د ملت په کادرونو او نهادونو کې ظرفیت لوړول او ورته اړتیا

محمد عارف رسولي
د ملت په کادرونو او نهادونو کې ظرفیت لوړول او ورته اړتیا
سریزه
دلته هیله داده چې له نړیوالو منابعو د ملت د افرادو، دولتي او ملي نهادونو او سازمانونو کې د ظرفیت لوړولو په هکله معلومات وړاندې کړم. لمړی به تېرو دوو لسیزو کې د ظرفیت په لوړولو کې په شته ستونزو لند بحث وکړو، بیا دا راوسپړو چې ظرفیت یا وړتیا لوړول څخه ته وايي. او په راتلونکي کې به هم دا بحث په نورو لیکنو کې وغزوو. 
 
افغانستان او دوه لسیزې د ظرفیت لوړولو هڅې
دا دوه لسیزې زموږ په هېواد کې د ظرفیت لوړلو «رشد ظرفیتها» په نامه زیات لګښت وشو او نارې سورې ووهل شوې، خو که یو څه مو تر لاسه کړل مګر پایلې یې دومره ښې نه وې. ستر لامل یې دا کېدی شي چې موږ په افغانستان کې ظرفیت لوړول سم نه و تعریف کړي، ظرفیت لوړول مو یوازې په نوبت، یا د واسطه والاوو، نازدانه ګانو، بې له خپله مسلکه، بې له کومې علمی اجندا او منظم پلان ځینې کسانو ته په داخل او بهر کې ټرېننګونه بلل، زیاتو کمو ته دنده وسپارل شوه چې د خپلو زده کړو په هکله لږ ترلږه کوم راپور ولیکي. په دې موږ فکر ونه کړ، چې د چا ظرفیت لوړول، د څه لپاره، ولې او څنګه او نور. 
 
ما یو ځل یوه بهرني هېواد ته د رشد ظرفیت لپاره د دولتی کسانو لپاره پروګرام جوړاوه. یوه چاواکي اړوندو په سفر تلونکو دولتی کسانو ته وویل چې که د ده زوی چې هېڅ دولتي دنده نه لري او هسې یو نازدانه ځوان و، ورسره بیايي نو ښه او که نه د پاسپورتونو کار یې نه خلاصوي. دوی اړ شول چې هغه ځوان بوزي خو موږ ته په بهر کې یو ستر درد سر شو، په ساحه کې یې له موږه ۵ ستاره هوټل غوښته او له موږ سره د پوهنتون په لیلیه کې نه اوسېده، موږ هم د امنیتي لاملونو له کبله اجازه نه شوی ورکولی، نو په هند کې مو لکه ماشوم غوندې کراراوه. 
 
زه خپله شاهد وم چې د دولتی کسانو د ظرفیت لوړولو بهرنی سفرونه چې نړیوالو موسسو تمویل کړی ډېر کم به پوره بریالي شوي وي، او که داسې وای نو اوس به زموږ پروګرامونه سم پلي کېدی، بودجه به په وخت ټوله سمه مصرفېدی او اقتصاد به مو زیاته وده کړې وی او فقر به راکم شوی وی. لمړی خو زموږ له اوږده ناورینه کړېدل، د زیاتو وړتیا لرونکو کادرونو نشتون، د وړتیا او مسلک به بنسټ کادرونه د بهرنیو سفرونو او ټرېننګونو لپاره نه ټاکل کېدل، په بهر کې د ټرېننګونو لپاره زیاتو غوره شوو کسانو به نه غوښتل چې جدي بحث او زده کړه وکړي، نوټ واخلي، په دې فکر وکړي چې څنګه د بل ملک پروګرامونه او تجربې زموږ په هېواد کې په درد خوري او په خواشینۍ سره چکرونه یې زیات خوښېدل. زما په نظر لامل یې دا وو چې د اړوندو ادارو لخوا کوم پلان نه ورته جوړېده، دا حساب او کتاب نه وو چې څنګه له سفره ګټه واخلي، راپور ولیکي، علمی سیمینار ورکړي او د افغانستان په شرایطو کې یې پلي کړي. نړیوالو موسسو ته هم ستونزه وه چې په چارواکو فشار راوړي او یوازې اخلاقي مرسته یې کولی شوی. 
 
