ګېټس : د امريکا لپاره د افغانستان او عراق سټايل جګړې خطرناکې بللي

د امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس، د امريکا په لويديځ کې د يوې پوځي اکاډيمۍ محصلينو ته وويل، چې بيا پر يوه هېواد باندې پوځي يرغل به ناسمه وي، هغه څه چې په افغانستان او عراق کې تر سره شول.
نوموړي د امريکا په کمزورتيا باندې اعتراف وکړ او ويې ويل، چې دامريکا لپاره به په اسيا او منځني خيتځ کې د ورته جګړې پر مخ بيول له ګواښه ډک وي. رابرت ګېټس دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې له يوې خوا به د دفاع وزير په توګه د ده دنده سږ کال سر ته ورسيږي او له بلې خوا په افغانستان کې هم امريکايان تر 2014 ز کال پورې د وتلو تکل ښودلی.