ستاسى زړونه د لسو شيانو له وجهى مړه دي

 ابراهيم بن ادهم رحمه الله فرمايي: 
ستاسى زړونه د لسو شيانو له وجهى مړه دي:
١- الله مو پيژندلى دى خو د هغه حق مو ندى اداء كړى.
٢- تاسى ګومان كوۍ چى تاسى د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم سره مينه او محبت كوۍ خو د هغه سنت مو بريښي دي.
٣- قران لولۍ خو عمل پرى نه كوۍ.
٤- د الله تعالى نعمتونه خورۍ خو دهغه جل جلاله شكر نه اداء كوۍ.
٥- تاسى وايۍ چى شيطان ستاسى دشمن دى خو په هر څه كى ورسره موافقه كوۍ.
٦-تاسى وايۍ چى جنت حق دى خو د جنت لپاره عمل نه كوۍ.
٧- تاسى وايۍ چى دوزخ حق دى خو ترى نه تښتۍ.
٨- تاسى وايۍ چى مرګ حق دى خو هيڅ تيارې ورته نه نيسۍ.
٩- د خلكو په عيبونو باندى مو ځانونه مشغول كړيدي او خپل عيبونه مو هير كړيدي.
١٠- مړي مو خښ كړيدي خو عبرت مو ترى نه دى اخيستى.

نو څنكه به ستاسو دعاګانې قبولي شي