
ولسمشر باراک
اوباما دالمان له صدراعظمۍ انګیلا میرکل سره په ټیلفوني خبرو کې
وویل : دلیبیا ولسمشر معمر القذافي باید سمدلاسه
واک پریږدي .
سپینه ماڼۍ وايي
: کله ،چې یو ولسمشر دخپل پاېښت
لپاره زور ته لاس واچوي او دخپل
دولس پر وړاندې له وسلې کار واخلي دا مهال
نو ولسمشر خپل مشروعیت له لاسه ورکړ دامهال په کار ده ،چې دخپل هېواد لپاره وړ کار
وکړي او سمدلاسه ګوښه شي .
میرکل دلیبیايي
ولس غوښتنې قانوني وګڼلې او دالقذافي
دمحاکمې غوښتنه ېې وکړه . فرانسې اوامریکا په طرابلس کې خپل سفارتونه تړلې دي .