که لېکنه کوئ نو دغه پنځه خبرې په ذهن ولرئ 

په ورځني ژوند کې د لېکنو بيلا بېل ډولونه شتون لري؛ علمي او غېر علمي لېکنې، داستانونه، مونوګراف، تحليلي مقالې او نور. اړينه ده چې د دغه لېکنو په اړه د دغه پنځه خبرې په ذهن کې ولرئ. 

۱- ژنر، Genre يا د لېکنې ډول: له ژنر مطلب دا دی چې تاسې کوم ډول لېکنه کوئ. فېسبوکي پوسټ کوئ، ټوېټر ته لېکنه پورته کوئ، علمي مقاله لېکئ، برېښناليم لېکلئ، ملګري او که د دندې لپاره لېکنه کوئ. نو لومړۍ بايد د لېکنې ډول يا ژنر په ګوته شي. دلته تاسې دا مالوماوئ چې ستاسې مخاطب څوګ دی/دي. 

۲- د لېکنې اوږدوالی او لنډوالی: بل دا مالومه کړئ چې لېکنه بايد څومره اوږدوالی ولري. معمولاً ځيني لېکنې لکه د فېسبوک او ټوېتر لپاره يا هم برېښنليکونه لنډ وي، سي وي ګانې، غوښتليکونه او نور يوه پاڼه وي، خو بيا تحليلي مقالې او نور څو پاڼې کيږي. په تېر کې فکر دا وو چې اوږدې لېکنې ډېرې ښې دي، خو اوس وخت کې غوښتنه دا ده چې لنډې او مفهوم لرونکې لېکنې دې وشي. 

۳- متمرکز وسئ: عموماً لېکنه په يوې ځانګړې موضوع څرخيږي، خو دننه ځيني نور فرعي مسايل هم لري. که چېرې د کمپيوټر په اړه لېکنه کوی نو تمرکز پر کمپيوټر وکړئ، خو د کمپيوټر بېلا بېل ډولونه ښايي ستاسې د لېکنې فرعي برخې وسئ، چې تشريح به یې کړئ.

۴- رسمي او غېر رسمي لېکنې: دا برخه ډېره اړينه ده چې تاسې چاته لېکنه کوئ. يو برېښنليک که یې ملګري ته لېکئ او يا یې د خپلې دندې په اړه لېکلئ، توپيري وي. د ملګري لپاره د برېښنليک ژبه به غير رسمي خو د دندې لپاره برېښنليک به رسمي وي. تر ټولو لومړی ستاسې لغات دي چې لېکنه رسمي او يا غير رسمي کوي. د بېلګې په ډول انګلېسي کې د sorry کلمه غېر رسمي خو بيا یې مترادفه د apologize کلمه رسمي ده. په عمومي ډول انګلېسي ژبه کې هغه کلمې چې اوږدې او رېښه یې لاتيني وي. همدا ډول د کلمو د لنډ حالت لېکل د لېکنې غېر رسمي بڼه ده. 

۵-  د تکرار مخه ونېسئ: په تکرار سره د کلمو او جملو کارونه د لېکنې خوند له منځه وړي؛ په هره ژبه کې بديلې او مترادفې جملې او کلمې شتون لري، چې د لېکنې د په زړه پوري والي او ښايسته کېدو سبب کيږي.