لکه پورته چې وویل شول، اصلي ستونزه دا وه چې موږ د وړتیا او ظرفیت لوړول سم نه و پېژندلي. یو وخت په یوه سفر کې چې له ځینو دولتی کسانو سره هند ته لاړ و، راته پته ولګېده چې زموږ زیات کارپوهان ظرفیت په ټولنه کې دې ته وايي چې څومر د پوهنتون فارغان لرو، یقین یې درلود چې موږ تر هېڅ ملک زیات کمښت نه لرو او په دې فکر وو چې څوک کار نه ورنه اخلي. خو خبر نه دي چې د ټولنې او ملت ظرفیت تر دې زیات لوړ مفهوم لري، په ټولنیزه او ملي کچه ظرفیت «هغه جمعي توان ته وايي چې څنګه خپلې ستونزې خلک په ګډه تشخیص کړي، لمړیتوبونه وټاکي، حل لارې په ګوته کړي، هغه عملي کړي او بیا یې و  ارزوي او د راتلونکي لپاره ورنه زده کړه وکړي او په دې ترتیب پرمخ ولاړ شي.» دا یو ملي ګډ دیسکورس او دیالوګ ته اړتیا لري او د وخت په تېرېدو سره ترلاسه کېدی شي خوکه رهبري ورته پام وکړي.
 
که چارواکي حق حقدار ته نه سپاري، دا هم زموږ ټولنیزه ناتواني او د ظرفیت کمښت ښيي. دا که د چارواکو ګناه ده خو د عوامو او په تېره د روڼ اندو، لوستو، مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او نورو هم ده. زموږه تش په نامه سیاسي ډلو کې دا فرهنګ اوس بنسټیز شوی دی چې د خپلې ایدیولوژۍ والو هرې نارواته پوله جوړوي او په ځان او خپله ډله انتقاد راته خیانت ښکاري، همدا لامل دی چې زموږ ډلې ورځ تر بلې وړېږي ځکه جاذبه او د هېواد له حالاتو سره اړوندتوب یې په نشت حسابېږي، ځکه زموږ ډلې په خپل ځان کې د بدلون کوم مېکانیزم نه لري.
 
دلته چې چا د یوې ډلې مشري ترلاسه کړه بیا تر مرګه همدی یې غوړنجوي، چې دی مړ شي، بیا یې د اولاد وار راځي، کیش شخصیت زموږ هر څه بې خونده کړي دي. که په خلکو کې وړتیا او پوهه وي، چارواکي حساب او کتاب ته اړباسي، همدا کسان دي چې د قوم، ژبې، پیسو، سمت او نورو په اساس له چارواکو ننګه کوي، رایه ورکوي، مرده باد او زنده باد ورته وایي، د خپلې خوښې کس هرې ناروا ته سر ښوروي، د بل لوري ښه انسان ته شیطان خطاب کوی، او که دوی سم شي چارواکي خپله سمېږي او دا د سیاست عادت دی. 
 
راځم بېرته د ظرفیت لوړولو لپاره بهرنیو سفرونو ته. ما خپله یوازې په یوه سفر کې چې د نړیوال بانک په مرسته ترتیب شوی و ولیدل چې د پروګرام مسول چې یو وړتیا لرونکی کادر دی، یوه منظمه برنامه درلوده، سم کسان یې د سفر لپاره ټاکلي وو، د خپلو همکارانو د زده کړې لپاره یې پلان جوړاوه، په رښتیا یې تنده درلوده چې نوي نظریات زده کړي او بیا یې د خپل په حالاتو کې د پلي کېدو په چمونو هم ځان پوه کړي. هر شپه به یې نظریات راټول او بیا به یې سبا سبا ته ورنه راپور جوړاوه. هر څوک مسؤل و چې د سفر، علمی بحث، مشاهدې او نورو په بهیر کې خپل نظریات او هغه وړانديزونه له ځان سره ولیکي چې څنګه د افغانستان په شرایطو کې ورنه کار واخلو. د علمی سفر غړي یوازې په ټاکلو وختونو کې توانېدل چې د هغه ملک بازار ته لاړ شي، څه وپېري او زیات وخت ضایع نه کړي. ما ولیدل چې زموږ میلمه پالې ادارې حیران وو چې افغانان خو ستره وړتیا لري او ولې ځان له ستونزو نه شي را ایستلای. باور وکړئ همدې یوه سفر زموږ په هغه سکتور کې زیات اصلاحات راوستل او اوس په سمه لاره روان دي. 
 
