د سرچينې په توګه چوپړ كاوه،   چې تر ټولو نه په لوړه كچه يې په هوږې پورې اړه لرله او لري يې.  د هغې د روغتيايي  (طبي)  ځانګړنو نه لا لرغوني مصريان هم خبر وو،   چې له ميلاد نه درې زره كاله مخكې يې لا په خوړو كې له پيازو او هوږې نه كار اخيست.  پرته له مصريانو نه،   د نړۍ په نورو لرغونو تمدنونو كې هم د هوږې له ګټو نه خبر وو.  

د بېلګې په توګه د مراكش پاچا دوهم (بالادان)په نړيوال تاريخ كې د هوږې او پيازو د پالېز په لرلو سره نامتو دى.  پاچا (بالاد ان) ته خپل د هوږې او پيازو پالېز دومره ګران و،   چې ان معبد ته يې هم اجازه ورنكړه،   چې د هغه پر ځاى ودان شي،   تر څو چې يې د سابو او تركاريو بل لوى پالېز سمسور نكړ.  

پر روغتيايي ځانګړنو سربېره،   هوږه د خواړو د يوې ډېرې خوندورې او په زړه پورې مسالې په توګه نامتو وه او ده.  اوس هم په بېلابېلو هېوادو كې د ساوس  (روب)،   سلاټې په جوړولو كې،   همدا راز د قورمې،   پټاټو،   غوښې،   پلو،   د مرغانو غوښې،   ښوروا،   سوپ او نورو بېلابېلو خواړو په پخلي كې د خواړو د لا خوندوركولو لپاره ترې كار اخيستل كيږي.  هوږه تازه هم خوړل كيږي،   همدا راز له هغې نه اچار  (ترشي)  هم جوړوي چې له خوړو سره يې كارونه اشتها زياتوي.  د هوږې شنې اوږدې پاڼې د B له ويټامينو شتمنې دي چې سلاټ ترې جوړوي او په ځينو هېوادو كې اچار هم ترې جوړوي. 

 په نړۍ كې هسپانويانو د هوږې تر ټولو ډېر لوى مينه وال ګڼل كيږي او په نړۍ كې د هوږې تر ټولو ډېر لوى توليدوونكي هم دوى دي.  هوږه تېز بوى لري او له خولې نه ژر نه لري كيږي،   همدا يواځينى لامل دى چې ډېره وختونه انسان د تازه او اومې هوږې له خوراك نه ډډه كوي.  
ــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچينه : ګ.   پ.   شالاېووا،   و.   پ.   سيتنيكوف،   ت.   م.   كولياديچ.  د ټوليزو مالوماتو انسكلوپېډيا،  ۱۶ ټوك،   ۸۵ – ۸۸ مخونه،   د ۱۹۹۹ ز كال ماسكو ټاپ