ټرمپ د امریکا،کاناډا او مکسیکو ترمنځ سوداګریزه موافقه امظا کړه

روهي(پنځه نۍ/۱۰ د سلواغه)، د امریکا د متحده ایالاتو، مکسیکو او کاناډا ترمنځ نوې تجارتي موافقه د نفتا په نامه موافقه امظا شوه ، په نوې موافقه کې د موټر د تولید د کمپنیو، انټرنیټي تجارت او د بشري قواو د شرایطو په اړه جدي قوانین شامل دي.
دغه موافقه تر هغه وخت چې د کاناډا د استازو د مجلس او حکومت له لورې تصویب نشي، نه پلي کیږي.ډ نړۍ د نورو هیوادونو سره د امریکا د متحده ایالاتو د تجارتي موافقو لاس لیک کول د  ټرمپ د ٢٠١٦ کال د انتخابااتي کمپاین عمده ژمنې وې، چې اوس د امریکا د راتلونکي کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په رارسیدو سره جمهور رئیس ټرمپ د هغه د بشپړولو په لټه کې دی.