نو ظرفیت لوړول څه شی دی؟
د ظرفیت لوړولو کلمه په زیاتو ځایونو کې کاریږي، زیات وختونه یې پوره مانا ته لږه پاملرنه کیږي. په وروستیو څو کلونو کې د نړۍ کارپوهان هڅیدلي چې یوه ګډ تعریف ته ورسیږي. اوس اوس په عامه توګه توافق شته چې: د ظرفیت لوړول « هغه کارونه دي چې د اشخاصو، نهادونو، او سیستمونو توان زیات کړي چې پریکړې پلې کړي او فعالیتونه په بریالۍ، اغیزمنه، او تلپاتې توګه ترسره کړي».
 
د فرد په کچه د ظرفیت لوړول زیات وختونه د ټریننګونو په مټ د پوهې او دمهارتونو د انتقال له لارې د عادتونو (نظریو) د بدلون پروسه ده. همدارنګه، د ظرفیت لوړول د زده کړه د کار په بهیر کې، د مشارکت، مالکیت ترلاسه کولو،  او فعالیتونو له هغو پروسو سره تړاو لري چې، په مدیریت، هڅونو، مورال، حساب ورکولو او مسوولیت کې د بدلون له لارې لاسته راځي. 
 
د ظرفیت لوړول د نهاد په کچه د ټول سازمان په فعالیت او د کار سرته رسولو په قدرت، او هم د سازمان په هغه توان باندې چې د بدلون سره ځان عیار کړي، تمرکز کوي. هڅه کیږي چې نهاد ته د ټول سیستم په توګه وده ورکړل شي. په سیستم کې افراد، ګروپونه، او د هغو په منځ کې اړیکې شتون لري. د فزیکي پانګو لکه زیربنا ور اخوا، د نهاد په ظرفیت کې د هغه د میشن ( موخو)، جوړښت (ساختار)، مسوولیتونو، حساب ورکولو او راپور ورکولو د چینلونو روښانه کول، په اړیکو، پروسجرونو او د بشري قوې په کار اچونه کې بدلونونه شامل دي.
 
په عمومي توګه د ملک په کچه، د ظرفیت لوړول د یوه «توان ورکوونکي چاپیریال» رامنځته کولو سره تړاو لري، یا په بل عبارت، دا د عمومي پالیسيو، اقتصاد، قوانینو او لوایحو، او د حساب ورکولو چوکاټونه دي، د کومو په منځ کې چې نهادونه او افراد کار کوي.  د نهادونو په منځ کې اړیکې او پروسې که هغه رسمي وي او که غیر رسمي وي، او هم د هغوی کاري لوري (استقامتونه)، مهم دي.
 
د ظرفیت لوړول په محلي، ملي او یا نړیواله کچه کیدای شي، او د افرادو، یا د ذینفع ګروپونو په منځ کې د افرادو، واحدونو یا نهادونو، همدارنګه د ټول سیستم په کچه ترسره کیدای شي. د ټولو راز راز کچو په منځ کې راکړه ورکړه هم د عمومي ظرفیت لپاره مهم کار دی. ظرفیت لوړول په دواړو لنډ مهال او اوږد مهال کې مهم کار دی.  په لنډ مهال کې (لکه د مثال په توګه، هغه توان چې کوم فوري ستونزه حل کړل شي) او اوږدمهال کې بیا (هغه توان چې یو داسې چاپیریال رامنځته شي په کوم کې چې ځانګړي بدلونونه رامنځته شي). شته ظرفیت ممکن د «عمل» او یا « د عمل ځنډول» سپارښتنه وکړي او هغه په غوښتل شوو پایلو پورې اړه لري. د ظرفیت لوړول تل د نوو ظرفیتونو د رامنځته کولو اړتیا نه رامنځته کوي، خو اکثره وختونه د کرختو ظرفیتونو د دوه ځلي په کار اچولو او راخلاصولو غوښتنه کوي. 
 
په دې هیله چې زموږ ادارې د ظرفیت لوړولو پوره معنی او مفهوم ته فکر وکړي او یوازې یو څو بې ربطه ټرېننګونه د ظرفیت په معنی ونه بولي. 
 
نور بیا...