له لوړې کولو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا لومړۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې پر مهال د کرونا ویروس خپرېدو وروستی وضعیت هم وارزول شو. د عامې روغتیا وزیر په هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو په اړه وروستي اطلاعات، په مرکز او ولایتونو کې د چمتووالي د کچې او د ادارو تر منځ د همغږۍ په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني له اړوندو ادارو وغوښتل، د کرونا ویروس خپرېدو په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړي او ټول احتیاطي تدابیر دې ونیول شي. هغه زیاته کړه، په روغتونو کې چمتووالی او د ظرفیتونو ایجادول مهم دي او په دې اړه باید اقدام وشي.
د هیواد جمهوررئیس د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د هیواد په بندرونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول پیاوړي او په سرحدونو په ځانګړي ډول ایران سره په پوله د کرونا ویروس د تشخیص لپاره لازم تدابیر ونیول شي. همدا راز یې د دغه ویروس د معاینې او تشخیص د تجهیزاتو پر زیاتوالي هم ټینګار وکړ.
د هیواد جمهوررئیس په ټینګار وویل، د کرونا ویروس خپرېدو د مخینوي په موخه دې د غونډو مخنیوی وشي او د ښوونځیو د ځنډولو په اړه دې د هیواد د پوهنې وزارت سره مشوره وشي. همدارنګه دې د نوروز جشن له لمانځلو ډډه وشي.
همدا راز په دې غونډه کې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو چمتووالی وارزول شو او په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.
وروستي