روهي(یوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، د بشري حقونو په راپور کې ویل شوي چې معلولیت لرونکو کسانو ته د کار نه پيدا کېدو ستر لاملونه د تحصیل له مخې د کار ورکړه، د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د کاري چاپېریالونو د امکاناتو نشتوالی او په استخدام کې تبعیض ښودل شوي دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نوې موندنې ښيي چې د اساسي قانون او د معلولنیو د نړېوال کنوانسیون پر خلاف معلولین د کار ، ښوونې او روزنې، روغتیا، مالي او سیاسي او مدني حقونو ته د لاس رسي په برخه کې له ګڼو جدي ننګونو او توپيري چلن سره مخامخ دي.
کمېسیون وايي حقونو ته د معلولینو د لاس رسي ارزونه یې تېر کال د یوې څېړنې له مخې کړي چې په ۲۷ ولایتونو کې له نږدې ۱۰۰۰ معلولینو د مرکو پر بنسټ چمتو شوی. خو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وايي د ثبت شویو معلولینو شاوخوا یوه نیمه سلنه په دولتي ادارو کې جذب شوي دي. دڅلورو لسیزو جګړو او واکیسنونو ته نه لاسرسی په افغانستان کې د معلولینو د لوړ شمېر ستر لاملونه ګڼل کېږي.
وروستي