
د ايران د اطلاعاتو وزيرحيدر مصلحي د
دغه هېواد له يوې خبري رسنۍ ((سيما)) څخه ويلي، چې د سلواغې د25 مې نېټې ﻻريونونو سره په تړاو کې دوه تنه نيول شوي. نوموړي زياته کړې، چې په دغه
شپه موږ شهيدان درلود، چې په ګوليو ويشتل
شوي وو او د نيول شوي کس په ګوليو ويشتل شوي. مصلحي زياته کړې، چې دغه کس ته د ده
په اصطلاح منافقينو دستور ورکولو.
د اطلاعاتو وزير زياته کړه ، چې يو
بل تن هم نيول شوی، چې له سي ای اې سره يې تړاو درلود او مالومات به يې د لاريون
له صحنو ټولول او سي ای اې ته به يې انتقالول. د سلواغې په پېښو کې، د ياد شوي
وزير لخوا د موساد ﻻس هم ښودل شوی دی.
د پاملرنې وړ ده، وروسته له هغې چې
په عربي نړۍ کې د مستبدو ولسمشرانو پر ضد پاڅونونه وشول په ايران کې هم دا ډول هڅې
پيل شوې، چې د حکومت لخوا په ظالمانه توګه وځپل شول او يو شمېر د اپوزيسينون مشران يا ونيول شول او يا هم په
کور کې نظر بند شول.
که څه هم ايران داسې ډنډورې پيل کړي،
چې عربي هېوادنو کې انقلابونه د ايران څخه په الهام سره تر سره کيږي، خو دننه په
دغه هېواد کې داسې نه ښکاري او خپل مخالفين په راز راز نومونو ټکوي. ايران په عربي
ملکو کې پاڅونونه مثبت ګڼي خو په خپل هېواد کې بيا د خلکو پاڅون ته فتنه ګران
وايي.