امريکايانو په کونړ وﻻيت کې له يوې مهمې اډې نه په وتلو دي

امريکايانو پرېکړه کړې، چې دکونړ وﻻيت د پيچ په دره کې خپله يوه مهمه او کليدي اډه پرېږدې. دغه اډه په په داسې غرنيو سيمه کې وه، چې د تګ راتګ لپاره ډېره مشکلات لري. له دې اډې څخه وتل په رسمي توګه د فبروري په 15مه نېټه پيل شوي دي. په دغه اډه کې له2006 ز کال راهيسې 800 سرتيري ځای پر ځای شوي وو.
د پيچ درې اډه  د امريکايانو په وينا، هغه دره وه ، چې له دې ځايه به دوی د افغانستان په ختيځ کې له طالبانو او القاعده سره مبارزه کوله. امريکايانو پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې ځينې اډې راکمې کړي خو له بلې خوا يې دا خيال دی، چې په دې هېواد کې داييمي اډې جوړې کړي، چې پر اړتيا يې د ګاونډيانو لخوا شک کيږي.