
وروسته له هغې، چې په عربي هېوادنو
کې د ځنځيري بدلونونو په لړ کې خبره تر ليبيا راورسيده، اروپايي هېوادونو سره
اندېښنه زياته شوې. دغه هېوادونو که له يوې خوا په دې خوښ دي، چې د قذافي حکومت
نسکور شي، خو له بلې خوا د دغه هېواد سره د تيلو د تجارت په هکله اندېښنه لري.
قذافي په خپل هېواد کې ځينې قبيلو ته
ګواښ کړی و، چې که ارام نشي دی به د تيلو نللکيې والوځوي. د يادولو وړ ده ، چې په
اروپا کې د ايټاليا هېواد له ليبيا سره تر ټولو زيات تيل رانيسي او د خپل هېواد 25 سلنه تيل له ليبا څخه واردوي. په ټوليزه
توګه په نړۍ کې اوس د تيلو نرخ لوړ شوی دی، چې د عربي هېوادنو له پېښو سره تړاو
لري.