د امنيت ادارې ادعا کړې، چې په سلو کې اتيا ترهګريز بريدونه يې شنډ کړي دي

د امنيت ادارې وياند لطف الله مشعل خبري رسنيو ته ويلي، چې مخالف وسله وال له حکومتي امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري له همدې امله يې په تاکتيک کې بدلون راوستی او ترهګريزو بريدونو ته يې مخه کړې ده او بېګناه ملکي خلک وژني.
نوموړې زياته کړه، چې د ملي امنيت کارکوونکو هم په خپل چلند کې بدلون راوستی او له نوي تاکيتکونو کار اخلي. مشعل ادعا کړې، چې د افغانستان د امنيت اداره په نړۍ کې يوازينی اداره ده، چې اتيا په سلو کې ترهګريز بريدونه يې شنډ کړي دي.
د پاملرنې وړ ده، چې د دغې ادارې د پخواني مشر امرالله صالح پر مهال په کابل کې ډېر زيات ځانمرګي بريدونه او چاودنې تر سره کيدې. د امنيت ادارې د وياند دغه ادعا په داسې مهال کيږي، چې په تيرو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې تر 150 تنو زيات ملکي خلک وژل شويدي.