
په ملګري ملتونو کې د ليبيا هېواد
يوه استازي پلاوي ويلي، چې په دغه هېواد کې په دې وروستيو ورځو کې په زرګونو خلک
وژل شوي دي. فرانس پرس ، په ملګرو متلونو کې د ليبا استازي مرستيال له قوله ليکي،
چې د ليبيا په نارامو ښارونو کې د نښتو او
همدا راز د قذافي د پوځ لخوا پر خلکو بمباريو، په دغه هېواد کې په زرګونو خلک وژلي
دي.
د پاملرنې وړ ده، چې قذافي تيره ورځ
په شنه ميدان کې له خپلو پلويانو وغوښتل، چې له ليبيا څخه دفاع وکړي. د ده وينا د
ليبيا د دولتي تلويزيون لخوا هم خپره شوه. د يو بل خبر له مخې اروپايي اتحاديې د
خلکو پر وړاندې د قذافي د چلند له امله پر دغه هېواد ځينې بنديزونه لګولي او
امريکا په طرابلس کې خپل سفارت تړلی او ليبيا سره يې دېپلوماتيکې اړيکې پرې
کړي دي.