
په خوست ولايت کې
بمي چاودنې اوه ملکي وګړي ووژل، دا چاودنه
د خوست ښارختيځ ته د لکڼوپه سيمه کې شوې، د خوست امنيتي چارواکي وايي چې په وژل
شويوکې دوې ميرمنې او درې نوريې ماشومان دي.
تراوسه نه د دې پېښې مسووليت چا پرغاړه
اخيستى او نه يې هم په تور څوک نيول شوي دي.
د بم چاودنې دا
پېښه د شنبې په ورځ نږدې لس بجې د خوست ښارختيځ ته د لکڼو اړوند ګورګۍ په سيمه کې
شوې، د سيمې خلک وايي يوسراچه موټرچې دوه سړي دوې ميرمنې او درې ماشومان پکې ناست
وو، د لکڼوپه ياده سيمه کې يې پرموټر هغه مهال چاودنه وشوه، چې د مکتب بازار ته
پرلار وو، د دوى په ويناچې له امله يې په موټرکې ناست ټول کسان وژل شوي اوموټريې
هم ويجاړشوى دى.
په وژل شويوکې دوې
ميرمنې او درې ماشومان د يوې کورنۍ غړي دي، ځايي خلک وايي چې دا عامه لاره ده او
هره ورځ پرې په لسګونو موټرتګ او راتګ کوي، خونه پوهيږي چې دا ماين به چاپه دې
عامه لارکې ځاى پرځاى کړى وي. د خوست امنيې قوماندانۍ د امنيت امرسمونوال محمديعقوب
هم د پېښې تايدکوي اوزياتوي چې په توريې څوک نه دي نيول شوي خو په سيمه کې يې
پلټنې پيل کړي دي، تراوسه چا د دې پېښې مسووليت هم پرغاړه نه دى اخيستى.
د ياده دولوده چې په دې ورستيوکې د ملکي وګړو د
وژنوپه شمېرکې زياتوالى راغلى دى، يواځې په تېرو اتو ورځوکې د خوست په بېلابېلوسيموکې
د جلاجلاپېښوپرمهال نږدې اوياملکي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې ده.