پر کابل ښار باندې درې توغندي ويشتل شوي

نن سهار وختي 6:30 بجې د کابل له ختيځ بګراميو څخه پر کابل ښار درې راکټونه توغول شوي، چې مرګ ژوبله يې نه درلوده.
دغه توغندي د لسمې او دوهمې ناحيې سوېل ته لګيدلي او ځينو شخصي او تجارتي ودانيو ته يې زيان رسولی. د رېپوټونو له مخې يو توغندی د فروشګاه سره څېرمه غورځيدلی او دوهم په شش درک کې د ايساف ځواکونو ته نږدې لګيدلی خو د درېيم توغندي د پريوتو ځای نه دی څرګند.
د کورنيو چارو وزارت مسؤلين وايي، چې د دغو توغنديو د ويشتلو سره د تړاو په تور يې دوه تنه نيولي دي او پلټنې روانې دي.